پر وطن مئین غني

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

 

په خوله خو ټول د وطن د مینې او وطنپالنې چغې وهي، مګر وطنپالنه تشې د خولې خبرې او شعارونه نه دي. وطنپالنه کار، عمل او قرباني غواړي. ښاغلی غني په تنکي زلمیتابه کې د زده کړو په موخه له هیواده مساپر شو، خو چې را وګرځېده، نو د شوروي یرغل له امله یې کورنۍ کلابنده او خپله له هیواده ووت. بیا نو څلرویشت کاله جلا وطن و.

سره له دې چې ښاغلي غني په بهر کې د عزت کار او ژوند درلود، د نړۍ په معتبرو پوهنتونو کې یې د استاد ، نړیوال بانک او نورو مهمو نړیوالو بنسټونو کې یې د متخصص په توګه کار وکړ. د ارام او هوسا ژوند پرېمانه امکانات او اسانتیاوې یې لرلې، خو لا هم غني ارام نه و، ځکه هره لحظه او هره شیبه یې وطن او وطنوالو ته زړه ځورېده.

د سپتمبر د یوولسمې له پېښې وروسته چې په هیواد کې تحولات راغلل او د کار زمینه برابره شوه، نو ولسمشر غني د ګڼو نورو افغانانو برعکس سملاسي هیواد ته راستون شو او د ښاغلي کرزي په مشرۍ موقت حکومت سره یې له کوم معاش، امتیاز او لوړ منصب پرته دنده پیل کړه، ځکه د هغه اصلي موخه پیسې، امتیاز او کوم مقام نه، بلکې خپل هیواد او ولس ته کار او خدمت و.

د ولسمشر غني ګڼ نور ملګري او ټولګیوال چې بهرته د تلو فرصت یې وموند، نو لکه د هوا مرغان چې لاړل پسې لاړل، نو لا هم نه دي راستانه شوي، مګر ولسمشر غني له دوی ځانګړی دی. هغه له خپل وطن او ولس سره  رښتینې مینه لري او د دغې مینې د ثبوت لپاره یې دا دوه لسیزې تقریباً په هیواد کې مهمې دندې او مسوولیتونه ترسره او خدمتونه وکړل. د دې وطن بنسټونه یې بیا ورغاوول، د زورواکانو جلو یې ونیوه او هغو یې له ناړامۍ څخه را وګرځول.

د ښاغلي غني یوازینی ارمان همدا دی چې هیواد یې پرمختللی، له جګړې په  امن او باثباته وي، خلک یې په  هیواد کې د عزت او سرلوړۍ ژوند ولري او په همدې موخه هره ورځ شپاړس او ان اتلس ساعته منظم او پرلپسې کار کوي او هغه لا هم د دومره زیات کار باوجود په دغه زهیر عمر کې د ستړیا احساس نه کوي، ځکه هغه غواړي خپلې مینې ته چې د هیواد ابادي ده ځان ور نږدې کړي.

نوموړي په تېرو څلور نیمو کالو کې ډېر کار کړی او په بېلابېلو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري. لا یې هم پام پر کار او خدمت ور ټول دی او ترسره شوي کارونه کافي نه ګڼي، هغه وایي چې تېرو مشرانو په تېرو څلوېښتو کالو کې د ورځې دوه ساعته کار کړی او په میلیونونو ساعتونه ضایع شوي، نو له دې امله  باید دی اوږده ساعتونه کار وکړي، تر څو ضایع شوی وخت تر یوې اندازې جبران کړي.

ولسمشر غني ته دا مهال د ټول وطن او وطنوالو سترګې دي، ټول د هغه په کار، ژمنتیا، وړتیا او اراده باور لري او دوی داسې ګڼي چې که خدای کول ولسمشر غني به په خپل همت او کار سره دا وطن له  اوسنیو بدمرغیو او ناورینونو څخه ژغوري.