د سولې واک د امریکا نه، بلکې افغان دولت دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

 

د افغان سولي لپاره د طالبانو او امریکا تر منځ په قطرکې د خبرو شپږم پړاو د چهارشنبې په ورځ شروع شو او تر اوسه ادامه لري. د طالبانو له لوري د خبرو مشري په قطر هیواد کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر عباس ستانکزی کوي

او د امریکا له لوري د خبرو مشري زلمی خلیلزاد کوي . د دغو خبرو له پیل دمخه زلمي خلیلزاد ځینو هیوادونو ته سفرونه وکړل او له هغو هیوادونو یې غوښتنه وکړه تر څو په افغانستان کې د دایمي سولې راوستو لپاره همکاري وکړي چې طالبان دېته وهڅوي چې له افغان حکومت سره سرتاسري اوږدمهاله سوله وکړي .

امریکا او طالبانو په قطر کې د افغان سولې لپاره پنځه ځله خبري کړي چې دواړه لوري له دغو خبرو ډېر راضي ښکاري، ځکه طالبان وایي چي بهرنیو ځواکونو زموږ په غوښتنه شپني عملیات بند کړل خو حقیقت دا دی چې بهرنیو ځواکونو د افغان حکومت او ولس په غوښتنه د شپې عملیات بند کړل.

امریکا او طالبانو په قطرکې د خبرو په پینځم پړاو کې هم پر دغو موضوعاتو اوږد بحث او خبرې کړې وې خو کوم توافق ته پری ونه رسیدل ځکه دواړه لوري(د امریکا او طالبانو استازو) دا صلاحیت نه لري چې هر څه په خپل سر حل کړي، په همدې هدف دواړه لورو توافق کړی و چې باید هر څه له لوړپوړو چارواکو سره له مصلحت وروسته حل کړو .

امریکا او طالبان چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو باندې یې تېر ځل هم خبرې کړې وي او کومې موافقې ته ونه رسېدل،خو دا ځل د ځینو رسنیو د راپورونو پر اساس طالبانو او امریکایانو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو باندې موافقې ته نژدې شوی .

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د مهالوېش معلومول او په افغانستان کې د افغان حکومت، طالبانو او د بهرنیو ځواکونو له لوري پر اوربند هغه موضوعات دي چې دواړه لوري (امریکا او طالبان) پری جدي ټینګار کوي .

طالبان له امریکا څخه غواړي چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، خو امریکا له طالبانو څخه پر اوربند ټینګار کوي، د طالبانو د بهرنیو ځواکونو وتل او د امریکا پر اوربند ټینګار دوه هغه موضوعات دي چې بېلا بېل اړخونه لري، ځکه طالبان اوس هم د ډاکټر نجیب پشان موقع ته په طمعه دي، خو دا ځل عام ولس هوښیار شوی او هیڅکله به هغه اشخاص چې د دولت پر ضد جګړه کوي پرېنږدي .

د امریکا د اوربند په وړاندیز کې زلمی خلیلزاد ویلي که په افغانستان کې د سولی خبرو نتیجه ورکړه نو امریکا حاضره ده چې کرار کرار خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، خو شرط یې دا دی چې باید طالبان په افغانستان کې اوږدمهاله اوربند وکړي . له اوربند څخه موخه داده چې وسله وال طالبان به جګړه ودروي او له افغان دولت سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره به خپل پلاوی ټاکي او دوی به د اختلاف وړ مسایلو په اړه بحث او خبرې کوي او بالاخره به ګډ تفاهم ته سره رسېږي، د سولې تړون به لاسلیک کېږي او بیا به هغه د تړون د محتوا مطابق تطبیقېږي، ځکه د سولې صلاحیت له امریکا نه، بلکې افغان دولت سره دی.