دا پرتمینه غونډه  پر (۲۰۱۹) زیږدیز کال د اکتوبر میاشتې پر(۵) نیټه د استاد بشیرمومن د علمي، ټولنیز، ادبي او فرهنګي  هاندوهڅو او نیکمرغه زوکړې په ویاړ د دوستانو او یارانو له خوا جوړه شوې وه.  د دې غونډې په جوړولو کې د تولنیزو علومو د انستیتوت  پخواني استادانو، په هالند کې د دفاع وزارت یو شمیر ژباړونکو او د کیهان ټولنې غړیو او د استاد بشیر مومن نږدې دوستانو په کې فعاله ونډه درلوده

نور په ضمیمه کې ولولئ

د فیسبوک د یارانو څخه په اخیستنۍ سره د فارسی او پښتو ادب په اوړو کې اغږلي شوي یوه انتباهی او تعلیمی پارچه
سید عبیدالله نادر
باز آ باز آ هر آنـــــچه هســتی بازآ
ګر کافر و ګبرو، بت پرسـتی باز آ
این درګه ما درګـه ، نومیدی نیست
صد بار اګر توبه شـــکستی ، باز آ

سید عبیدالله نادر
زمونږ دا دومره شعرونه او سرودونه ، به آخر د سولي زیرۍ راوړي ، دا هلي ځلي به پایله ٍاونتیجه ور کړي ، او زمونږ د امیدونو بڼ به ثمر ورکړي ، دا ترهیدلي او خواره واره بلبلان به بیا خدای دي وطن ته راولي ، او دخیرن زړونو او خیرن باطن خاوندان به زمونږ له مخي ورک  شي ، دا سرودونه دا شعرونه او دا ساندي به آخر د کاڼي زړونه هم وییلي کړي ،

سید عبیدالله نادر
نیک بخته هغه څوک دی ،چې د دنیا څخه د عبرت ټکي راټول کړي .او خپل زړه او ضمیر پرې روښانه کړي ،انسان باید هغه څه زده کړي ، چې په راتلونکي کې ورته سر مشق وګرځي ، ځکه زمانه په خپل دروند رفتار سره ډیر ځله داسي څه مخي ته راوړي ،چې د عبرت بین نظر هغه وینې ،د چا چې د زړه سترګي روښانه وي ،او نور ترې سطحي تېریږي ،نو ښه به هغه وي،چې خپلې عبرت بیني سترګي پرانیستلی ،او د عبرت غوږونونه خلاص و نیسو

 
پوهنیار بشیرمومن 
وقتی از نبود دوست و آشنایی مینوسیم  دستانم می لرزد و قلبم می طپد،همین چند روز قبل استاد عزیز هوتک  از میان ما رفت ! وامروز از مرگ مردی خبر در یافتم که فقدانش در عرصه رومان نوسی همیشه محسوس خواهد بود

 

ښاغلی کبیر کمال د پښتو ادب په غوړیدلي ډګر کې یو هڅاند، تاند او ځوان لیکوال، شاعر او ادیب ، په مطبوعاتو کې یو فعال ویناوال پیژندل شوی سیاسي، ادبي او ټولنیز شخصیت دی . 
زما ګران ملګري او نږدې دوست ښاغلي کبیر کمال په ټوله مهرباني سره خپل نوی چاپ شوې کتاب (د مساپرې اوښکې په نامه) چې په ډیر ښکلي ډیزاین او صحافت سره چاپ شوې دی ماته له بلجیم هیواد څخه په پوست کې پرخپل ځانکړي لګښت دهالند هیواد ته راولیژو. زه له خپل ګران دوست ښاغلي کبیر کمال څخه د زړه له کومې مننه کوم.
کله چې ما د ده دا ګټور اثر په ډیره مینه او پاملرنې سره ولوست، نو ما ته دا احساس پیدا شو چې زه باید یو څو ټکي پرې ولیکم.
ښاغلي کبیر کمال له خپل هیواد څخه لیرې د مساپیرې په ژوند کې خپل ، کړیدلي او ځوریدلي هیواد وال او جګړه ځپلی هیواد نه دی هیر کړی. ده په خپل دغې ګټور او اغیزناک اثر کې د رنځیدلو او ځوریدلو هیوادوالو فریاد، اوښکې، ویرونه، سلګې او زګیروي ، اتلولي او میړانه او همداسې د افغانانو په منځ کې د یو شمیر نورو زړه بوږنوونکو پیښو او د لوټمارو او زور واکو ناولې، تورې او کرغیړنې څیرې ، ښکلاییز ذوق، ادبي ظرافتونه، هنري او اخلاقي مینه، د ټولنیزژوند دردونه، نیمګړتیاوې او ستونزې ، اصلاحي، انتقادي او روزنیز پیغامونه ، کلتوري او معنوي ارزښتونه ، په ډیرو ښکلو فکرونو، خیالونو، تصویرونو او سیمبولونو کې، په ډیر ښکلي او ظریفانه بڼه داسې انځور کړې دي چې په څو څو واره لوستلو ارزي او د هر لوستونکي په زړه، ذهني او رواني حالاتو کې جذبې، ولولې، عواطف او احساسات راپاروي.
د ښاغلي کبیر کمال د ادبي او فرهنګي شخصیت د لا زیاتو پیژندګلوي په تړاو ما له ده سره یوه ادبي مرکه جوړه کړې ده چې ډیر ژر به تاسو د ادب مینه والو ته وړاندې شي.
زه ښاغلي کبیر کمال ته د دې ګټوراو ارزښتمن اثر د چاپولو له کبله مبارکي وړاندې کوم . ده ته په دې غوړیدلي ادبي او هنري بهیر کې بریاوې او بریالیتوبونه غواړم او د ده دلا نورو اغیزمنو هستونو په هیله یم. 

په ډیره مینه او مننه : انجنیرعبدالقادرمسعود

 

 

 

زیاتې مقالې …