ستا د سترګو په شین باغ کې
څو پیالې لرم که اخلې
ستا د شونډو میکدې کې
څو نشې لرم که اخلې
دنیا ټوله ویده شوې
تشه غېږ لرم که اخلې
له بڼو ستا که خوره شپه
ویښې شپې لرم که اخلې
د نن شپې غصه خیالونه
څو دانې لرم که اخلې
د ښایسته موسکا انځور دې
بې جوړې لرم که اخلې
تا څه چل کړی په زړه زما
اندیښنې لرم که اخلې
په ګلپاڼو کې یې نغاړم
ولولې لرم که اخلې
ډالۍ
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode