وروسته له هغې چې د کابل ـ اسلام اباد په اړيکو کې ترينګلتيا اوج ته ورسېده؛ پاکستان له افغانستان سره د اړيکو د رغولو په هڅه کې شو. بيلابيل دولتي پلاوي يې کابل ته راغلل، ولسمشر غني یو ځل پاکستان کې ورسره ولیدل او په دې وروستیو کې د اسلامي همکاریو سازمان په سرمشریزه کې د ګډون په پار یې سعودي عربستان کې د پاکستان له نوې صدراعظم عمران خان سره هم خبرې اترې وکړې