اېمل پیاوړی
د افغان سرتېري او وسله والو طالبانو عمده توپیر دادی چې افغان سرتېری د هیواد د دفاع، د خلکو د ژغورنې، هغوی ته د ارام او سکون برابرولو او د ټولو تهدیدونو او ستونزو د ختمولو لپاره شپه او ورځ جنګېږي، خلکو ته د ارام او هوسا ژوند او کاروبار زمینې برابروي او هغوی ته دا حس ورکوي چې له کومې وېرې پرته باید ژوند او چارې پرمخ بوځي.