د ولسمشر غني بهرنی سیاست او فعاله ډيپلوماسي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
ولسمشر غني خپل بهرنی سیاست په پنځو کړیو کې ووېشه او بیا یې دغه کړۍ یو له بله سره ونښلولې. په ملي وحدت حکومت کې د افغانستان بهرنی سیاست د افغانستان په اساسي قانون کې د شرحه شوو اصولو پر بنسټ جوړ شو. حکومت په بهرني سیاست کې پنځه کاري کړۍ رامنځته کړې او له هېوادونو سره د همکارۍ چوکاټ یې منظم کړ، تر څو په عملي ډول د بهرني سیاست خپلواکي پیاوړې کړي
.
د بهرني سیاست د پنځو کړیو جوړول: د جمهوررئیس غني بهرنی سیاست په پنځو کړیو کې تنظیم کړی. لومړۍ کړۍ، شپږ ګاوندي هېوادونه؛ دویمه کړۍ، اسلامي نړۍ؛ درېیمه کړۍ، شمالي امریکا، اروپا، جاپان، استرالیا او د ناټو او آیساف غړي هېوادونه؛ څلورمه کړۍ، آسیا او پنځمه کړۍ نړیوال پرمختیایي سازمانونه، د ملګرو ملتونو سازمان، څو ملیتي شرکتونه، نړیواله مدني ټولنه او نور غیر حکومتي سازمانونه دي. د دغو کړیو جوړول د دې لامل شوي چې د ديپلوماسۍ دستګاه خپل کارونه د دغو کړیو له مخې جوړ او وڅاري، منسجم کار وکړي او لومړیتوبونو ته په کتو سره په پنځو واړو کړیو کې اړیکې پراخې شي.
حکومت په بهرني سیاست کې د خپلواکۍ پر اصل ځانګړی ټینګار کړی. له همدې امله یې د سیمې او نړۍ هیوادونو سره د دوه‌اړخیزو همکاریو څرنګوالي ته عملي بڼه ورکړه او له ستراتېژیکو شریکانو سره یې امنیتي هوکړه‌لیکونه لاس‌لیک کړل.
ولسمشر غني بار بار ویلي دي چې بهرنۍ بسپنې زموږ اوسني دردونه د اوږدمهال لپاره نشي تداوي کولای، نو په دې خاطر یې په بهرنیو مرستو او بسپنو د اتکا راکمولو لپاره د داخلي عوایدو په زیاتولو تمرکز وکړ او په دې برخه کې پام وړ پرمختګونه او لاسته راوړنې لري. له بل پلوه افغانستان په نړیوالو پېښو لکه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان (OIC) د مشرانو په فوق العاده ناسته کې د فلسطین او همدارنګه په چابهار بندر کې د ایران پر وړاندې د اقتصادي بندیزونو د معافیت په برخه کې رول ولوباوه او د افغانانو پر وړاندې یې د سي.آی.اې ځواکونو د ناوړه چلند د رپوټ په اړه  موقف ونیوه. د افغانستان په بهرني سیاست کې د عمل خپلواکي د دې لامل شوه چې د افغانستان پلاوی په نړیوالو ناستو کې د یوه خپلواک هېواد د مقام په توګه ګډون وکړي.
 
د سیمې او نړۍ په کچه د اړیکو او همکاریو پراختیا: د ۳۰۴ نړیوالو سندونو لاسلیکول چې ۸۲ یې په «رسمي جریده» کې هم خپاره شوي، له لرې او نږدې هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د افغانستان د هڅو ښکارندويي کوي. همدارنګه د دوه‌اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو او له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د ښو اړیکو د پراختیا له امله حکومت د سیاست، امنیت، اقتصاد، ټولنې او قانون د حاکمیت په برخه کې پیاوړی شوی دی.
ولسمشر غني په فعال بهرني سیاست او ډيپلوماسي سره د نړیوالو له سترګو لوېدونکی افغانستان یو ځل بیا د ټولو د محراق او توجه مرکز وګرځاوه او له افغانستان، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، انکشاف او نورو برخو کې یې د نړیوالې د همکارۍ ژمنې تازه کړې.