د پاکستاني مقاماتو غوږونه یې ښه ور خلاص کړل

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

د روان کال د چنګاښ په شپږمه نېټه د پنجشنبې په ورځ ولسمشر غني پاکستان ته په رسمي سفر ولاړ. په دې سفر کې ولسمشر غني عاطفي او تشریفاتي خبرې ونه کړې او نه یې هم د پاکستاني مقاماتو پر ژمنو تکیه ورکړه. داسې معلومېدل چې ولسشمر په پوره تیاري سره پاکستان ته تللی و، ځکه د ډېر څه اورېدو پرځای یې ډېر څه هغوی ته وویل
.
پاکستاني مقاماتو به چې پاکستان ته د ده په ورتګ له خوښۍ ورڅخه مننه وکړه، نو ولسمشر غني به یې په ځواب کې ویل، زه د افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې د استازو د غوښتونې او وړاندیز په اساس او دوی ته د درناوي له مخې پاکستان ته راغلی یم، ځکه دوی رانه وغوښتل چې باید پاکستان ته سفر وکړم او د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې نورمال کړم، مګر پاکستان دا ځل هم یوازې ژمنې وکړي او خپلې ژمنې عملي نه کړي، نو افغانان به د بل ځل راتلو لپاره راته اجازه را نه کړي.
ولسمشرپه دوه ورځني سفر کې چې څومره ګڼې او بېلابېلې کتنې لرلې په یوه کې یې هم ونه ویل چې افغانستان او پاکستان دوه وروڼه، دوه مسلمانان، دوه دوستان، دوه ګانډیان او یا داسې هیوادونه دي، بلکې ولسمشر غني هغوی ته په لومړي ګام کې وویل چې موږ او تاسو باید د یو بل ملي خپلواکۍ ته متقابل درناوی ولرو او همدارنګه د باور فضا رامنځته کولو لپاره په ټینګار وویل چې تېرې تېروتنې باید نه یوازې تکرار نشي، بلکې د مخته تګ او د دواړو هیوادونود ښو اړیکو د ایجاد لپاره باید ورڅخه درس واخیستل شي.
جمهوررئیس ورته وویل، موږ له پاکستان سره د هیڅ دعوې او ګیلې غوښتونکي نه یوو، بلکې موږ ته خپلې ملي ګټې محترمې دي او د هغو په رڼا او چوکاټ کې همکارۍ ته چمتو یوو. پاکستان ته ښایي چې اوسنی افغانستان او د هغه ارزښت درک کړي. تېر په هېر وګڼي. شکونه، بې باورۍ، تورونه او تهمتونه بې له دې چې د دواړو هیوادونو اړیکې کړکېچنې کړي او ستونزې زیاتې کړي، بله هیڅ لاسته راوړنه نه لري.
تر دې وړاندې به چې افغان مقامات په ځانګړي ډول ولسمشر کرزی پاکستان ته تللو، نو پاکستاني مقاماتو ته به یې ویل چې د پاکستان له همکارۍ پرته افغانستان کې سوله نشي راتلی، دا دواړه مسلمان او وروڼه هیوادونه دي او پاکستان دې په افغانستان کې مثبت رول ولوبوي، مګر ولسمشر غني ورته وویل چې که تاسو واګه – اتاري بندر هند ته د افغان تاجرانو او زموږ د محصولاتو پرمخ پرانیزۍ، نو موږ به هم منځنۍ اسیا هیوادونو ته لاره درکړو او تاسو به د افغانستان له لارې هم خپل صادرات د منځنۍ اسیا هیوادونو او بازارونو ته ورسوئ او هم به خپلې اړتیاوې په اسانۍ له هغه ځایه پوره کړي.
دا ځل یې د پاکستان سر ښه ور خلاص کړ، اوس نو عمل، بدلون او راتلونکي ګامونه پاکستان پورې اړه لري، که دوی مثبت بدلون او حرکت ورکړي، نو په مقابل کې به افغانستان هم نرمښت وښیي او د دغه نرمښت ښېګنه به د افغانستان او پاکستان د خلکو پر ژوند فوق العاده مثبت اغېز ولري.