حنیف اتمر څوک دی؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

لیکوال شرف الدین کاکړ

د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر چې د ملي یووالي د حکومت په ځانګړې توګه د ولسمشر غني تر ټولو باوري کس و او حتا داسې فکر کېده چې د هېواد ټولې چارې او اساسي تصامیم د اتمر په مشرۍ د ملي امنیت شورا له لوري نیول کېږي؛ له حقیقت څخه لرې نه وه.

اتمر د ولسمشر غني د واکمنۍ پر مهال تر ډېره خپل وخت د خپلو سیاسي رقیبانو ځپلو ته ځانګړی کړی و. له بده مرغه چې ډېری پښتانه د نوموړي د سیاسي دسیسو ښکار شول، د پښتنو مشرانو عزت یې لوټ کړ، له موقف او قدرت څخه په استفادې یې پښتنو مشرانو ته بېلابېلې دسیسې جوړې کړې او حتا ځینې پښتانه مشران د ده د مستقیمو او غیر مستقیمو دسیسو قرباني او خپل ژوندونه یې له لاسه ورکړل.

اوس مهال چې نوموړی د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشري کوي، غواړي د پښتون ولس سترګو ته یو ځل بیا خاورې ور وشیندي او یو ځل بیا د پښتنو مشرانو د ترور او سیاسي دسیسو موقع په لاس ورشي. نوموړي په خپل ټاکنیز ټکټ کې پښتون ضد او افغان ضد کړۍ را ټولې کړې دي او که وس یې ورسېږي د جمعیت او وحدت ګوندونو د خوشحاله ساتلو په پار د پښتنې مور عزت هم لوټ کوي.

اتمر دې په دې پوه شي چې نور د پښتون ولس ترور او شخصیت وژنه ختمه ده، نور به نه ځوان نسل په تا باور وکړي او نه به هم بیا د پښتنو د شخصیت وژنې او ترور موقع په لاس درشي. پښتانه چې عطاء نور او شمال ټلوالې ته ستا چاپلوسي وینې خجالت درباندې وباسي، پښتون ځوان چې د مزاري کثافاتو ته ستا چاپلوسي وینې درباندې شرمېږي.

ته په ټوله معنا پښتون ولس وپېژندې، تا پښتون ولس ترور کړ، نه یوازې چې سیاسي ترور دې وکړ بلکې د ډېریو هغو پښتنو مشرانو ژوندونه دې واخیستل چې سیاسي رقیبانو یې له سیوري ویره درلوده؛ تا سره اوس مهال یوازې بې شعوره پښتانه ولاړ دي او زه باوري یم چې د دې ځوانانو شعور به هم را ژوندی کېږي او ته به یوازې په میدان پاتې کېږي.

تا که په واقعي معنا په تېرو څلورو کلونو کې د پښتون لپاره کار کړی وای، نن به د پښتنو ژوند نسبتاً ارام و، تا که په واقعي معنا د پښتنو مشرانو لپاره سیاسي دسیسي نه وای جوړې کړې، نن به پښتون داسې دربدر او بې سرپرسته نه و، تا که په واقعي معنا په تېرو څلورو کلونو کې د پښتنو د یووالي او همغږۍ لپاره کار کړی و، نن به پښتون ټول تا سره ولاړ او اوږه په اوږه به درسره روان و.

موږ ستا شخصیت په یوه جمله کې داسې تعریفوو: (( اتمر هغه پښتون ضد څېره ده چې ډېری پښتانه مشران یې د خپلو سیاسي دسیسو قرباني کړل.))