لکه ستومانه نهیلی لاروې په وچه دښته کې یې په ډبرین بالښت د تروږمېو تر سیورې لاندې د سبا لمرینې چینې ته د رسیدو په تمه د ژوند پرلویه وچه دمه نیولې وي، لا تر دې دمه نا خبره دی چې د ده د ژوند پر تیارو به د روڼ سهار وړانګې کله را خپریږي ؟
هو، هغه ویده دی، هغه نارې نه اوري، د مودو، مودو راهیسې په اوږده خوب کې داسې ډوب تللی چې ژوند یې هم له یاده وتلی دی، هغه داسې انګیري چې د مبارزې لاره په ګلونو فرش ده، ستوماني او کړاوونه نه لري. نه، هیڅکله نه دا لاره بستر نه غواړي، د بیخوبیو ، ستومانیو او کړاونو اغزنه لاره ده د یاغي سمندر د څپو په غرونو او غونډیو کې مقابله ده د وحشي بادونو د څپو او سرو شګو کې د ښوېېدو او جګېدو لاره ده