پر هیواد او ولس مئین غني

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

 

ولسمشر غني په ولایتي سفرونو او له خلکو سره په لیدنو کې بار بار ویلي دي چې په ارګ کې ورته ځان حصار او زړه تنګی اېسي، مګر د ولسونو او خلکو په منځ کې د هوساینې او ارامۍ احساس کوي او په همدې خاطر یې ډېر وخت له ولسونو سره په لیدنو، کتنو تېرېږي. نوموړی غواړي چې په دې ډول د حکومت او ملت اړیکې لا سره نږدې کړي.

د ولس ستونزې په خپله مخامخ له کوم سانسور پرته واوري او بیا یې د حل لپاره اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړي.

که ولسمشر غني له نورو تېرو ولسمشرانو سره مقایسه شي، نو لومړنی کس دی چې په دغسې سختو امنیتي شرایطو کې تر بل هر چا د هیواد ولایتونو ا وبېلابېلو برخو ته زیات سفرونه کړي دي او ځان یې یوازې تر کابل او ارګ پورې نه دی محدود کړی، ځکه هغه ټول هیواد ته په برابرۍ قایل دی او غواړي چې ټولو خلکو ته ځان ورسوي او په همدې ډول ټولو ته د مالکیت احساس ورکړي.

د ښاغلي غني ولسمشري له نورو ټولو  ولسمشرانو څخه توپیر لري. ښاغلي غني غواړي چې ولس ته خدمت وکړي او د ولس په خوښه واوسي. خو د ده واکمني له نورو ولسمشرانو څخه زیات توپیر لري او له نورو پکې زیات هم بریالی برېښي. له نورو ولسمشرانو سره یې توپیر دا دې چې هغوی به په خپل زړه کار تر سره کاوه، او هغه کارونه به یې کول کوم کې چې د دوی ګټه وه، نه دې وطن. خو ښاغلي غني بیا د خپل ولس په مشوره او د هغوی په ملاتړ کارونه تر سره کوي. زیربنا او اساسي کارونو ته یې پام او تمرکز زیات دی.

نورو واکمنانو به هغه وخت ولس ته مراجع وکړه چې ولس ته به احتیاج شول، او د ولس ملاتړ ته به یې ضرورت پیدا کړ. په کوم کار کې به چې د دوی ښه نه کېده هغه کې به یې پر ولس غږ وکړ او کوم کار کې چې به د دوی ګټه وه په هغه به یې بیا دوهم کس هم نه خبرا وه،  ښاغلي غني د خپلې واکمنۍ له لومړيو نه چې په هر کار کې له ولس څخه مشوره اخيستې او تر نن ورځې یې ترې اخلي. دوی هم په خپل کار کې بیا بریالی شوی او کار یې سم پر مخ تللی. ښاغلی غني غواړي چې هیواد اباد کړي او ملت څه ته اړتیاوې لري چې د هغوی اړتیاوې پوره کړي. په همدې خاطر یې د هیواد څلور دېرش ولایتونو ته بار بار سفرونه وکړل. له عام ولس سره په عامه لهجه یې خبرې وکړې له هغوی څخه یې وغوښتل چې د هیواد د ابادولو لپاره راته مثبتې مشورې راکړئ. تر څو مونږه په ګډه کار وکړو چې هم وطن اباد کړو او هم خپل ژوند په ارامه سره تېر کړو.

ولسمشر غني د هیواد له ابادۍ او د ولس له هوساینې او سوکالۍ سره بې کچې مینه لري او د همدې مینې په خاطر شپه او ورځ نه یوازې کوښښ کوي، بلکې په دې برخه کې یې له ولسونو څخه هم غوښتنه داده چې د هیواد په ابادۍ کې خپل سهم ادا کړي او یوازې د حکومت او بهرنیو مرستو په تمه او هیله دې نه کېني.