د طالب منافقت

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
وسله وال طالبان له لومړي سره په منافقت لګیا دي، ځکه چې په خوله یو څه وایي، مګر په عمل کې بل څه کوي، په خوله د اسلام د مبارک دین او د سرور کاینات ص د اصولو او لارښوونو د پیروۍ او تطبیق دعوه لري، مګر په عمل کې د دوی اعمال او کړنې د اسلام مبارک دین او د پیغمبر له طریقې سره په ټکر کې ده. دوی داسې اعمال او کردار ترسره کوي چې په هیڅ دین او ایین کې جواز نه لري
.
دوی هره ورځ بې ګناه خلک شهیدانوي، په زور او تشدد یې جایداد ورڅخه اخلي، حتی په کلیو او بانډو کې زموږ له بې وزله او ناچاره خلکو په بېګار او زور ډوډۍ خوري، عشر او زکاتونه ورځنې اخلي، حتی ځوانان یې د جنګ لیکو ته سوق کوي او له ځانه سره یې بیایي.
په دې وروستیو کې چې د سولې خبرې پیل شوې دي، وسله وال طالبان له امریکایانو او نورو بهرنیانو سره د تړلو دروازو تر شا د سولې مذاکرات کوي، مګر په وطن کې هره ورځ داسې وحشتونه او جنایتونه ترسره کوي چې له امله یې زموږ بې ګناه هیوادوال، ښځې او ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي، تېره اونۍ یې کابل کې د موټر بم چاودنې له امله زموږ ګڼ هیوادوال او د ښوونځیو زده کوونکي شهیدان او ټپیان کړل.
پرون یې چې له یوې خوا مشران په دوحه کې د سولې په پلمه راټول شوي او مذاکرات کوي، مګر وسله والو طالب جنګیالیو په غزني کې د وحشت په ترسره کولو سره د موټر بم چاودنه کې زموږ عام هیوادوال او دښوونځي زده کوونکي په وینو ولمبول، ګڼې کورنۍ یې د ویر په ټغر کېنولې او یو ځل بیا یې خپل وحشت او دهشت نندارې ته وړاندې کړ.
که طالب منافقت نه کوي، نو دی په کوم کتاب دا روا بولي چې له یوې خوا له بهرنیانو سره د سولې خبرې کوي، ملت ته په درواغو هیله ورکوي او له بلې خوا په بې دفاع، بې ګناه او عامو هیوادوالو چې په خپلو ورځنیو چارو، زده کړو او د حلال رزق په ګتلو بوخت دي دغسې وحشت او قیامت را ټیټوي، زموږ کورنۍ د ویر په ټغر کېنوي، په ناحقه د دوی وینې بهوي، خو له دې څخه معلومېږي چې وسله وال طالبان نه سولې ته ژمن دي، نه سوله غواړي او نه هم د سولې واک او اختیار لري. دوی یوازې او یوازۍ د پردیو جنټان دي او د دوی برنامې تطبیقوي، د دوی په لمسون زموږ بې ګناه هیوادوال شهیدانوي، د نظام د پیاوړتیا مخه نیسي. د خلکو ژوند تهدیدوي، له دوی څخه د اباد، هوسا او سوکاله افغانستان هیله او باور اخلي او په دې ډول کوښښ کوي چې زموږ خلک له پوهې، معرفت او پرمختګ څخه شاته پرېږدي او د نورو احتیاج او محتاج یې کړي.ولس نور د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د وحشتونو او جنایتونو زغم نه لري او که چېرې دوی د خلکو له وژلو لاس وانخلي، نو ولس به یې پر ضد راپورته شي.