غني ځکه بې بدیله دی!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

غني په لومړي ګام کې د خپلې پوهې او نړیوالې تجربې له پلوه د سږکال د ولسمشریزو تاکنو د ټولو نوماندانو په منځ کې بې بدیله  دی، ځکه چې یو یې هم د ده هومره پوهه او تجربه نه لري. دویم دا چې غني د قاطعیت له پلوه هم له نورو ځانګړی دی، ښاغلي اتمر او نورو لا وار دمخه د ولسمشرۍ ټاکنو او څوکۍ باندې معامله کړې

او حتی د نظام د بدلون په ګډون یې قانوني او ټلوال خېلو ته لیکل ورکړي دي، مګر ولسمشر غني نه یوازې چې پرڅوکۍ یې کومه معامله نه ده کړې او نه یې کوي، بلکې ټول معامله ګر او مفسدین یې له ځانه څخه وشړل او هغوی ته یې په حکومت کې ځای ورنه کړ.

ښاغلی غني وطن ته د کار، خدمت، طرحو، برنامو او د کار د حوصلې او انرژۍ له  پلوه هم له نورو ځانګړی او بې بدیله دی، موږ او تاسو په تېرو پنځو کالو کې ولیدل چې نوموړي په سختو شرایطو کې تر بل هرپاچا او واکمن د هیواد ولایتونو ته ډېر سفرونه وکړل او لا هم لګیا دی ځکه وروستي ولایتي سفرونه یې تېره اونۍ کندهار او زابل ته وو. د نوموړي سیمه ییزې، زیربنا، انکشافي او نورې طرحې ټولو ته معلومې دي او د نوموړي د طرحو له برکته سیمه ییزه همکاري را پیل شوې او په دې برخه کې افغانستان له ډېرو محدودیتونو او خصوصا د پاکستان له انحصار څخه راوتلی دی.

په لومړیو کې به یې ویل چې غني بې حوصلې ده، مریض دی او د کار زغم به ونه لري، مرګ اوس ګورو چې د غني ټول مخالفین کرۍ ورځ داسې مسایل او نیوکې مطرح کوي چې هیڅ اخلاق یې نه ایجابوي او حتی د غني شخصي حریم ته ننوځي مګر غني ارام دی، غني هیڅ هم نه اوري او غني هیڅ هم نه وایي او نه کوم غبرګون ښیي، نو ځکه موږ وایوو چې غني بې بدیله دی.

د غني ځوان همکاران چې له ده سره کار کوي د ورځې دوه درې شفته کار کوي او د هر شفت لپاره تازه دمي ځوانان راځي، مګر غني نه ستړیا پېژني او نه هم بې حوصلې کېږي هره ورځ له کومې استثنی پرته شپاړس یا اتلس ساعته کار کوي، ځکه هغه غواړي چې څلوېښت کاله جګړو ځپلی هیواد چې څومره ژر شونې وي نو له اوسني بحران او ستونزو څخه وباسي، هغه وایي نورو د ورځې یو یا دوه ساعته کار کړی، نو د هغوی له لوري ضایع شوی وخت باید موږ جبران کړو.

په اوسنيو شرایطو کې چې افغانستان جګړو سخت ځپلي او په هره برخه کې زیاتې ستونزې موجودې دي د غني وجود غنیمت دی او دا باید پر افغان ولس الهي لورینه وګڼل شي، قدر یې وشي، همکاري ورسره وشي او ملاتړ یې وشي، ځکه که خدای کول د ولسمشر غني د فکر، پوهې، طرحو، برنامو، هلو ځلو ، قاطعیت او ګڼو هغو وړتیاوو او ځانګړنو له برکته به چې که خدای کول افغانستان له اوسني بحران څخه ووځي چې خدای تعالی په ولسمشر غني لورولي دي.