د زمري اته ويشتمه د افغانانو د برم او ویاړ ورځ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر
د افغانانو لپاره د ویاړونو او د دښمن لپاره له شرمه ډکه ورځ هغه د زمري اته ويشتمه ده چې دا ورځ به د ژوند د وروستیو شېبو د افغانانو او د نړۍ والو په ذهن کې وي. چې هېڅکله به یې هم له ذهنه ونه باسې  ځکه چې په دې ورځ  شاه امان الله خان د افغانستان  لپاره ویاړ راوړل. افغانستان یې د بهرنیو له لاس خلاص کړ او یو خپل واک هیواد یې ترې جوړ کړ. چې نن سبا نړۍ وال هم افغانانو زړورتیا ته هیران پاتې دي
.
افغانان تل چې څه په خوله وايي په عمل کې هم بیا همغه تر سره کوي. د شاه امان الله خان هم ستر ارمان همدا وه چې خپل ګران وطن افغانستان د بهرنيو له ولکې خلاص کړي او یو خپل واک هیواد واوسي. په همدې خاطر یې د مجاهیدینو په همکارۍ د نړۍ ستر ځواک چې بلل کېدل انګرېز یې له هیواده د کوتک په زور واېسته او هیواد ته یې خپل واکي راوستله. چې راتلونکې یې هم سلمه خپلواکي ده.
اوسني افغانان باید دا ورځ په شانداره مراسمو ولمانځي. ځکه چې هر څومره دا ورځ لمانځل کېږي هغومره مو دښمن شرمېږي او له افغانانو څخه یې وېره لا زیاتېږي. او د دې ورځې په لمانځلو سره د افغانانو په بدن کې وینه په جوش راځي او دا هڅه کوي چې پخوانیو خلکو مو د هیواد لپاره څومره هلې او ځلې کړي دي، چې د همدغو هلو ځلو برکت دې چې نن افغانستان په نړۍ کې یو خپلواک هیواد ګڼل کېږي او د بهرنیو هم له افغانانو څخه سترګه سوزي او همغه پخوانی وېره یې په زړه کې دې چې تر ننه پر افغانانو ډاډه نشي راتلی.
شاه امان الله خان د هیواد لپاره ډېر خوبونه ليدلي ول چې هغه به یې په حقیقت بدلوي. امان الله خان د هیواد د ابادولو لپاره داسې سترې پروژې پر مخ اچولې وې چې باید دی یې تر سره کړي. خو دا چې دښمن دی پرې نښود چې مخ پر وړاندې لاړ شي  تر څو هیواد ته کار وکړي او خپل هیواد اباد کړي.
وروسته له شاه امان الله خان څخه بل بیا داسې ولسمشر هیواد ته رانغی چې د امان الله خان ارمانونه پوره کړي او روح یې ارامه کړي. او  د هغه سترې برنامې چې د هیواد په ګټه وې تدبيق کړي. خو یوازې اوسنۍ ولسمشر ښاغلی محمد اشرف غني ده چې د شاه امان الله خان په پل یې پل ایښی. او د همغه نقش او قدم باندې مخته لاړ شي. ځکه چې ښاغلی غني هوښیار دې او په دې ښه پوهېږي چې شاه امان الله خان غوښتل هیواد اباد کړي خو دښمن خپلو پلانونو ته  پرېنښود.
اوس د همغه  شاه امان الله خان پر لار مخته لاړ شي. همغه شان یې سترې پروژې پر کار اچولي دي. تر څو هیواد اباد کړي چې د شاه امان الله خان روح په قبر کې ارامه شي.
افغان حکومت هم د دغې سترې ورځې د لمانځلو لپاره پوره چمتوالی نيولی ده. د ښار په دنګو دېوالونو یې د سولې د پیغام د رسولو رساميانې کړي. او ترڅنګ یې دهیواد امنیت هم ټینګ ساتلی دی.