د سولې لاره پېچلې ده، خو ناشونې نه ده

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
جمهوررئیس غني نن په ارګ کې د اروپایي ټولنې پنځم کنفرانس ته د وینا پرمهال چې د فساد ضد په اړه جوړ شوی وو، وویل د سولې لاره ستونزمنه ده، کپرک لري، مګر په پیاوړې ارادې باید له دغو ستونزو، خنډونو او کپرک تېر شو او سولې ته ځان ورسوو، دا لاره به پېچلې وي، مګر ناشونې نه ده
.
سوله چې د ولسمشر غني د هڅو له برکته په ملي او بین المللي بحث بدله شوې ده، په دې وروستیو کې یې په اړه بېلابېلې غونډې جوړې شوې، وسله وال طالبان او افغان سیاسیون هم دوه درې ځله په دې اړه په مسکو او دوحه کې سره جرګه شول، خو کومې پایلې او پرېکړې ته ونه رسېدل، ځکه چې دوی نه د سولې غوښتونکي دي، نه سولې ته ژمن دي او نه هم د سولې لپاره اراده او برنامه لري.
سوله یوازې په شعارونو، خبرو، غونډو، مذاکراتو او ناستو نه راځي، که داسې راتللای، نو لا دوخته د کرزي په وخت کې به سوله راغلې وای، سوله اراده غواړي ، سوله برنامه غواړي ، سوله شجاعت غواړي، مګر ډېر دا اراده او شجاعت نه لري.
حکومت په ټوله مانا نه یوازې سولې ته ژمن دی، بلکې چمتو هم دی او که خدای کول د سولې د هغې لار نقشې پر مټ به چې ولسمشر غني په جنیوا کې نړیوالو ته اعلان کړه، هیواد ته سوله راستنه شي. باعزته او تلپاتې سوله، تر څو هم له یوې خوا جنګ پایته ورسېږي، له بل لوري مو هیوادوال د ارامۍ احساس وکړي او ترڅنګ یې خلکو ته د ارام او هوسا ژوند او باعزته کار زمینه برابره شي.
سره له دې چې هر ځل د سولې خبرې ګرمېږي، نو ورسره جوخت طالبان جنګ سختوي، په ښارونو او لویو لاریو کې پر ملکي وګړو بریدونه کوي، ښځې او ماشومان شهیدانوي او عامه تاسیسات ویجاړوي، مګر د دې ټولو باوجود لا هم حکومت له سولې څخه نهیلی نه دی او نه هم له سولې څخه د دغو وحشتونو او جنایتونو له امله انکاري شوی دی.
حکومت دا مني، ځکه ولسمشر غني لا وار دمخه وویل چې د سولې په وختونو کې جنګ شدت مومي، بریدونه زیاتېږي او دا هر څه د امتیاز ترلاسه کولو په موخه وي. وسله وال طالبان غواړي چې په دې ډول زیات امتیاز ترلاسه کړي، مګر د دوی دغه شوم ارمان به ځکه ترسره نشي، چې هیڅوک هم د افغان ښځې او ماشوم د وژنې په بدل کې هغوی ته امتیاز نشي ورکولی، دغه وړ کسان د امتیاز نه بلکې د مجازاتو مستحق دي او دوی باید شدید مجازات شي، تر څو په راتلونکي کې دغه ډول ناوړه اعمال ترسره نه کړي او د نورو لپاره باید عبرت وګرځي.
ولسمشر غني په پام کې لري چې په خپله پوهه، ژمنتیا، اراده او تعهد د سولې پېچلې او ستونزمنه لاره اسانه کړي او په دغه اغزنه لاره په تدبیراو پیاوړي هوډ داسې مزل وکړي چې ګران او جنګ ځپلی افغانستان سولې او ثبات ته ورسوي او زموږ هیوادوال چې د څلوېښت کالو جګړو سخت ځپلي دي د هوساینې او ارامۍ احساس وکړي.