دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
نهمه برخه
ترهغو چې يودرته درې ښکاره نه شي نشه نه يې .(روسي)
له ډاکترانو نشه يان ډېردي .(فرانسه)
شراب څښل غمونه نه کموي ،بلکې خړوبوي يې.(انګلستان)
بې تندې يې څښو اواوهرځای مينه کوو داله نورو ژويو سره زموږ توپير دی.(فرانسوي)
ړومبی سړی يو جام څښي،بياهمغه جام يوبل جام څښي او بيا هغه جام سړی څښي.(جاپانی)
يوجام څښل شرم نه دی (ديوبوتل څښل بدرنګي او ديو يو لوښي څښل پېغوردی،ديوخُم څښل ګناه ده.) (ويندسوسيل [دنمارک ديولند په شمال کې يوټاپو]ژ)

ډېرکسان زما دڅښلو په هکله خبرې کوي اوزما ځواب تنده ده.(انګلستان)
بزه اوبو ته په زوربولی شې خواوبه پرې په زور نه شې څښلې.
اوښان له يو بل سره ګوپونه نه جنګوي.
په دار ځړول شوی تر هغو چې دارته يې اوبه نه وي رسېدلي نه ډوبېږي.(اووم پيدر)
اوبو اخيستی بَروزې ته هم لاس اچوي .(انګلستان)
سيند اخيستی اوبړيو ته هم لاس اچوي.(پښتوـ ژ)
اوبواخيستی تېرې تورې ته هم لاس اچوی.(روسي)
په ګيلاس کې له سمند نه ډېر ډوب شوي دي.(جرمني)
په وچه ځمکه ډوبېدل شرم دی.(پيدرلول)
که په برخه دې ډوبېدل و،نو په يوه څمڅۍ اوبو کې هم ډوبېږې.(زړه يهودي)
په مينه اوخوب کې هيڅ ناشوني نه دي.(هنګري)
خوب هغه څه راکوي چې دورځې يې ارمان کوو.(ترکيه)
په خوب کې پاچا، په ويښه مرئی.(هندي)
خوګ پيرګي په خوب ويني اوبَته دجوارووږي.(هنګري)
چرګ دچرګو دکوډلې خوب ويني.(افريقا)
دسهار خوب رښتيا کېږي.(ايتاليا)
په کوم خوب چې څوک پوه شوې نه وي،لکه کوم ليک چې چا نه وی لوستی.
(تالمول[ديهودو مذهبی کتاب]ژ)
که خوب اوخيال نه وای ،روح به دغريب بدن پريښی وای.
څوک چې دسرو زرو په کټ بدلېږي دالماسو خوب ويني .
۴۱
خوب دسيند دڅپو په څېروي.(سوېډن)
په خپل خوب باور کول دامانا لري چې ژوند دی په خوب تېر کړ.(چين)
چې سرنه وي خيالات هم نه وي .(افريقا-فولب)
څاڅکي په ډبره کې هم سوری کولې شي.(لاتين)
له څاڅکي څاڅکي داوبو بندجوړېږي.
وروستنی څاڅکی دپيالې اوبه تويوي.(انګلستان)
لکه په سمندرکې چې يوڅاڅکی وي.(بيبل)
دغرمې له پوره بوتل څښلونه دسهار څوڅاڅکی څښل غوره دي.(انګلستان)
چې پرما يوڅاڅکې کېږي نو پر هغه دې باران واوري.
کله برکشيش باران اوري مرستندوی ته يې هم دارې کېږي.
هغه نه په کټ کې په کاريږي اونه په ناسته..
هغه نه د شعردی اونه د ولسي کيسې.
دانه په خميره کې په کارېږی اونه به ډوډۍ کې.
چې دپلار له پاره کارېږي، نو زما له پاره هم کارېدی شي.(سوېډن)
چېرته چې کوترې وي،هلته نورې کوترې هم ورځي.(اووم پيدر)
چېرته چې کوترې وی ،هلته باښې هم وي.
څوک چې له ځان نه کوتره جوړوي باښه به يې خوري.
لکه باښه چې کوترې خوري،اوږدمښوکې هيلۍ چينډخه.(سوېډن)
چينډخې هم خوښۍ لري.
ايساره کوتره دازادې کوترې ته ورته غږ نه لري.(فرانسوی-ګويانا)
خوله ښايي ډېروخت وازه پاتې شي،ترڅو سره شوې مرغۍوخوري.(اووم پيدر)
پرخه هم پر چټلۍاوهم پر ګل کېني. (سوېډن)
دخوړوپر قوطۍ پرخه نه کېني.(دامريکا متحدايالتونه)
دچمن پرهرواښه پرخه کېني.(چين)
پرخه ژروچېږي.(افريقا- شونا)
