عریزالله (حقپال)
پدی ورستیو وختونو کی د ژبی د پراختیا او د خپلی ژبی د حاکمیت پیداکیدو لپاره روا او نا روا هلی ځلی روانی دی ،که یو شمیر یی روا مبارزه مخته بیایی خو ویلایی شو چی یو تعداد کسان د ژبی د کرکی خپرولو سره خپلی موخی تعقیبوی .ځکه لازیمه ده چی موږ د ژبو د برمختګ لاری او بی تعصبه وده وڅیړو
:
.
، هر ژبه یو شمیر ویونکی لری ښکاره خبره ده چي ژبه خپلو ویونکو لپاره خوږه او منلی ژبه بلله کیږی،هیڅ یو ژبه پربلی ژبی برتری او فضیلت نلری مګر دخپلی غنا او بډاینی له مخی اوچتوالی لری ، هره ژبه چی ډیر علمی هنری تاریخی اثار په خپله خیټه کی لری هغه ژبه تر نورو ژبو اوچت مقام لری،
موږ پدی هم باور لرو چی د هیواد ټولی ژبی هم خوږی دي او هم د خپل پرمختګ وړتیا لری
نو که غواړی چی خپلی ژبی ته خدمت وکړی په خپله ژبه اثار ولیکی علمی کتابونه ولیکه یا یی ترجمه کړی ، هنری او ادبی اثار ولیکی هنری او علمی فلمونه جوړ کړی یا یی ترجمه او دوبله کړی ترڅو په پشتو ژبه هم کتاب ولرو او هم سینما و فلم ، او په نننی عصر کی تر ټولو مهم ګوګل کی پشتو مطالبو شتون او هم په یتوب کی ډیر اثار او ویدیو یی فامونو موجودیت دی،
دنمونی په ټوګه :
که زموږ پشتانه وغواړی چی یو امریکایی ، هندی انګلسی یا دکومي بلې ژبی هنری فلم وګوری نو انترنیت له لاری یی ولټوی په پشتو ژبه دا فلمونه دوبله شوی نشی موندلی خو په فارسی ژبه ستاسو مخی ته په سلهاوو فلمونو نومونه راځی بیا نو مجبور یی چی په بله ژبه یی وګوری ،
د یومطلب په هکله معلومات پیدا کولو لپاره ګوګل ته ځو خو داسی څه چی غواړو هلته نشته خو که دا معلومات په فارسی ژبه وغواړو په لسهاوو صفحی مو مخ ته راځی نو حتمأ یی په دری یا فارسی لولو .
موږ هیڅکله داسی نه وایو چی ولی دا ډول معلوماتونه په دری او فارسی کی شته ، مګر داسی خو حتمأ باید ووایو چی دا معلومات ولی په پشتو ژبه نلرو دا فلم ولی په پشتو ژبه ندی دوبله شوی ،نو به پوه شو چی زموږ ژبی ته خپله داسی کار ندی کړی چی دټولنی غوشتنی پوره کړی ،خپله کمزوری او تنبلی د نورو د بریالیتوبو تر شاه په کرکه کولو سره نباید وپوشله شی ، بلکی خپلی ستونځی باید خپله حل کړلایی شو ،
ژبه د یوی ټولنی د وګړیو تر منځ د افهام او تفهیم له وسیلی پرته بل څه ندی . نو ځکه ژبه د ټولنی د پرمختګ وسیله ده ، او وسیله هیڅکله هدف نشی ټاکل کیدایی . د وسیلی په استعمال سره هدف ته ځان رسولی شو ، خو اصلی هدف د ټولنی اقتصادی ، کلتوری او اجتماعی پرمختګ دی ،زموږ ټولنی ته د برمختګ پلور حرکت ورکول هدف دی البته چی دا هدف د خپلی ژبی د غنا مندی کښي په اسانه لاسته راوړلی شو . او هرکله چی برمختګ د ټولنی هدف وی ، منجمله ژبه هم د ټولنی د هڅو په نتجه کی د برمختګ لاره وهلی شی .
