احمدجان ماڼو

په خپل وار سره یو بل د آریائیانواصیل آریائی غمی دپښتود ادبیاتو دتاریخ څخه را اخلم کوم چې،دهندو اروپائي ښاغلو ژب پوهانود هلوځلوپه برکت د آریائیانو دتاریخ د ژور تل څخه راویستل شوی اودڅیړنیزو کتابونو په پاڼو کی یې دپیژندګلوئ وړ ګرځولی دی چې،هغه د آریانا ویجه « آریا ورسه» نوم دی کوم چې،ښاغلو ژب پوهانودانوم د آریائیانو دلرغوني ټاټوبي په نوم منلې دی .
دنوموړي نامه په اړوندلومړی دژب پوهانواوڅیړونکو نظریات دځای دموقعیت او دنامه دڅرنګوالي او ماناپه هکله رااخلم او وروسته ئی دنوي نظر سره په پرتله کې څیړم .
(آریائیان ترخپریدلواو ډیریدلودمخه په یوه ځای کې اوسیدل،چې دوی پخپله پخوانۍ ژبه «آریانا ویجو»
باله،یعنې د آریا مځکه یا د اصیلانواو نجیبانواو پاکزادانوهیواد) (1).

نجیب الله پاڅون

مثنوي معنوي د مولانا جلال الدین محمد بلخي یو نړیوال مشهور اثر دی، دغه کتاب د نړۍ بېلابېبلو ژبو ته ژباړل شوی او تر اوسه ګڼ شمېر لوستونکي لري، لیکوال استاد سمیع الدین آرمان د مثنوي په اړوند وايي: د مثنوي د ابتداء حتمي نیټه ټاکل خو ډېر ګران کار دی، خو د رومي د بعضي حکایاتو نه معلومېږي چې دا د عباسي حکومت دور وه او تاتاریانو د عباسي خلیفه معتصم بالله قتل کړی وه، دا وخت د لومړني جلد املا تکمیل ته رسېدلې وه، دا د تاریخ په مطابق دولس سوه او اته پنځوسم کال دی. د مثنوي لفظي معنی ده (دوئیزه) یا دوه واله او په اصطلاحي معنو کښې دا هغه نظم ته وائي چې په هر شعر کښې دوه قافیې وي، یوه په اوله مصرع کښې او بله په دوېمه مصرع کښې.

د فارسي ادب په تاریخ کښې پینځو کتابونو ته نړیوال شهرت او اعتراف حاصل دی، د فردوسي شاهنامه، د سعدي ګلستان، رباعیات خیام، دیوان حافظ او بل دا مذکوره مثنوي معنوي دی. د مثنوي


لیکونکئ : مسعود سرلوڅ مرادزئ
د لوی څښتن په نوم
د سرلیکونو لړلیک

د پيل خبرې :
لومړئ څپرکئ :
د کړنوم پېژندنه :
ــ کړنوم څه ته وايي
د پښتو کړنومو ویش اود ویش ځانګړتیاوې :
ــ د کړنوم نښې په لحاظ د کړنومو ویش
ــ د مانا له مخې د کړنومو ویش
ــ د جوړښت له مخې د کړنومو ویش
ــ د موخې او دریځ له مخې د کړنومو ویش
ــ د کړــ اوړون ( فعلي ګردان ) له مخې د کړنومو ویش
دویم څپرکئ :