بېعقلي هم دخدای سوغات دی،خوناسمه استفاده ترې مه کوه.(المان)
بېعقلی او کبر ديوې ونې مېوه ده.
خدای(ج) بې عقلي بخښي،خوبې عقلان نه .
بې عقله فکرونه ټول لري ،خوهوښياران يې پټ ساتي.
که بې عقلۍ درددرلودې نوډېرو به اوږدې چغې وهلی.
هوښياران خپل الواک(نظر)بدلوي خو ناپوهان تل په خپل نظرټينګ وي .(اسپانيا)
که کم عقلان نه وای هوښيارانوبه څه خوړل.(سوېلي امريکا)
۴۲
دبې عقلۍ دنقش لوبولو له پاره عقل په کاردی .
هغه دومره بې عقله نه دی څومره چې ښکاري.
کم عقلان تل نېکمرغه وي.(اوکراين)
هيڅوک دومره احمق نه دی،چې سندره ونه شي ويلې.
خدايان بې لامله دبې عقلۍخلاف په خپله جنګېږي.(لاتين)
څوک چې په ځوانۍ کې بې عقلي ونه کړی،به زړښت کې يې کوي.(سوېډن)
کم عقلان تل ښايسته ښځې لري.
سړی کولی شي بې عقلي په چوپتيا پټه کړي.
لنډی (چې کمه وده يې کړي وي)تل لنډوي که څه هم دغره په څوکه ودرېږي.(سوېډن)
لنډی که داوږده پراوږو تر دواړو وړاندی واټن ګوري.(لاتين)
ښه صفت په ميراث نه پاتې کېږي.(اووم فيدر)
غوره خوي ترخه جرړه خو خوږه مېوه لري.(اووم فيدر)
غوره خوي ترښايست ښه دی.(سوېډن)
غوره خوي د پېغلې(باکره نجلۍ)ښه جهېز دی.
غوره صفت په اعتدال کې وي.(لاتين)
غوره خوي له مړينې وروسته هم ژوندی وي.(لاتين)
غوره خوي تربټوې هم زيات دوام کوي.
غوره صفت هيڅکله نه زړېږي.(ناروې)
په غوره صفت وياړاوله ناوړه سره مينه کېدې شي.(المان)
ستر صفتونه ،ستر ې نيمګړتياوې.
ښه کارسړی زياتره دضرورت له مخې کوي.
له حيانه سره کېدل،دښځې دغوره صفت رنګ دی.
له غوره خوی پرته پرتم،لکه بې بويه ګلاب.
هغه داسې عمر ته رسېدلې،چې غوره خوي نورهيڅ صفت نه دی.
څوک چې ډېرصفت لري ډېرسياڼه( چوتار)هم وي.
يوازې ديوانسان ښه خوي له هغه سره دنورو مينه اوکرکه پېداکولی شي.
دغټو کسانو کارونه همېشه لوړ ارزول کېږي.(کاناډا- انګرېزي)
پېټی وړل له کتاب پرته زده کېږي.(سوېډن)
بدخوي مرئي بدچلنده بادار لري.
دبدوخويونو ميزان تل يوراز وي.
ناوړه خوي ځان دښه ارزښت په نامه زموږ ترزړه لاندې تېروي.
پرناوړه خوي سربېره بدرنګه هم ده ځکه يې ډولي کالي اغوستي.
۴۳
دناوړه خوي پټول څه خبره نه ده،خو په پټولو ترې څوک نه خلاصېږي.
هيڅ درنښت بې اندېښنې نه وي.
دسخته ده چې په یووخت هم شتمن وي اوهم پتمن(ددرناوي وړ).
په خواړو پسې هغه ښځې سرګردانه وي چې څښلي(شراب) يې نه وي.(پخوانی هندی)
در د له بړستن اوپوزي سره مرسته ده.(پيدر لول)
کله چې څوک وغځېږي نودبړستن په اوږدوالي پوهېدی شي.
ژوی/څاروی
څاروی له انسان پرته بل څښتن نه لري؛دازياتره ظالم وي.(سوېډن)
هرژوی له خپلې سوړې (يا کندې)رمباړې وهي.(سوېلي افريقا- ايسيکشوسا)
هر ژوی چې خپل عادت پرېږدي، دام نه پېژني.(افريقا- ميند)
بې غاښوژوي هم خواړه ترلاسه کولی شي.(اينديان)
ګوزن له خپلو ښکرونوسره ستونزه نه لري.(اندونيزيا- سونداني)
ګوزن وايي : که ډارېږي ښکرونه دې خړکېږي.(افريقا- ګوېبو)
کوچنی ګوزن دام هېروي،خودام کوچنی ګوزن نه هېروي.(ماليزيا)
يوې نجلۍ چې کله به ژوبڼ کې کرکديل(سمساره) وليدويې ويل: دارنګه ژوی هيڅکله نه موندل کېږي.
