ګللارې

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

تېر مې له غم ، درد، محرمیو او لوږو تندو په غرونو کې  شډل یو ژوند و چې هسې نوم یې پاتې و،   بس ژوند مې تیراو په مانا یې نه پوهیدم فکر مې کاوه چې ځانله ظلم ته پیدا یم او یوازی په تیارو کې یوه وینزه یم د وینزېتوب لپاره هست یم.

اوښکې او رنځ مې د ژوندون ملګري، لکه د څانګې پریوتې پآڼه، لکه له سیاله پاتې شوی زاڼه او یا لکه د سارا سیلیو وهلې مماڼه چې پاڼې او څانګې مې بې واکه سیلیو اخیستې دي. زه هو، له دې ناخبره پاتې چې زه هم الله تعالی د

ژوند له پاره یوه له نوره جوړه شوې پرښته ، سپیڅلې لکه ښکلې مریم ،او د اوسني عصر د عشق زلیخا رالېږلې یم بیا نو ولې په نشت شمیرل کیږم د هغه کلام یوازی تاته نه زما لپاره په کې هم خورا پراخ پیغامونه شته دی، ای کاشکې چې ناپوهۍ ترې لیرې نه وای ساتلی...

د ژوندانه په ناپایه سین کې د ناپوهه لامبوزن په شان چې نه د وتلو لار راته معلومه وه او نه هم داسې څوک پیدا شول چې د لاهو کېدو مې وژغوري.

نهیلي نه شوم په خپل هغه ملګري مې اواز وکړ چې له مودو مودو مې هېر و، ګمان مې کاوه چې له هغه هم هیره یم، خو نه هسې نه وه  هغه زما غږته شېبې شمېرلې هغه تلوسه لرله چې ورنه څه وغواړم.  ناپوهۍ پردۍ کړې ومه ، هو، هماغه د زغېدلو شېبو ملګري مې  د غرقیدو پر مهال زما د فریاد انګازې واورېدې او زما د ژغور لپاره یې غزونې وکړې او زه یې وژغورلم،  زما لاس یې ونیو زما د ساړه چاپېریال په سړه جونګړه کې یې سپرغۍ بلې کړې.

یو ناڅاپه لکه له عرشه یوغیبي آوازاورم چې غوږ کې راته دا ووایي؛ نورې ترخې ناخوالې مه زغمه، نورې د وخت بلهارۍ مه منه، ته سپيڅلې یې ته وینزه نه یې د نړۍ والو هستېو مور او په عقبا کې جنت ستا تر پښو لاندې دی.

سر مې را هسک کړ لکه همدا شېبه چې له موره نړۍ ته راغلې یم، لکه له درانه خوبه چې راولاړه شوې یم بیرته را ژوندۍ شوی یم او بیا مې په نرۍ ژبه همدا غونډله لیکل شوې وي چې هو زه هم د لوی رب العزت یوه هستي یم زما پر سر یې هم د عزت تاج ایښی، نو زه له دي هرڅه ځینې ولی بې برخې یمه؟

خپلې پوښتنې مې له هر، هر چا څخه وپوښتلې، خو خپل اصلی ځواب مې تر لاسه نه کړ بیا می د دین او مینې مدرسې ته مخه وکړه هلته چې استاد هم زه او شاګرده هم زه وم، لار ښود مې یو کس و چې د انسانیت کتاب یې رازده کاو،ما په ډیرې مینې د انسانیت او مینې لوست له خپل لارښود څخه واخیست هغه زما ارزښت او شان راته بیان کړ ويې پوهولم چې د ژوندانه په سین کې څنګه لامبو ووهم. او ماته یې د انسانیت لوست بیان کړ ماته یې د ژغور لاره وښوده چې ځان او نور هم وژغورم.

اوس هغه نه یم چی ته می بولې، زه ډېره لیرې تللې یم زما پر مخ د ژوند د شتمنېو لاره هواره ده،

اوس د ژوند له قانون سره آشنا یم تر مخ مې ژوند ګللارې سپړلي او د رحمتونو پرخې پرې وریږي.

له تا ډېره منندویه یم  یه زما تلپاتې ملګریه! چې د له تورو تیارو وژغورلم .