غواړم د لیسانس وروسته ماستري وکړم، د داسې یو بنسټ جوړولو هوډ لرم چې ګټه یې نورو ته هم ورسیږي، د رسمي کار ترڅنګ اراده لرم چې رضا کارانه کارونه وکړم او یا داسې نورې ګڼې هیلې او فکرونه شته چې تل یې په اړه فکر کوو او مغز مو ورسره بوخت وي.
دا هیلې او سوچونه بد نه دي ځکه موږ سره موخې ته د رسیدو له پاره مرسته کوي او هر څوک دا هیله لري، چې د ژوند یو مقام ته ورسیږي
.
لکه څنګه چې ګورو د یو شمیر خلکو هیلې بشپړیږي او د یو شمیر نورو بیا نیمګړې پاتې کیږي دا په دې مانا نه ده د هغه چا چې هیلې یې پوره کیږي په عامه اصطلاح کې هغه بختور دی او د هغه بل چې نه پوره کیږي د هغه سره بخت یاري نه ده کړې بلکه دا ټولې زموږ د ارادې پوري تړلې دي.
همداراز په دودیزو ټولنو کې د نارینو په پرتله د ښځو پر وړاندې خنډونه زیات دي خو بیا هم کلکه اراده ښځه او نارینه نه پیژني.
په اصل کې دا ټول ستاسې ارادې پورې تړاو لري، که چیری د خپل پرمختک له پاره هدف ټاکئ د رسیدو له پاره باید ډیر زیار وباسئ، بیلابیلې لارې وآزمایې که څو ځله له ماتې سره مخامخ کیږئ بیا هم د پخوا په پرتله ستاسو اراده ورته نوره هم کلکیږي او دغه جمله ځان سره هرو مرو تکرار کړئ شاید داځل بریا زما په برخه وي، ځکه تر یو حده خپلې موخې ته نژدي شوې یم، لږه تجربه مې هم ترلاسه کړې که چيرې شاته تګ وکړم شاید د خپلې موخې د رسیدو پرمهال هغه له لاسه ورکړم.
هغه کسان چې اوس یو مقام کې دی له پیدایښته هلته نه و بلکه دوې زیار ایستلی بار بار یې ماتې منلې دي، خپلې موخي یې تعقیب کړي تر څو ورته رسیدلي او په ایماندارۍ خپلو موخو ته تر رسېدلو وروسته د خلکو په زړونو کې ځای موندلی دی.
په پایله کې وایم، چې ستاسو او ستاسو د هیلو تر منځ واټن یوازی کلکه اراده ده.
لیلی توتاخیل