دروازه
که يوه دروازه سخته دننه ووهل شي (ټېل وهل شي) ،بله وازېږي.
څوک بايد دروازه داسې ونه تړي،چې څوک يې بيا برسېره نه کړی شي.
دچا چې پزه ددروازې منځ کې وي دروازه سخته نه پورې کوي.
په دروازه کې ترولاړتېرېدو ملاټيټول ښه دي.(اووم پيدر)
هغه په دروازه کې پرسروغورځېد.(سوېډن)
سړی بايد خلاصې دروازې دننه خوا ټېل نه وهي.
دروازه تر کور ښه مه جوړوه.(انګلستان)
لورګانې
لورګانې تر لمن لاندې توکي دي.(هاليند)
لورګانې اوهندارې تل په خطر کې دي.(سوېډن)
ډېرې لورګانې اوډېرې چرګې زولنې دي.
دشتمن لور اودغريب اس په کورکې نه زړېږي.
هغه چې لوريې برسرکوي له هغې سره لکه سور ګلاب ښکاري،اوهغه چې مور يې پرسرکوي لکه يوه کڅوړه چې وي.
که غواړې چې لور ولرې،نومور يې پېداکړه .
لور دمورجامې اغوندي اوزوي دپلار کارترسره کوي.(ناروې)
خدای چې پتمن سړي ته جزا ورکوي،نوښايسته لور ورکوي.(سوېډن)
۴۴
يوازنۍ لور ژر پېغله کېږي(بلوغ ته رسي).
له په دارځړېدلی زوي نه کورناسته(کورپاتې)لور ښه ده.
کوڼ
کاڼه کسان څه نه لري چې يوبل ته يې واوروي.
کوڼ بزګراودکورړنده مزدوره له يوبل سره ډېرکم جنجال کوي.(سوېډن)
له ګيتار غږولونه کڼو ته څه خوښی ده؟(ايسليند)
دکڼو غوږ ته ګړېدل بې ګټې دي.
تر هغه چې نه يې غواړي واوري بل زيات کوڼ نه شته.(ايټالوي)
کم عقل اوکم عقلي
کم عقل خبره په يو غوږ ننه باسي په بل يې باسي.(پيدرلول)
کم عقلان له هوښيارانو هيڅ نه زده کوي،هوښياران له کم عقلانو زيات څه زده کوي. (هاليند)
دکم عقلانوزړه په خوله کې وي،خوداسې ښيي چې خوله يې په زړه کې ده.(بيبل)
احمق ته سلا(مشوره) ورکول لکه بتې ته يخې اوبه شيندل .(پيدرلول)
دکم عقلانو په راتلوبازار شتمن کېږي.(پيدرلول)
که غواړې چې پرسرډبره ونه خورې،نو له احمق سره دډبرې په هکله مه غږېږه.(المان)
يواحمق تل ستراحمق پېداکوي،چې ده ته لوړ ګوري.(فرانسه)
هرکم عقل پر خپل لرګين اس(دلوبو سامان) خوښي مومي.(فرانسه)
ټول بې عقلان داحمقانو په خونو(دلېونوخونو)کې نه وي.اودلېونو په ټولوخونو کې هم ټول احمقان نه وي.(اسپانوي)
له يو څاروی سره اوسېدل ښه دی نه له دوه احمقانوسره.(اسپانوي)
چېرته چې کم عقل ناست وي،له سرمېزۍ نه مالوميږی.
دا اسانه چې هوښيارخپله هوښيارتيا پټه کړي ،تر دې چې احمق خپل حماقت پټ کړي.
احمق چې کله داتي(فيل)د غاښ هډوکی خړ نه کړی شي نو لرګې غوړوي.(حبشه-ګالا)
ناپوهان دپوهانو هنداره ده.
داسوچه بې عقلي ده چې هرې مږې ته يو پيشو پيداکړو.
دخپلې بې عقلۍ له کولونه دبې عقلۍ پېژندل سخت دي.
هغه چې له ناپوهۍ پرته کوم څه کوي،څومره چې فکر کوي هومره هوښيار نه دی.
لوړه(قَسم)‎
رښتيا اولوړه به ژردمېز سرته راشي (هګي مګۍ به ژر دميز سر ته راشي).(سوېډن)
غټ قسمونه ،غټ درواغ.
قسمونه يوازې لفظ دی ،او لفظ تش پوکی دی.(انګلستان)
يوقَسم هيڅکله ښه نه دی، دابې قَسمه ښه نه و(نه کېده).
هغه چې رښتيا وايي،ځان ته د قَسم خوړلوزحمت نه ورکوي.(يهودي)

 

 

 

۴۵

دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې