ولسمشر دوه میلیارده افغانۍ بودجه لا هم کوچیانو ته کافي نه بولي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

 

کوچیان د افغانستان محترم او محروم قشر دی. دوی د دې هیواد لپاره د سوداګرۍ، د سرحدونو د امنیت، مالدارۍ، غوښې او صادراتي اقلامو په برخه کې پام وړ خدمتونه کړي. دوی به د هیواد له سرحدونو څخه وتل او تر لیرې لیرې به یې کاروانونه تلل، پانګې او شتمنۍ یې لرلې، خو بدمرغې جګړې ورڅخه پانګې واخیستې، لارې او سرحدونه یې ورباندې وتړل

او وچکالۍ یې مالونه تلف کړل او دا مهال تر بل هر چا د کوچیانو ژوند په زیات کړاو تېرېږي، ځکه په تېرو دوه لسیزو کې د پرېمانه مرستو پرمهال د هیواد دغه مهم قشر په لوی لاس هېر شو او دوی ته هیڅ ډول پاملرنه ونشوه.

مګر سږکال ولسمشر غني نه یوازې دوی ته پاملرنه وکړه، بلکې د دوی په برخه کې یې دوه مهم ګامونه واخیستل، یو دا چې دوی یې عملا د ولسي تړون ملي پروګرام کې شامل کړل، چې د دغه پروګرام په اډانه کې به دوی ۹۰۲ انکشافي شوراګانې جوړوي، دوی ته تر ۲۰۲۲ کال پورې دېرش میلیارد ډالر ځانګړي شوي او همدارنګه د هر وزارت په بودجه کې دوی ته یو باب پرانیستل شوی او د لومړي ځل لپاره ورته دوه میلیارد افغانۍ بودجه ورکړل شوې. جمهوررئیس غني پرون په دې مناسبت په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل،

"له دې وروسته به هر وزارت او اداره د کوچیانو لپاره کار کوي او امنیتي ځواکونه به ستاسو امنیت ته ځانګړې پاملرنه کوي. د هر وزارت په بودجه کې کوچیانو ته یو باب ځانګړی شوی او د لومړي ځل لپاره د کوچیانو لپاره دوه میلیارده افغانۍ چې لا هم کافي نه دي ځانګړې شوي او دا به کال په کال زیاتېږي

د ولسي تړون ملي پروګرام په اډانه کې د کوچیانو د انکشافي شوراګانو له جوړولو وروسته هیڅ وزارت او اداره هم دا پلمه نشي کولی چې کوچیان مشخص ادرس نه لري او د همدغو شوراګانو له منځ څخه باید یوه واحده شورا د کوچیانو په استازیتوب په منظم ډول له کابینې سره په تماس کې وي
کوچیان یو قوم نه، بلکې لوی ټبر او د ملي وحدت استازي دي . د اوبو د مدیریت په څېر باید د افغانستان مالداري ته هم اساسي پاملرنه وشي. د وچکالیو او جګړو له امله د دوی زیاته برخه مالداري له منځه تللې، مګر د دې باوجود له دوی سره عدالت نه دی شوی او په تېرو دوه لسیزو کې هېر شوي او دا د منلو وړ نه ده. د کوچیانو په محرومیت د پوهېدو لپاره موږ یو ملي بحث ته اړتیا لرو
هر وزارت ته مې لارښوونه داده چې د کوچیانو لپاره خپل انکشافي پروګرامونه په درې اونیو کې له ماسره شریک کړي. ژر تر ژره د کوچیانو څړځایونو، د اوړي او ژمي مېنو کې د اوبو د اسانتیاو برابرول غواړم او همدارنګه په نویو ابادېدونکو ځمکو کې کوچیانو ته ځانګړې برخه غواړم او له ځمکو څخه د استفادې لپاره باید د دوی ځوانان وروزل شي.
د کوچیانو لپاره د وړو پروژو پرځای داسې ملي پروګرامونه غواړم چې د دوی مالداري په پښو ودرېږي او په ژوند کې یې اساسي بدلون راشي او همدارنګه یې باید نړیوالو مارکېټونو ته لاسرسی ممکن او اسانه شي.
لوړو زده کړو وزارت دې کوچي ځوانانو سره کانکور ته د تیاري او د تحصیلي بورسونو په برخه کې د مرستې پلان ژر تر ژره ترتیب او له جمهوري ریاست سره شریک کړي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې د کوچیانو د ژوند د بېلابېلو اړخونو، دودونو، ارزښتونو، مهارتونو، وړتیا او ځانګړنو په اړه هر اړخیز پروګرامونه جوړ او ځانګړې پاملرنه ورته وکړي
له دې وروسته باید کوچیانو ته په ملي غونډو او بحثونو کې ځانګړې ونډه ورکړل شي. د کوچیانو اړتیا او ستونزو ته په پام باید پنځه کلن انکشافي پلان ترتیب شي."