ولسمشر غني: که مې کمپاین کولای، نو د جرګې نوم مې نه ورکاوه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

 

د ۱۳۹۸ لمریز کال د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندانو د سولې مشورتي لویې جرګې پر وړاندې د مخالف دریځ نیولو او اعلانولو پرمهال مخکې له مخکې یاده جرګه بې ګټې او د ولسمشر غني یوه کمپایني هڅه وبلله. د دوی دغه ډول څرګندونې نه جرګې او هم افغان ولس ته توهین وو.

د دوی دا څرګندونې او تورونه ځکه بې اساسه دي چې په یاده جرګه کې د ملي شورا استازي، د ولایتي شوراګانو وکیلان او له ولسوالیو څخه منتخب شوي استازي ګډون کوي. اول خو د ملي شورا او ولایتي شوراګانو ټول استازي د ښاغلي غني پلویان نه دي، او که چېرې یې پلویان وي، نو بیا کمپاین ته څه اړتیا؟

دویم دا چې د سولې مشورتي لویې جرګې استازي د حکومت له لوري په انتصابي توګه نه دي رابلل شوي، بلکې په ولسوالیو او د ولایتونو په مرکزونو کې د ولس په مشوره او رایو انتخاب شوي دي او جرګې ته راغلي دي، نو دلته د کمپاین پوښتنه او نیوکه ولې او له کومه ځایه را پیدا کېږي.

خو اصل پوښتنه داده چې دغه نوماندان چې د دوی ګټې په جنګ او ناامنۍ کې خوندي دي او له بهرنیو هیوادونو او سفارتونو څخه امتیازات ترلاسه کوي دوی په هیڅ شرط هم په هیواد کې د سولې او ثبات تامین ته ژمن نه دي او له دې امله د سولې په برخه کې د دغه مهم ګام د اخیستو مخنیوی کوي، خو کله یې چې د مخنیوي وس ونه رسېده، نو د تورونو د پورې کولو هڅه یې پیل کړه، ولسمشر غني د سولې مشورتي لویې جرګې د پرانیستې پرمهال د ولس منتخبو استازو ته په وینا کې وویل: "من اینجا به  کمپاین نیامده ام و اگر کمپاین کنم اسمش را لویه جرگه نمیگذارم. من این عنعنه بسیار زیبا و مردم پسند را در پای کمپاین انتخاباتی خم نمی سازم  و بلندی و بزرگی آنرا احترام میگذارم.

 عادت به کار کج و غیر مستقیم نیز ندارم. شما از ۳۱ میلیون انسان این سرزمین نماینده گی میکنید و این ملت از واخان تا چاربرجک – از اسلام قلعه تا سپین بولدک و از اقینه و البرز تا سپین غر و رودات همه گوش به آواز شما استند. "

که چېرې په رښتیا هم ولسمشر غني له سولې مشورتي لویې جرګې څخه کمپایني استفاده کوي، نو بیا خو باید دغو نوماندانو فعال ګډون کړی وای او د جرګې په تالار کې یې ګام پر ګام د ولسمشر غني کسان څارلي وای او که دوی یې لیدلي وای چې واقعاً د جرګې د غړو تر منځ د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ولسمشر غني په ګټه کمپایني هڅې کوي، نو دوی به یې لاس په لاس نیولي وای، هم به یې له سند او ثبوت سره ولس ته ور پېژندلي وای او هم به یې د هغوی د کمپایني هڅو مخه نیولې وای، خو د دوی له څرګندونو او تحریم څخه معلومېږي چې دوی د ځان د پټولو لپاره مازې پلمې لټوي. دوی له ولس وېره لري، له ولس سره د مخامخېدو لپاره جرئت نه لري.