نن ناساء او اورپایی هیوادو نجومی څانګو په زرهاوو ویدیویی علمی معلومات خپروی چی تر شل کاله مخکی بشریت هیڅ ورباندی نه پوهیدل خپروی ، دا نوی معلوماتو په زرهاوو ویدیو یی فلمونه په فارسی روسی او انګلیسی زبو باندی ویتوب کی شتون لری متاسفانه په پشتو ژبه داسی فلمونه نشو موندلی حتمأ به یی په نورو ژبو ګورو ، د دی فلمونو دوبله کول لوی خدمت دی ، ځکه ددی فلمو په لیدلو نتنها باسیواد بلکی بی سیواد افغانان پوهیدلی شی چی دا نړی څومره ستره ده کهکشانونه لری هر کهکشان په میلیونو شمسی نظامونه لری ، ددی فلمو په لیدلو موږ پوهیږو چی دجهان منځته راتګ ، د حیات مبدا ء ،د ژوند دتکامل مراحل.،همدارنګه د لمر تندر او د سپوژمۍ دتندر په وختونو کی اصخلاتونو ویل بی معنی او بی ګټي عمل دی ځکه دا د ستورو یوه طبعی قانونمد حرکت دی چی په معینو وختونو کی منځ ته راځي .موږ هلته مختلف تمدنونه او علمی پرمختګ چی د علم زیژنده دی په سترګو ګورو ،خو دا فلمونه په پشتو ژبه نشو لیدلی ولی که هلته یو د فارسی کلمه ور اضافه کړی په سلهاو دا ویدیویی فلمونه ستا مخی ته راځی . دا ځکه چی زموږ ایرانی ورونو خپلی ژبی لپاره زیار ګاللی او د ناساء ټولی ویدیو ګانی یی دوبله کړی دی .
زموږ یو شمیر دوستان که ووایی چی د پوهنتون درسونه او لکچرونه ولی په دری ژبه دی ، البته چی دا به سمه خبره نوی . خو که داسی ووایی چی ولی د پوهنتون درسونه په پشتو نه وایی دا سم طرحه ده . خو ددی مشکل حل تنها داستاد هغه خبری په صنف کی په پشتو یا دری ویلو سره نه حل کوی ، تر څو چی زموږ پشتو ژبی استادان د پشتنو محصیلینو لپاره په پشتو ژبه د ریسرج مواد ، کتابونه لکچرونه تهیه نکړلي شی تنها په پشتو پشتو ویلو ستونځی حل کیدایی نشی ، د موضوع کامل حل هغه وخت منځته راتللی شی چی زموږ محصلین د ریسرج ، تحقیق لپاره په پشتو ژبه علمی اثار په اختیار کی ولری ، موږ داسی کسان لرو چی دا موضوع تل مطرح کوی ، ولی درسونه په دری دی ؟ خو خپله چی صنف ته لاړ شی په دری ژبه لکچر ورکوی ، خپله مکتوب په دری ژبه لیکی خپل دعلمی رتبی کتابونه په دری ژبه نوشته کوی ، نو پوهه شه چی داکسان هم د ژبنی تعصب د خپرولو هڅی کوی ، ځکه که دموضوع حل وغواړی خپله دی لاس پکار شي او عملی هڅه دې و کړي،
که موږ داسی ووایو چی ولی ډیری رسنۍ او ډیر تصویری رسنۍ یعنی تلویزیونونه په دری ژبه خپرونی لری دا خپله تعصب دی دا خپله بدبینی شکاره کول دی هیڅوک دا حق نلری چی یو بل نفر د خپلی زبی ته د خدمتکولو په تور متهم کړی ، هیڅوک دا حق نلری چی د بلی زپی پرمخ تګ تر سوال لاندی ونیسی ، ځکه داسی سوال باید له خپله ځانه وکړو چی موږ ولی په پشتو ژبه کافی رسنۍ خپروني نلرو موږ باید چی دا خلا ډکه کړو موږ باید په پشتو ژبه تلویزیونی خپرونی ولرو موږ باید په پشتو ژبه ورځپاڼي او مجلی ولرو دا سمه پوشتنه ده او دحل لاره یی هم زموږ پلاس کی ده ، زما ژبی ته بل څوک خدمت نشی کولایی خپله کمزوری او تنبلی د نورو د بریالیتوبو تر شاه په کرکه کولو سره نباید وپوشله شی ، بلکی خپلی ستونځی باید خپله حل کړلایی شو ،
تنها موږ خپله باید دا خلا خپله ډکه کړو ،ځکه هر څوک حق لری او مکلفیت لري چی خپلی ژبی دبډاینی لپاره عملی کار وکړی ،
د فلسفی علماو پوهه په دو ډولو ویشلی ده . یوه علمی پوهه ده او بله عادتی پوه:
«له یوشی سره عادت او اموخت د انسان فکر ته غلط تسکین ورکوی، ناقراره فکر بیده کوی ، هر نوی شی او نوي موضوع چي زموږ د خپلو عادتونو په چوکات کی داخل کړای شو،زموږ دا ګومان شی چی موږ پدغه شی او یا دغه موضوع پوهیږو مګر دا یواځی ګومان دی،فکر ځان پخپله غولوی او ځان ته تسکین ورکوي .»زموږ یو شمیر دوستان فکر کوی پشتو تر ستم لاندی ده نوځکه پشتو وده نکوی ، پشتو د رسمی دفاترو ژبه نده ، پشتو د عریض نویس ژبه نده پشتو باندی د تحقیق سوال و ځواب نشته پشتو د محکمو د فیصلو او د یپلوماسی زبه نده ځکه وده نکوی ، بس په همدی ځان تسکینوو چی موږ هیڅ نشو کولی ،او ملامتی دنورو په غاړه ور بار کړو او ځانونه له مسوولیته خلاص کړو . د روح تسکین مو د عادتی پوهی له مخی کړی.
