پاکستان به دښمني په همکاري بدلوي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ګلرحمن رحماني
ولسمشر غنی دا ځل پاکستان ته مطلق په اقتصادی دید او له یو پیاوړی موقف څخه سفر وکړ او ټول تمرکز یې پاکستان له اقتصادی ستونزو او پانګوالو ته ځینې سپارښتنې کول و، ځکه پاکستان په ډېر خراب وضعیت کې قرار لري ، پخوا پاکستان له افغانستان سره ډیر زیات تجارت درلوده، خو اوس دغه تجارت له نیمایې څخه زیات راښکته شوی علت یې دا ده چې پاکستان په افغانې مالونو له یوې خوا تعرفه زیاته کړه
او له بلې خوا یې د واګه بندر لار پری بنده کړه چې په همدی اساس ولسمشر غنی د افغانی مالونو نه پریښودو پر سر پر پاکستانی مالونو د افغانستان لار بنده کړه .
ولسمشر غنی په لاهور ښار کې له تجارانو سره وکتل او د لیدنی په صورت کې یې دوی ته ځینی سپارښتنی او پیغام ورساوه هغو ته یې وویل چې زه (افغان حکومت) ستاسو د کار اوبار دښمن نه یم بلکې زه راغلی یم چې ستاسو کاروباری ستونزی حل کړم دا ستاسو حکومت ده چې مشکلات یې درته جوړ کړی ، انرژی په منځنی اسیا کې ده او منځنی اسیا څخه انرژی د افغانستان له لاری راتللی شی او ستاسو مالونو ته بازارونه په منځنی اسیا کې دی خو لار یې پر موږ ده خو ستاسو حکومت باید ستاسو په مرسته د واګه بندر پرانیزی تر څو زموږ مالونه هند ته انتقال شی او ستاسو مالونه به منځنۍ اسیا ته انتقال شي چې لدی لاری به د دواړو هیوادونو له یوی خوا تجارتی اړیکی پیاوړی شی او له بلی خوا به د دواړو هیوادونو په عوایدو کې زیاتوالی راشی .
پاکستان په تیرو پنځو کلونو کې څو ځلی ولسمشر غنی ته د سفر بلنه ورکړه خو غنی هر ځل پاکستان ته په ډیپلوماټیکه ژبه همدا یو ځواب ورکاوه چې زما په هیواد کې هره ورځ انتحاری حملی کیږی اوس یې مناسب وخت نده ، خو اوس هم په هیواد کې حملی زیاتی دی خو اوس د جنګ میدان افغان ځواکونو ګټلی ده ، له بلی خوا د لویې جرګې په درویشت ماده ییز پریکړه لیک کې ګډونوالو ولسمشر ته یوه سپارښتنه کړی وه چې پاکستان د افغانستان د معضلی یو اړخ ده باید خبری ورسره وشی .
پاکستان په نړیواله کچه ډیر تبلیغات وکړل چې موږ له افغانستان سره مشکل حلوه خو دا افغانستان دی چې موږ سره مشکل نه حلوی په همدی اساس د غنی دا سفر ټوله نړی څاری او ورسره په راتلونکو پایلو ته یې منتظر دی .
ځینی شنونکې پدی باور دی چې د افغان ولسمشر د تګ د مثبتی نتیجی ضمانت غربی هیوادنو لکه امریکا ، بریتانیا او جرمنی کړی ځکه د دی هیوادنو ډيپلوماتانو له پاکستانی چارواکو سره څو ځلی لیدلی او له هغو څخه یې غوښتی که غواړی چې خپل اقتصادی حالت څخه ځان وژغوری باید له افغانستان سره اړیکې سمی کړی او له افغانستان سره په سوله کې ریښتنی همکاري وکړئ.
اوس نو د عمل ابتکار او واک د پاکستان په لاس کې ده چې خپلو تېرو ناوړه سیاستونو ته ادامه ورکوي او که پر ځان او خپل ولس د رحم له مخې د افغانستان پر وړاندې خپله دښمني په همکاري بدلوي؟