جمهوررئیس غني د سولې مشورتي جرګه پرانیسته

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

 

نن دوشنبه د سهار په نهه نیمو بجو ولسمشر غني د لویې جرګې تالار کې د سولې مشورتي لویه جرګه چې د هیواد له بېلابېلو ولایتونو او پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو ۳۲۰۰ منتخب استازي په کې ګډون لري، په خپلې وینا سره رسماً پرانیسته. نوموړي وویل، "تر هر څه اول غواړم، د سولې د دغې عظیمې لویې مشورتي جرگې هر یو غړي ته د بشریت د ستر لارښود،

تحفه وړاندې کړم. زما لپاره د ویاړ ځای دی چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډېرو محرومو او لرې پرتو ولسوالیو او کلیو څخه؛ د ټولو ښارونو، کلیو او ناحیو څخه؛  د افغاني ټولنې د هر نسل او هر قشر څخه، انتخابي استازي دلته د لویې جرگې په تالار کې د یو باعزته چتر لاندې راټول شوي دي. "

دا لومړی ځل دی چې په لویه جرګه کې د هیواد له ۲۳ بېلابېلو اقشارو څخه منتخب استازي ګډون کوي. د دوی دغه پراخ ګډون واقعاً د ښه راتلونکي زېری لرلی شي. ولسمشر غني وویل، "نن زه د لویې جرگې په دې تالار کې یو نوی افغانستان وینم. ځوان رهبران، ښځې او د ټولنې معزز دیني علما او سپین ږیري وینم. دا زما لپاره د ویاړ او خوښی ځای دی، چې د ټول افغانستان څخه د ولس درې زره استازي د یو با عزته چتر لاندې طالبانو سره د مذاکراتو د حدودو او چوکاټ ټاکلو په خاطر سره راټول شوي دي."

سوله چې د افغانانو تر ټولو لویه هیله ده، نو له دې امله د سولې هر ګام او اقدام په ډېر دقت او هیله مندۍ څاري، د ولسمشر په وینا: "نن د ټول ملت سترگې د سولې دغې عظیمې مشورتي جرګې ته دي."

ولسمشر غني په داسې وخت کې د سولې مشورتي لویه جرګه پرانیسته چې ګڼ سیاسي او جهادي مشران چې په فساد، زورواکۍ، جنګسالارۍ او نورو ناوړه کړنو تورن دي په جرګه کې حضور نه لري. دا لومړی ځل دی چې د ولس رښتیني او منتخب استازي د دوی له حضور پرته سره جرګه کېږي او په خپلو کې د ډېرې مهمې او ملي موضوع یانې سولې په اړه بحث او خبرې کوي.

دغو سیاسي ډلو او ټپلو لا وار دمخه د اعلامیو او څرګندونو له لارې نه یوازې د سولې مشورتي لویې جرګې سره خپل پرېکون اعلان کړی، بلکې دوی بېلابېل تورونه هم پورې کړي دی. دوی ویلي چې دا جرګه بې ګټې او د سولې پر وړاندې خنډ دی. دا کمپایني بڼه لري او بې ځایه د ولس او بیت المال پیسې لګول کېږي. دا د دوی شخصي او عقده یي نیوکې دي او ځینو خو یې په لومړیو کې د ولسمشر غني له لوري د دغې جرګې د رابللو له امله قدرداني کړې وه ښه بېلګه یې مخکېنی ولسمشر حامد کرزی دی ، مګر په دې وروستیو کې د دې جرګې پر وړاندې ودرېده او نه یې په کې ګډون وکړ او نه یې هم خپل پلویان ور پرېښودل.

د سولې مشورتي لویې جرګې جوړونکي او مسوولین وایي چې دغو مشرانو ته بې له هغې هم د جرګې د مېلمنو په توګه بلنه ورکول کېدله، دوی په بحثونو او تصامیمو کې رول نه درلود، نو ځکه به د دوی پرېکون او نه ګډون د جرګې په پرېکړو هیڅ ډول اغېز ونه لري.