دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې متلونه او مقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دمحمد صفر خواريکښ ژباړه دريمه برخه
هرڅوک څلوروارثان لري:خداي(ج) يې ساه اخلي،ځمکه يې بدن اخلي،خپلوان يې جايداد او نړۍ يې شخصيت.
ښه خلک لمسي په ميرات پرېږدي.(بيبل)
زيات داوراوايرومرسته ده.
دتودوخې دميندلوله پاره بايد سړی په ايروکې سيخ ووهي.


اورتراوسه دايرولاندې پروت دی.(سوېډن)
ايرې داورماشومان دي.(ايرې داور زېږنده ده.)( آفريقا_بورا)
څوک چې غواړي اورولري دايرولاندې يې لټوي.(المان)
سړې ترهغې پورې ايره پوکوي ترڅوپه مخ يې سپرغۍ ورشي.

هغه چې خپلوان نه خوشالوي لکه په ايروکې چې پروت وي.(فيدر لول)
هغو ۍچې پزې کش کوي(راکاږي)ټول اسمأ نه لري.(دامريکا متحد ايالتونه)
سړې کولی شي ولامبي او ځان پاک کړي،خوڅوک خپل برخليک پاکولای شي. (هند_بهار)
ددې له پاره چې کوناټي موونه کرېږي،ښه ده چې په زړه کښتۍ کې ولامبئ.(اووم فيدر)

چې لامبې لوندېږې.(مالېزيا)
کوم قصاب چې نه لامبي ،هيڅ پېرونکي نه لري.( آفريقا_فولب)
څومره چې دبخار حمام کې زيات وخت تېرکړې هومره زيات بخار اخلې.(روسيه_ليويسک)
پلن کوناټي پراخ پطلون غواړي.(ايسليند)
دمېلمه کوناټي يې دکېناستو له پاره جوړکړي دي.(افريقا_ايلا)
څه شی چې سړی په شا ټېله کوي،مخې ته يې مومي.(فنليند)
څوک چې ددېوال شاته ولاړوي کوم بل شی نه شي ليدلی.(کوريا)
ترڅو پخه يې نه کړي،څوک ډوډۍ نه شي ترلاسه کولی.
نن دپخولوورځ ده سبا دڅکلو.(سوېډن)

۱۱
مور هره ورځ مربا لرونکی کيک نه پخوي. (روسيه)
هره ورځ اختر نه دی چې کولچې وخورې.(افغانستان_دري) [ژ]
مور هره ورځ پخلی نه کوي.(سوېډن)
هره ورځ دپخلي ورځ نه وي، ځينې ورځې دسپماوي.
پوخ يې کړه څو چې نغری تود وي.(ايران_پاړسي)
چې نه يې شی پخولی ،تنور ته غټه ډوډۍ مه وروړه.
له کوچنۍ پېړې نه غټه ډوډۍ مه جوړوه.
په پردي وطن کې هم ښه ډوډۍ پخېدی شي.(اووم فيدر)
سړې له هغو وړو ډوډۍ پخوي چې لري يې.
هغه يو کرت خپل کيک پوره پخولی شي.
چې څوک دډوډۍ بوې نه شي زغملی،له پخلنځي بهر وځي.
ډوډۍ پخوونکی په ډوډيو کې ناست وي.
دډوډۍ پخوونکي ماشوم ته دډوډۍ ورکولو اړه نه شته.(ناروې)
سړی بايد دډوډۍ پخوونکي ماشوم ته سپينه ډوډۍ ورنه کړي.
وروسته
وروسته موږ ټول هوښياران ياستو.
هغوۍ چې وروسته راځي،له يوڅيز سره راځي.(دنمارک _شيليند)
ښه فکر وروسته راځي.(سوېډن)
دااسانه ده چې په خپلو کړووروسته پوه شی.
غېبت کوونکی اوچُغل
غېبت دغر له وړلوهم دروند دی.(ترکيه)
غېبت دهګۍ په شان دی چې وازه شي راوځي وزرې پېدا کوي.(ملغاسي)
دغېبت کونکي کتل له خاموشۍ سره وي.(انګلستان)
د آزادغېبت کولو ترڅنګ يوڅه موجود وي.(اووم فيدر)
غېبت کوونکی دبې ګناهۍ له پاره جرأت له لاسه ورکوي.(فرانسه)
چُغل دهغه څه چيغې وهي چې باور پرې نه لري.(بيبل)

۱۲

دچُغل خبره لکه دخوږې مړۍ په شان دګېډې تل ته تېرېږي.(بيبل)
دچُغل په ژبه شيطان ناست دی.
چُغل کلي ورانوي جذامي ډنډ ککړوي.(هند_هندي)
چُغل به هيڅ نه وای که چاورته غوږ نه ايښودی.(سوېډن)
دکيلي په سوري کې غوږ کښېږده چې ستا ګاونډي ستا په باب څه وايي.(هسپانوي)
ته چې په بل چا پسې خراب څه وايې،وايې چې ته څوک يې.( آفريقا_بانتو)
چُغل چې هر څومره لوړشي حقيقت به دځان له پاسه وګوري.(عربي)
سړی چې بل رنګوي پخپله نه سپينېږي.
داغوره ده چې سړی ګونګ وي،تردې چې د بل چا سپکه ووايي.
دشمال بادباران رابولي،غېبت کوونکی غوسه.
نېزه
دنېزوسرونه ښه دي، خو دکېناستو له پاره نه.(فرانسه)
نېزه بد دليل دی.
مخکې تردې چې دغونډۍ سرته وخېژی دسلام چيغې مه وهه.
دهغه له پاره دغونډۍ بېخ ته لاړ.
په لوړې غونډۍ قوي شمال لګېږي.
کله چې د باکوس (دشرابوالهه) شمال تراوره رسېږي،وينوس(دستوري نوم)دنغري تر څنګ کښېني.
(لاتين)
باکوس له پنتون (دستوري نوم) نه زيات کسان ډوب کړي دي.(لاتين)
هغه چې ښه زېری يې راوړی دی په جرأت دروازه ټکوي.
سلماني
هغه چې ويښتان نه خريي ځان نه سُنتوي . (سوماليا)
له خراب سلماني نه ،نه ويښتان پاتې کېږي نه پوټکی. (هسپانوي)
هيڅ سلماني داسې سم کارنه کوي ،چې بل ته څه پاتې نه شي.(انګلستان)
سلماني خپل مسلک په ساده ګانو زده کوي.(انګلستان)

