طالبانو بیا هم اوربند ونه مانه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

طالبان که چېرته په واقیعت سره غواړي چې افغانستان ته تل پاتې او با عزته سوله راشي، نو بیا ولې دوی د سولې لويې مشورتي جرګې د ګډونوالو او د افغان حکومت غوښتنه ونه منله او د اوربند له منلو یې مخ واړا وه. که چېرته طالبانو په واقیعت سره په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېښوده، نو باید د افغان حکومت د اوربند غوښتلو ته یې لبيک ویلي وای. که چېرته طالبانو اوربند منلی وای افغان حکومت ورسره اوربند ته چمتو و او پر وړاندې یې نه جنګېده.

او د روژې په مبارکه میاشت کې یوازې د خدای عبادت او  د وطن د نا امنیو په ختمولو یې فکر کولو. چې دا کار به د دواړو لورو هم د افغان حکومت او هم د طالبانو په ګټه و.

طالبان که له جګړې لاس په سر شي، دوی ته به دا معلومه شي چې له جګړې پرته ژوند څومره خوند لري او د اوربند په ختمېدو سره به یې له افغان حکومت سره بیا ځلي دایمي اوربند اعلان کړی و. او د افغان حکومت پر وړاندې به یې وسله نه پورته کوله. بلکې د افغان حکومت تر څنګ به یې له خپل وطن څخه دفاع کوله، او د افغانستان دښمن ته به یې غاښ ماتونکی ځواب ورکولو.

طالبانو په دې سره دا معلومه کړه چې دوی په خپل واک کې نه دي. له تېر کال راهيسې افغان حکومت او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ښاغلی خلیلزاد له طالب استازو او مشرانو سره کېناستلی او دواړو خواو افغان حکومت او طالبانو سولې ته غاړه ایښې. خو طالب مشران په خوله د سولې نارې وهي او په عمل کې بیا سوله نه غواړي، لکه څنګه چې دوی له افغان حکومت سره جګړه کوي. لا هم همغه شان دوی خپلو جګړو ته زور ورکړی. طالب مشران وايي چې مونږه له کوم هیواد او نه هم له کومې ځانګړې ډلې پورې تړاو لرو. مونږه خود مختاره یوه او خود مختاره به اوسو.

افغان حکومت بیا وايي چې طالبان هېڅ کله هم خود مختاره کېدای نشي. دوی د نورو په لمسون په هیواد کې جګړې ته دوام ورکوي او په بدل کې له هغوی پیسې اخلي. او ورته د ځانګړو عملیاتو لپاره ځانګړي ځایونه برابروي چې د هغوی د مرستې پرته هېڅ کله هم طالب نشي کولی چې جګړې ته داوم ورکړي. جګړه کې سپکې او درنې وسلې او نور اړین وسایل په کارېږي چې دا ټول یوازې نشي کېدلی. دوی حتمن ملاتړي لري چې د همدغو ملاتړو په لمسون جنګېږي.

د روژې د مبارکې میاشتې په رارسېدو سره ولسمشر محمد اشرف غني له طالب مشرانو وغوښتل چې حداقل په دې روژې مبارکه میاشت خو خپلې وسلې په ځمکه کېږدئ. او له جګړې لاس واخلی. په دې مبارکه میاشت کې د افغانانو په کورونو باندې ویرونه جوړ نشي. ښاغلي غني له طالبانو وغوښتل چې راشئ او اوربند وکړئ. او طالبانو یې په ځواب کې نه وویل. او دا یې وویل چې په روژه مبارکه میاشت کې جهاد ثواب لري، مونږه نشو کولی چې خپلې وسلې په ځمکه کېږدو او په ارامه کېنو.