اوښکې

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

زه غواړم د خپل ژوند حقیقت بیان کړم خو؛ ویریږمه چې له آسمانه تیږې ونه وریږي ، لمر له ډيره غمه ویلی نه شي خلک له  ډیرې غصې غرونه لاسونو کې راپورته او زموږ ویجاړ او غم لړلی وطن نورهم ونه نړوي.

غواړم چې خپل د ژوند پټ راز بیان کړم چې هیچا یې اوریدو ته غوږ نه دی ایښی او نه هم څوک وخت ورکوي خو له تا هیله کوم لږه شیبه تم شه او زما د ژوند له حال هم خبر شه زه هم انسانه یم او ستا په اسلامې هیواد کی ژوند

تیروم خو هره شیبه په ویر اخته یم ،اوښکې سیلاب سیلاب روانې خو بیا هم د خپلو اوښکو چینې د غم په تیږو تړم ...زړه راته وایي چې یو داسې ځای ته پناه یوسم چې هلته څوک په مظلوم ظلم نه کوي چې انسان د بل انسان وینې نه څښي او د ځوانانو شنه سرونه ونه ریبل شي.

خو بیا هم زه داسې نه انګیرم چې په دې ظالم ماحول کې زما دا لویه هیله د عمل جامه پر تن کړي ځکه هرڅومره تریخ لکه ځوځان دی آخر تیره به شي او الهي عدالت به په میدان د حشرګاه کې پلی شي هلته به زه خپل رب ته دا ووایم :

یه زما لویه ربه !

آیا یوازي زه دې غم  تیرولو ته نړۍ ته را ولیږلم ما لا په نړۍ کې سترګې غړولی نه وې چی  زما په سر معامله پیل شوه ، غم له ما مخکې زما لمن ونیوله او لا د څلویښتو شپو ماشومه ومه چې خپله مور مې هم نه پیژنده چې د ژوند تیاره لړۍ مې پیل شوه او زما د راتلونکې بلې ډیوې مړې شوې ، د ظالم تره لخوا مې د بلهارۍ میدان ته بیول شومه د یو چا د ښادۍ په مراسم کې می قاتل کاکا شو، هغه له ډیرې خوښۍ د ټوپک ډزې وکړې خو بد کې زه لاړمه او قربانې ما ورکړله...

دا قضاوت هم هغه چا وکړ چې ځان یې پر ځمکه ستا نوماند باله که به یوه دوه ټکي له قران خبر و کنه خو ستا کرسۍ کې ناست و.

دا خو اسلام نه مني او انسانیت نه مني هغه ماشومه چې لا ګناه او ثواب نه پیژنې بیا په نه کړي جرم قربانې ورکوي ؟

خدایه یوازې مې غږ ته اورې  او یوازی ته عادل پاچا یې اوس قضاوت ته وکړه زه به تر کله ژاړم زما مرستې ته کله  پیغمبر رالیږي وای نه نه د پیغمبرانو لړۍ خو هم بنده ده نو راته ووایه چې زه خپل پیوند پیوند پوړنۍ چاته وغوړوم او ورنه خیرات د عدالت وغواړم ؟