پاکستان او ایران دې اوسنی افغانستان درک کړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر
ایران او پاکستان چې د افغانستان تر ټولو نيږدې ګاونډي هیوادونه دي. خو دواړو هیوادونو ایران او هم پاکستان د افغانستان ښه ندې غوښتې او تل یې په افغانستان کې ورانکاريانې او ډول ډول ظلمونه او وحشتونه تر سره کړي دي. لاسوهنې یې کړي، جنګي ډلې یې روزلي او تمویل کړي او لا هم په افغانستان کې د سولې، ثبات او پیاوړي مرکزي حکومت پلویان او غوښتونکي نه دي
.
افغانستان تل د دوی په ظلمونو، وحشتونو او لاسوهنو پټه خوله پاتې شوی وو، مګر دا ځل ولسمشر غني دا جرئت وکړ چې د دوی له دوه مخۍ پرده پورته کړي، هم یې دې هیوادونو او حکومتونو ته په واضح ویلي چې له لاسوهنې لاس واخلي او هم یې نړیوالو ته په اسنادو ثابته کړې چې د افغانستان په جنګ او ناامنۍ پاکستان او ایران دواړه مستقیم لاس لري.
تېرو حکومتونو یا له دوی سره د حساب او کتاب جرئت نه درلود، یا د دوی لاسپوڅي او کمزوري و او یا هم له دې وېرېدل چې که چېرې له دوی نه د ظلمونو، وحشتونو حساب غوښتلو نو هلته په هیواد کې پر مېشتو افغانانو باندې زور زیاتی کاوه. او هغوی یې بیا په خپل هیواد کې د اوسېدلو ځای نه ورکاوه. بیا مجبوره ول چې خپل هیواد ته راشي. او که هیواد ته راغلي وه په هیواد کې هم امنتي او اقتصادي اوضاع ښه نه وه. او له بلې خوا چې دوی هم راغلي ول نو افغانستان نور هم خراب کېده.
خو اوسني ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني بیا دا هر څه بدل کړ. له ګاونډوي هیوادونو څخه یې وغوښتل چې د افغانستان پر وړاندې د دښمنۍ پالیسي په دوستۍ او همکارۍ بدلې کړي، د سیمې له ثبات او پرمختګ سره مرسته وکړي، د سیمه ییزې ټلوالې برخه وګرځي او د افغانستان او سیمې له اقتصادي او نورو فرصتونو څخه معقوله استفاده وکړي.
ښاغلي غني دوی ته په ډاګه وویل چې افغانستان د هیچا د نفوذ ساحه او د ستراتیژیک عمق مرکز نه دی، افغانستان مستقل دی، افغانان خپلواک دي او ایران او پاکستان باید زموږ ملي اقتدار، حاکمیت او ملي خپلواکي ته درناوی ولري او د دولت په دولت اړیکو ته د ارزښت ورکولو او درناوي له لارې له غیر مسوولو وسله والو ګروپونو سره خپلې اړیکې پرې کړي او پر هغوی له بې ځایه پانګونې لاس واخلي. وسله والې او تروریستي ډلې دې د افغانستان پر ضد د فشار په توګه نه کاروي.
نن سبا موږ ګورو چې ګاونډي هیوادونو افغانستان ته څومره محتاج دې. ښاغلي غني لومړی یې پر دواړو هیوادونو اوبه ودرولې چې دواړو هیوادونه به د افغانستان اوبه خپلې اوبه ګڼلې او بېغمه به یې ترې ګټه پورته کوله. ښاغلي غني دا هر څه پرې ودرول. او بیا یې له هغوی سره یې سوداګریزه راکړه ورکړه بنده کړه پر ځای یې اروپايي هیوادونو سره خپل تجارت پیل کړ. چې په دې سره یې دواړو هیوادونو ته سخته اقتصادي ضربه واړه وله پاکستان خو یې ان په سرو سترګو کړ. چې نن په خپله افغانستان ته د ورولۍ زارئ کوي.