ولسمشرغني په کندهار کې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

 

تېره اونۍ ولسمشر غني د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته دوه ورځنی سفر وکړ، سره له دې چې له یوې خوا د کندهار هوا ګرمه وه او له بلې خوا امنیتي تهدیدونه موجود و، مګر ولسمشر غني د دې ټولو باوجود کندهار ته خپل سفر وکړ او د کندهار هوایي ډګر ته په رسېدو سره سم یې کندهار هوایي ډګر د احمدشاه بابا بین المللي هوایي ډګر ونوماوه.

نوموړي وویل، له دې وروسته به احمدشاه بابا بین المللي هوایي ډګر ته پاملرنه زیاته شي، پانګونه به ورباندې وشي او دا به په یو اقتصادي زون بدل شي، تر څو د لوی کندهار کرنیز محصولات له همدې نړیوال هوایي ډګر څخه نړیوالو بازارونو ته ورسېږي. هغه همدارنګه لارښوونه وکړه چې د هیواد په هوایي ډګرونو کې دې معلولین هم وي، تر څو خلک او نړۍ پوه شي چې موږ د اسلام او جهاد لپاره څومره قرباني ورکړې ده.

ولسمشر غني د دې ترڅنګ له احمدشاه بابا بین المللي ډګر څخه تر ښار پورې غځېدلې لویه لاره دخپلواکۍ او سولې د اتل شهید سترجنرال عبدالرازق خان اڅکزي په نوم ونوماوه او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د دغه سرک دواړو غاړو ته دې صنعتي پارکونه جوړ او متشبثینو ته په واک کې ورکړل شي چې هم د سرک غاړې ورسره ابادې شي او هم د کندهار په اقتصادي وده کې پام وړ رول ولري.

وروسته ولسمشر غني د لمریزې برېښنا د تولید دوه جلا شبکې چې د ۳۰ میګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري پرانیستلې او د کندهار خلکو ته یې وویل ستاسو سره لومړنۍ ژمنه دادی ترسره شوه، مګر د برېښنا په برخه کې نور اقدامات هم ترلاس لاندې دي او د کجکي له بیارغاونې سره به سل میګاواټه نوره برېښنا هم تولید شي او د کندهار د صنعت په برخه کې به لویه همکاري وشي.

د دې ترڅنګ ولسمشر غني په کندهار کې د بېلابېلو اقشارو او استازو په ګډون د کندهار ملکي او نظامي مسوولینو سره کاري او مشورتي غونډې لرلې او مسوولینو ته یې د چارو د ښه والي او د کندهار د امنیت او عمومي وضعیت د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې او هغوی یې دېته وهڅول چې خلکو ته د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې باید پام وړ اقدامات وکړي او د خلکو رضایت ترلاسه کړي.

جمهوررئیس غني وویل، د لوی احمدشاه بابا، میرویس نیکه، نازو انا، زرغونې انا او نورو ملي شخصیتونو دغه مېنه او ټاټوبی باید خپل پخواني عظمت ته ورستون شي او خلک باید ارام، هوسا او سوکاله ژوند ولري او هغوی ته د ښه ژوند تېرولو زمینې زیاتې شي.

د بېلابېلو اقشارو استازو خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل، جمهوررئیس هغوی ته ډاډ ورکړ چې د دوی غوښتنو ته به په وخت رسیدګي وشي او وړاندیزونه به یې د اړوندو ادارو له لارې په برنامو بدل او پر وخت تعقیب او تطبیق شي، ځکه د تاریخي کندهار د ولسونو اوسنی وضعیت په هیڅ صورت د منلو او قناعت وړ نه دی او باید په دې برخه کې پام وړ ښه والی راشي.