۱۳
څوک چې دلرګي کښتۍ انتخابوي نووچوي يې.
سړی بايددکښتۍ اولرګی ترمنځ لاړ نه شي.
خپله سينه بوې کړه نو پرما به هيڅ غوسه نه شې.(اووم فيدر)
دخپل ماشوم په لاس راوړل،خپل ماشوم کلک نيول.
زغم په کورکې پېل کېږي.(انګلستان)
زغم اړتيااولېوالتيا ته ګوري نه دهغه له پاره څه دليل ته .
زغم لرل شتمني راوړي اوکنجوستيا بېوزلي سپما کوي .
ماشوم
ماشوم په نوي کورکې يو ځورونکی ګډاوسېدونکی دی.(اووم فيدر)
ماشوم بايد خاپوړې وکړي چې سم تګ ورته اسان شي.(فيدر لول)
يو ماشوم تر خوسي ښه دی.
ماشوم پريښته ده که وزرونه يې ورو ورو راټوکېدی،لکه هډوکي يې چې وده کوي.(فرانسه)
ماشومان وده کوي ،خونه پطلونونه.(ايسليند)
يوازنی ماشوم تر يوازني آس ښه وي.
يوازنی ماشوم ، خوږ ماشوم دی.
يوازنی ماشوم ډېرځل يوازنۍ چټلي ده.
يوازنی ماشوم ډېرکم ملاتړدی.(ايسليند)
کوچنی ماشوم دزړه ماشوم دی.
کوچنی ماشوم پر کورحکومت کوي.
ژړاندوک ماشوم سندريزتی روي.
جنجالي ماشوم په ناخوښۍ ديو څيز ځيرنی لټون کوي.
سوی ماشوم له اوره ليرې (وړاندې)کېږي.
هغه ماشوم چې فقط په کور کې اوسېږي لنډفکره غټېږي.(ايسليند)
ناروغ ماشوم،ګران ماشوم.
څومره چې پرماشوم زړه سوی کوی،هومره زيات ژاړي.
ماشوم پرېږده چې خپله خوښه وکړي نو بيا نه ژاړي.

۱۴
ماشوم دنارينه له پاره پلار دی.
په کال کې يوماشوم اودورځې يوه سبوس لرونکې ډوډۍ زيات نه دي،خوسړی ډکوي.
ماشوم دخپلې خېټې په اندازه نه پوهېږي.(سوېډن)
دماشوم ګېډه ړنده ده.(فيدرلول)
څوک بايد ماشوم دتشناب اوبوته ونه غورځوي.
کله چې سړې ماشوم په لاس کې نيسي مور يې په زړه کې نيسي.
هغه چې دماشوم پزه پاکوي ،مور يې په مخ ښکلوي.
دماشوم په کونه اودشپې په درمندباور نه شي کېدی.
هغه لا تر اوسه خپل دماشومتوب بوټانوکې قدم نه دی ايښی .
بيزوګانې په خواړوسره وهي،خودخطرپه مهال له يوبل سره مرسته کوي.(افريقا- بانتو)
دوعا(عبادت) اوکاروکړه.(لاتين)
ګدايي له کاره سخته ده.
هغه يې دخپلې ناروغه ترور له پاره غواړي (ګدايي کوي).
تېرايستل
ځلول،تېرايستل.
سړی خلک تېر ايستلی شي خوخدای نه شي.
نړۍ به تېروځي.(لاتين)
څوک چې يو ځل تېروتلي وي ،همېشه شک کوي.(سوېډن)
له يوځل تېروتلي سره بايد مرسته وشي،دويم ځل تېروتی ورټل شي،اودريم ځل چې تېروځي بايد
د مسخره په توګه وساتل شي.(سوېډن)
هغه څوک چې تا يوځل تېر باسي،تااحمقوي،که بيا دې تېر باسي، تاهوښياروي.(ناروې)
که څوک مايوځل تېرباسي نوهغه بايدوشرمېږي،اوکه دوه کرته مې تېرباسي نوزه بايدوشرمېږم. (انګلستان)
هغه چې نه غواړي تېرايستل شي ښايي دسردويښتانو په شمېر سترګې ولري.( آلمان)
ته خپل آمران تېرايستلی شې ،نه مادونان.(چين)
بل هيڅوک نه شته چې تر ځان اسان تېرايستل شي.(انګلستان)
دتېروتلو ډاډمنه لار داده چې څوک ځان ترنورو هو ښيار وګڼي.(فرانسه)

 

 

۱۵

 

تیره برخه