خو علمی پوهه بل څه وایی :
«د علمی پوهی لومړی قدم د عادتی پوهی په مقابل کی مقاومت دی.د علمی پوهی لومړی کار د عادتي پوهی خام تهدابونه لړزول دی، د هر څه په باره کی تعجب کول او په هر څه کی تپوس کول دی ، بدی توګه عقل راویښ شي ، مضطرب شي او کوښښ کوي چی د پوهی بناء نوره په عادتونو ونکړي بلکی عقلی تاداونه ورته وکینی،علمی پوهه هغه ده چی دعقل او استدلال په ستنیو ولاړه وی .»
د علمی پوهی له مخی موږ باید لومړی خپله ژبه علمی کړو ، بډایه یی کړو ، علمی اثار ولرو ، پخوانیوعلمی کتابونو ترجمی وکړو ، او تر ټول مهم داچی پشتو په انترنیت کی بډایه شی ،
۱ـــ یوتوب :
زموږ هیله ده چی دشمشاد تلیوزیون ژوندون او ملی تلویزیونونه له خپلی لاری په ګډه او تفاهم کی داسی پروګرامونه تنظیم کړی چی هم لیدونکی ولری او هم د سبا لپاره زموږ د پشتو ژبی بډاینه وکړی ، البته چی د نا سا ویدیو ګانی چی هم ډیری زیاتی جذابی او دلچسپی دی له یویخوا د تلویزیون دلیدونکو شمیر زیاتوی او بلیخوا ډیر علمی معلوماتونه دی. همدارنکه طبی معلوماتی ویدیو ګانی شتون لری چی د هر ډول مرضونو د تشخص او ابتدایی تداوی شرایط وړاندی کوی . تخنکی ویدیو فلمونه او هنری فلمونه په پشتو ژبه دوبله کړلای شی د خپلی ژبی لپاره ستر خدمت دی .
۲ــــــ ګوګل : :
ګوګل پشتو لغاتو او جملو په درلودلو باندی دومره غني شي چی هر کتاب هلته د ګوګل ترانسلیت یا ترجمې له لاری ترجمه کړلی شي ، دا کار څنګه ممکن دی څنګه وشی ؟
• د افغانستان د علومو اکاډمي باید د مسلکي ژبپوهانو یوه څانګه جوړه کړي چې په انګليسي او پښتو ژبه پوره حاکمیت ولري، همدا راز د افغانستان د مخابراتو وزارت باید په رسمي توګه د ګوګل د ژباړې له څانګې سره په تماس کې شي تر څو دغه څانګه په رسمي توګه دوی ته ور معرفي کړي چې د دوی ژباړې په چټکۍ سره د ګوګل سيستم ته ور داخلې شي او تر زیاتو فلټرونو تېرې نشي.
- هغه رسمي ادارې چې مسلکي ژباړې کوي کولای شي د پښتو ژبې تر ټول ښه مرستندوی ثابت شي، دوی کولای شي جې خپلې ژباړې له ګوګل ژباړونکي سره شريکې کړي تر څو پښتو ژبه د ویونو یا لغاتونو له لحاظه لا پسې پیاوړې شي.
- هغو هېوادوال چې په پښتو او انګليسي ژبه برلاسي دي هغوی هم کولای شي په دې نېک کار کې خپله ونډه واخلي او له ګوګل ژباړې څانګې سره مرسته وکړي، تاسې چې کله په ګوګل ژباړه کې د کومې جملې ژباړه لټوئ نو که چېرې ګوګل غلطه ژباړه وړاندې کوي نو تاسې کولای شئ چې د هغه جملې د سمې ژباړې وړانديز ګوګل ته وکړئ. ګوګل باید دومره غني شي چې هر ډول علمي مطالب چې کله په نورو ژبو کې پیدا کوو نو ګوګل یې په سمه توګه راته وژباړلی شي او بیا دا ژباړل شوي مطالب بېرته د ګوګل حافظې ته ورکړل شي تر څو ورسته له دې مطلب څخه نیازمند کسان د هغو په کتو سره خپل مشکل حل کړلی شي.