ګلرحمن رحماني
ولسمشر غنی دا ځل پاکستان ته مطلق په اقتصادی دید او له یو پیاوړی موقف څخه سفر وکړ او ټول تمرکز یې پاکستان له اقتصادی ستونزو او پانګوالو ته ځینې سپارښتنې کول و، ځکه پاکستان په ډېر خراب وضعیت کې قرار لري ، پخوا پاکستان له افغانستان سره ډیر زیات تجارت درلوده، خو اوس دغه تجارت له نیمایې څخه زیات راښکته شوی علت یې دا ده چې پاکستان په افغانې مالونو له یوې خوا تعرفه زیاته کړه

مطیع الله سحر

 

ولسمشر غني په ولایتي سفرونو او له خلکو سره په لیدنو کې بار بار ویلي دي چې په ارګ کې ورته ځان حصار او زړه تنګی اېسي، مګر د ولسونو او خلکو په منځ کې د هوساینې او ارامۍ احساس کوي او په همدې خاطر یې ډېر وخت له ولسونو سره په لیدنو، کتنو تېرېږي. نوموړی غواړي چې په دې ډول د حکومت او ملت اړیکې لا سره نږدې کړي.

محمدبشیر یوسفزوی

د روان کال د چنګاښ په شپږمه نېټه د پنجشنبې په ورځ ولسمشر غني پاکستان ته په رسمي سفر ولاړ. په دې سفر کې ولسمشر غني عاطفي او تشریفاتي خبرې ونه کړې او نه یې هم د پاکستاني مقاماتو پر ژمنو تکیه ورکړه. داسې معلومېدل چې ولسشمر په پوره تیاري سره پاکستان ته تللی و، ځکه د ډېر څه اورېدو پرځای یې ډېر څه هغوی ته وویل

اېمل پیاوړی
وسله وال طالبان له لومړي سره په منافقت لګیا دي، ځکه چې په خوله یو څه وایي، مګر په عمل کې بل څه کوي، په خوله د اسلام د مبارک دین او د سرور کاینات ص د اصولو او لارښوونو د پیروۍ او تطبیق دعوه لري، مګر په عمل کې د دوی اعمال او کړنې د اسلام مبارک دین او د پیغمبر له طریقې سره په ټکر کې ده. دوی داسې اعمال او کردار ترسره کوي چې په هیڅ دین او ایین کې جواز نه لري

د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلیزه 

 

د زمري اته ويشتمه د افغانستان په تاريخ کې هغه وياړلې ورځ ده چې د دې هيواد دوست او دښمن، افغان ولس او بهرنيان يې نه شي هیرولی او تر ابده به د تاريخ پاڼې پرې زرينې وي. افغان ولس يې ځکه نه شي هيرولی چې په دغه ورځ ستر غازي امان الله خان د خپلو نورو مجاهدينو سره اوږه په اوږه د نړۍ د هغه زبر ځواک په مقابل کې بريا ته ورسيدل چې لمر يې په امپراطورۍ کې نه ډوبېده.

محمدروښان ښاد
ولسمشر غني خپل بهرنی سیاست په پنځو کړیو کې ووېشه او بیا یې دغه کړۍ یو له بله سره ونښلولې. په ملي وحدت حکومت کې د افغانستان بهرنی سیاست د افغانستان په اساسي قانون کې د شرحه شوو اصولو پر بنسټ جوړ شو. حکومت په بهرني سیاست کې پنځه کاري کړۍ رامنځته کړې او له هېوادونو سره د همکارۍ چوکاټ یې منظم کړ، تر څو په عملي ډول د بهرني سیاست خپلواکي پیاوړې کړي

نویسنده : داکتر جک رسموس)Rasmus Jack.Dr )
منبع وتاریخ نشر : گلوبال ریسرچ » 92-60-9602 .)
برگردان : پوهندوی دوکتور سیدحسام »مل«

بقیه در ضمیمه

 

له سولې وروسته افغانستان!

دا دی په دوحه کې د افغانستان د سولې په تړاو بین الافغاني غونډه هم پای ته ورسېده،ترڅنګ یې د امریکايي پلاوي او طالب استازیو ترمنځ د سولې د مذاکراتو اووم پړاو هم له دوه ورځني ځنډ وروسته پرون پیل شو. د بېلابېلو لوریو هیله مندي هم د پخوا په پرتله ډېره ده او یاده غونډه یې مثبته وبلله

اېمل پیاوړی
جمهوررئیس غني نن په ارګ کې د اروپایي ټولنې پنځم کنفرانس ته د وینا پرمهال چې د فساد ضد په اړه جوړ شوی وو، وویل د سولې لاره ستونزمنه ده، کپرک لري، مګر په پیاوړې ارادې باید له دغو ستونزو، خنډونو او کپرک تېر شو او سولې ته ځان ورسوو، دا لاره به پېچلې وي، مګر ناشونې نه ده

مطیع الله سحر
ولسمشر غني چې له وطن او ملت سره خپله لېونۍ مينه لري او د همدغې لېونۍ مينې په خاطر غواړي چې خپل هیواد او ملت ته کار وکړي. تر څو هیواد پرمختګ وکړي او ولس په ارامه سره خپل ژوند وکړي. ځکه چې له څو لسیزو راپه دې خوا جنګ د افغانانو په قسمت رسېدلی، خو غم خوار یې بیا پيدا نشو.

اېمل پیاوړی
وسله وال طالبان چې له کومې ورځې را پیدا شوي، نو په وطن کې یې له جنګ، وحشت، ترور، وژنو او وینې بهولو مه واره بل هیڅ کار هم نه دی کړی او که یې د ابادۍ، هوساینې او سوکالۍ په برخه کې کوچنی ګام هم اخیستی وي، نو مهرباني دې وکړي او د نمونې په توګه دې وړاندې کړي

زیاتې مقالې …