د دوحې بین الافغاني غونډه ولې لغوه شوه؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

 

سره له دې چې دواړه لورو (طالبانو او افغان حکومت) په قطر هیواد کې په بین الافغاني مذاکراتو په پرنسیپ کې هوکړه کړې وه او دواړو لوریو د یادو مذاکراتو لپاره د خپلو پلاویو لېستونه هم ترتیب کړي و، خو د قطر دولت له لوري برابر شوي لېست دغه ناسته لغوه کړه.

افغان حکومت چې تل یې له طالبانو سره په بین الافغاني مذاکراتو ټینګار کړی او له هر هیواد څخه یې غوښتي چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنوي، تر څو د طالبانو ستونزې واوري . د بحث وړ مسایلو لېست او ورباندې مذاکرات وکړي او بالاخره ګډ تفاهم او تلپاتې سولې ته سره ورسېږي.

کله چې د افغان سیاسیونو او په قطر هیواد کې د طالبانو د سیاسې دفتر مشر عباس ستانکزي تر منځ په مسکو کې غونډه تر سره شوه، نو د هغې غونډې یوه لاسته راوړنه دا وه چې طالبان یې دېته مجبور کړل چې په افغانستان کې د ستونزې د حل لپاره افغان حکومت او طالبان بین الافغاني مذاکرات وکړي .

له اوږده ځنډ او ناندریو وروسته دواړه لورو (افغان حکومت او طالبانو) توافق وکړ چې دواړه لوري د خبرو لپاره استازي وټاکې تر څو په قطر هیواد کې د اپریل په ۱۹ مه نېټه بین الافغاني مذاکراتو کی ګډون وکړي او د طالبانو ستونزې ، مشکلات واوري او له حکومت سره یې شریک کړي .

د افغان حکومت له اړخه ۲۵۰ کسیزه ډله چې پکې د سیاسې ګوندونو استازي ، جهادی رهبران ، مېرمنې، حکومتي استازي او د مدني فعالانو استازي وټاکل شول، خو د طالبانوله لوري د ګډونوالو شمېر معلوم نه شو، مګر په دې منځ کې له ناستې یوه ورځ دمخه د قطر دولت یو مشترک لېست خپور کړ چې په هغه کې د طالبانو او دولت استازي شامل وو، مګر دولت دا لېست ځکه ونه منلو چې تر دې وړاندې دوی د سیاسیونو او بېلابېلو اقشارو په سلا یو لېست برابر کړی و .هر ځل چې افغان حکومت د سولې لپاره هلې ځلې شروع کړي، ځینو هیوادونو او په افغانستان کې ځینو کړیو د ناکامولو کوښښونه کړي ، دا ځل هم د قطر هیواد د مداخلې په صورت دغه غونډه لغوه اعلان شوه .

دا چی په قطر هیواد کې بین الافغانی مذاکرات لغوه اعلان شول او له افغان حکومت سره یې د سولی په باب خبري ونه ګړې، نو طالبان په دې لټه کې دي چې د قطر هیواد بدیل ولټوي ، په همدې هدف ځینې ناتائید شوي راپورونه وایي چی طالبانو ته دغو دریو هیوادونو (اندونیزیا ، برونای او ازبکستان) د دفتر د پرانیستلو وړاندیز کړی ، د دې امکان ډېر دی چې طالبان خپل سیاسې دفتر ازبکستان هیواد ته انتقال کړي.

لنډه دا چې ولس سوله غواړي، تلپاتې او باعزته سوله. د لېستونو برابرول، مذاکراتو ته زمینه سازي او نورې تخنیکي چارې په حکومت، طالبانو او منځګړو پورې اړه لري. هیله ده چې دوی د ولس هیلې او غوښتنې ته په درناوي د سولې مذاکراتو ته ژر تر ژره زمینه برابره کړي، تر څو د بدمرغه جګړې ټغر د تل لپاره ټول شي.