عبدالملک پرهیز
لکه مينه په زړه پایې
تل خیالونو کې زما یې
چې څپه د خیالو راشي
ته همیش په کې پیدا یې
چې سندره په زړه راشي
ته په شونډو کې زما یې
بې له تا ژوند څومره ګران دی
ته مې وینه ، ته مې سا يې
په دلیل يې نه پوهېږم
ته ښایسته له درست دنیا یې
داسې مینه پخوا نه وه
لکه نن چې ته زما یې
ته یو ښکلې ولوله یې
را خوره په روح زما یې
ستا په رنګ کې ډېر رنګونه
پلوشه د عشق رڼا یې
بل هیڅ نوم دومره خوږ نه دی
ته افغان وطن زما یې
ستا دا مینه چیرته وړي ما
راته ګران له هرې خوا یې
اوس باور زما ډېر پوخ دی
ښکلې ناوې د دنیا یې
له تا لرې بل وطن کې
لا څښتن مې د اروا یې
یو ارمان مې تل په زړه دی
چې سرلوړې په دنیا یې
که غزل مې خولې ته راشي
ته مضمون او محتوا یې
ته دې سوله کې تل اوسې
تل نیکمرغه په دنیا یې
وطن ته
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode