له دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې٩٠٠٠ متلونه اومقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

راټولوونکي :اولِ کارګ
دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
کوپنهاګن
ړومبۍ برخه
دژباړن پېليزې خبرې
يومهال دخپل خوارجيب دحال برابر په زړواودويم لاس دنمارکي کتابونوکې دخپل مسلک او ذوق برابر دزړه پورې کتابونوپه لټه کې وم چې په يو کتاب مې سترګې ولګېدې چې سرليک يې  راله زړه وېوړ.پردغه ارزښتناکه خزانه داسرليک کښل شوي و:

متــــــــلونه
ددي دوه ټوکيز کتاب دواړه ټوکه مې واردواره راواخيستل ،دکتاب پلورونکې  مېرمن خوا ته ورغلم .دبيې له پوښتنې سره سم ماځان چنووهلو ته جوړوه چې پلورنکې زما دجيب له حاله هم داسې ټيټه  بيه راته وويله چې له چنووهلو يې بې غمه کړم

اوکتاب مې وپېره .کورته له راتګ سره سم  ترڅو چې مې مېرمن اودجلاوطنۍاوپرديسۍدپيکه اوستونزمن ژوندمهربانه ملګرې دخوراک اوڅښاک لورينه راباندې کوله ماپه بيړه بيړه دکتاب  سريزه اودکتاب دپوښ په وروستي مخ ليکل شوي مالومات لوستلی و.

دکتاب دمنځ پاڼو په لوستلو مې سرخلاص شوچې دومره مېړنی نه يم چې له سيندياسمندرګي (قاموس) کارولوپرته دکتاب په ټوله منځپانګه پوه شم.په هرحال زموږدخپلې خوږې پښتوژبې متل دی چې وايي: “دنوي منګي اوبه خوږې وي.” نومادنويومالوماتو تږي هم وپتېله چې ددغه نوي منګي اوبه وڅښم .

الف
په دې کتاب کې۹٠٠٠ نوي او زاړه په زړه پورې متلونه اومقولې دنړی له دوه سوه نه زياتوهېوادونو
او ژبو څخه  له ايسليندنه تر نوي زيلاند،اوله چين نه ترامريکې پورې راټول اودنمارکي ته ژباړل
شوي دي.ډېرپخواني يې څلور _پنځه زره کاله زاړ ه او ډېر نوي يې دشلمې پيړۍ دي.
په دغه ټکو په پوهېدوسره راته سملاسي دافکر پېدا شوچې له لوستلوسره غبرګ يې خپلې خوږې پښتوژبې ته هم وژباړم،اوپه دې توګه د خپل پښتون ولس اودپښتوژبې مينه والوپه تنده ماتولوکې خپله پازه ترسره کړم.
دکتاب څه ناڅه  ۶۰مخونه مې ژباړلي ول چې يوبل ډېر اړين کاريانې دنمارکي ــ پښتو سمندرګي کار – چې د۲۰۱۰ زکال په ړومبۍ نيماي کې له چاپه راووت ـ له امله رانه دمتلونو کتاب لوستل او ژباړل پاتې شول. اوس پرناوزګارتيا سربېره له بده مرغه روغتيايي ستونزې مې هم دلارې خنډ کېږي .خودغه روغتيايي ستونزه هرمهال دا خبرداری هم راکوی چې ؛ګواکې دشمارورځې دي او “عمر دژمي مازيګر دی تېر به شينه ”.نو که دې څه قلمي چوپړ په وس پوره وي شابه !
نودادی ستاسوپه وړاندې هغه کړی کار. که لوي څښتن (ج)غوښتل او ژوند لږڅه پايښت وموندنو نورې برخې به هم په پرله پسې توګه دخپلې خوږې ژبې مينه والو ته وخت په وخت ډالۍ کوم.
ديادونې وړده ؛څرنګه چې کتاب په دنمارکي ليکل شوی نومتلونه اوګړنې(مقولې) ددنمارکي ژبې دابېڅې له مخې اوډل شوي دي.خو به پښتو يې دکتاب ددواړو ټوکو له بشپړې ژباړې پرته دابېڅې  په ترتيب اوډل ناسم اوناشوني دي.

محمدصفرخواريکښ
ب
الف
کله چې سړي وويل الف نو ب هم بايدووايي.
نوم دی ژ.)کله چې په زړه برابر څه وڅښي ښې ورځې لري. (سوېډني) Aborre ابور(
کله چې ابراهم راشي سارا ناڅي.(ابراهم اوسارا دواړه يهودي نومونه دي. ژ.)
ادم اوحوا
ادم کولای شي چې يوه حوا ولري.(سوېډن)
ادم ګناه پر حوا واچوله او حوا پر مار.(بيبل)
حوا بايد پېدا شوې واې ترڅوادم دملامتيا اچولو له پاره څوک لرلی.(ايتاليا)
کله چې حوا دانځر پاڼه کېښوده ادم چوتی واغوست.
ژوندکول حوا دهغه انځر پاڼې لاندې څه لرل.(سوېډن)
موږ ټول دادم اولاد ياستو،اودټولو مربايي کيک خوښيږي .
موږ ټول دادم اوحوا اولادياستو ،دالباس دی چې موږله يوبل سره توپيروي.(هسپانيا)
ادم څومره وخت په جنت کې ؤ؟
کله چې ادم ځمکه کيندله او حوا اوبدل کول څوک اشراف نه ؤ؟(سوېډن)
ادم تبر پېدا کړ او حوا ټال ځکه موږ ټول اشراف شو.
خبره منل
هغه څوک چې خبره نه مني،نوهيڅکله دې امرهم نه کوي.
هغوۍ چې خبره نه مني نو ښايي له کړاو سره مخ شي.
هيڅوک نه غواړي دبرابر سړي خبره ومني.
بيزو
ټول بيزوپېژني،بيزوهيڅوک نه پېژني.
بيزو،بيزوده که څه هم بخمل اوورېښم واغوندي. (سوېډن)
بيزو خپله شا نه شي ليدلې،هغه دګاونډي شا ګوري.( آفريقا_سواحلي)
بيزو هيڅکله خپل ملګري ته ونه ويل چې :کونه دې سره ده. (هندي_کشميري)
بيزو هيڅکله له بيزو نه بل څه ته ورته نه ده،که څه هم دداکتر شپو(خولۍ) پر سرکړي.(انګلستان)
داوږدولکيو لرونکې بيزوګانې بايد هيڅکله پراورونه دانګي.(ګويانا_فرانسوي)

۱

که غواړې له بيزو سره ټوکې وکړه،خوله لکۍسره يې هيڅکله لوبې مه کوه.(هايتې _فرانسوي)
کېداې شي بيزوهم له ونې راوغورځېږي.(جاپان)
بيزو ته يې ورزده کوې چې څرنګه وخېژي؟( آ فريقا_سيچونا)
زړه بيزو نڅا نه شي زده کولی.(عربي)
باويانې(يوډول بيزوګانې دي) دخوړو له پاره له يوبل سره وهي ،خودخطر په وخت کې له يو بل سره مرسته کوي.( آفريقا_بانتو)
زړه بيزو دڅېرې کيندل(په لرګي کې)نه شي زده کولې.(لوکزامبورګ_ آ لمان)
کله چې دبيزو لاس مېوې ته نه رسېږي، وايي ميوه تروه ده.(آفريقا_فولب)
ټول غواړي دپاچا مسخره او دملکې بيزوته سوغات ورکړي.)سوېډن)
بيزو چې هرچېرته مړه شوې وي،بياهم بيزوده.(افريقا_کانګو)
بيزو که ورېښم اغوستي وي بيا هم پېژندل کېږي چې بيزو ده.(هسپانيا)
چې بيزو نه وي پاڅېدلی،څوک نه پوهېږي چې کونه يې څرنګه ښکاري.(سوېډن)
زاړه بيزوګان،ځوان کشيشان اووحشي ژوي بايد څوک دباکره نجونو ځاې کې بند نه کړي.(سويډن)
يوه بيزو له بلې نه دستړيا ايستلوارګمی اخلي.
پتمن
پتمن ژمنوي. (فرانسه)
پتمن له کاره پېژندل کېږي.(فليپين)
پتمن دپتمن کړه لري.(جرمني)
پتمن له ښه خوي پرته يو بې رڼا څراغ دی.
پتمن(اشراف) چې وږسترګی وي مرئې دی.اومرئې چې قناعت ولري پتمن دی. (عربي)
دپتمن پېسې غلا کړه خوسپکاوی يې مه کوه.(چين)
که پتمن خوارګڼې ،څارنه يې کوه؛که غواړې پری ووياړې په خپل حماقت پام کوه. (عربي)
کله چې داشرافو خپلوان احمق وي سړی وايي هغه نشه دی.(آ فريقا-اشانتي)
له نوي اشراف (شتمن )اوزوړ ګدا سره پام (احتياط)کوه.(رومانيايي)
موږ ټول په وروستۍ ورځ پتمن او اشراف ياستو.

۲
مدافع وکيلان
وکيلان اودماشين څرخونه بايدغوړکړل شي.(جرمني)
وکيلان لکه ګاډيوانان نه دي،دوۍ مخکې له دې چې کار پېل کړي دڅښاک پېسې غواړي.(امريکا)
له ځوان وکيل سره ميرات له لاسه وځي او له ځوان ډاکتر سره روغتيا.(سوېډن)
وکيل خراب ګاونډي دی.(فرانسوي)
ډېر ښه وکيل ډېرخراب ګاونډي دی.(سوېډن)
ناپوه  اوسرټمبه کسان دوکيلانو جېبونه ډکوي.(انګلستان)
که زه او ته راځي ،حاجت نه شته دقاضي.(افغانستان)
شيطان ويلي:فضيلت ددوه وکيلانو په مينځ کې پروت دی.
قانونپوه يو خراب عيسوي دی.(سوېډن)
دوکيلانو کور دټګۍ پر ستنو ولاړ دی.(انګليسي)
له بده مرغه قاضي دهغه وکيل دی.(...)
وکيلان اوسرتېري دشيطان يو راز انډيوالان دي.(سوېډن)
هغه چې د وکيل له راز نه ځان خبروي بايد ه ښځه له ځان سره بوزي.(ناروې)
وکيل يې ليکي او ليکي مګر تل ستا پرپوستکي.(اوکرائين)
چې کروندې ته سره ورکړ شي نو بزګر موړ شي.(سوېډن)
کوم کښت چې زياته سره واخلي نوزيات واښه کوي.
کله چې دبزګر چرګ نارې وهي ،دباران خبر ورکوي ،خو ښه فال دادی چې واوري.                                                                                                                                                (امريکايي_هسپانوي)     
دغوايي له مخې ،د آس له شا نه اودټګ سړي د ټولو اړخونو نه ځان ساته.(روسيه)
که دايو بادرنګ وي نو په هر صورت له لومړي سره پېژندل کېږي.(عراق)
خالي غوجل تقريباً په هوا کې وي.(روسي)
بې مېوې لرګی نيغ وي ،مېوه لرونکی ځان کږوي.
که البانيايي دې دوست شونو په لاس کې هرومروډانګی (سوټی) ساته.(يونان)

۳


زړښت
زړښت دې له خرابۍ څخه نه ساتي،خوله مورولۍ نه دې ساتي.(سوېډن)
دزړښت ښه والی(فضيلت)په جګه بيه پېرودل دي.
زړښت دناروغانو سالون دی،چې دټولو ناروغيو هرکلی کوي.(جرمني)
زړښت زيات سپينوالی لري ،خو کم مهربان وي.
زړښت دسفر ډېرخراب ملګری دی.
زړښت بې بلنې راځي .(زړښت نابللی مېلمه دی.) (جرمني)
دزړښت پېټی تر ټولو درونددی.
زړښت خبرلوڅي(پرحرفي)ده.(لاتين)
کله چې څوک زوړ شي هم لږ ساده کېږي او هم لږ هوښيارېږي.(فرانسه)
هيڅکله
څوک بايد هيڅکله هم هيڅکله ونه وايي
هيڅوک دخپلې ودې له پاره يوفټ(داوږدوالي داندازه کولو واحد)نه شي ايښودلی.
دوه واحده يوه جوړه کېږي.
هغه چې هرچېرته راځي کم ښه راځي.(هغه چې هرکله پېښېږي کم ښه وي.
کرکديل
کرکديل هګۍ اچوي خو مارغه نه دی.(جمايکا)
که کرکديل ووايي چې جېبه ژوره ده باور پرې وکړه. (جمايکا)
کتاب
انسان يې کتاب جوړوي خدای اقليم.(سوېډن)
جديت ستا دحماقت سپردی.ټوکه کول يوبل جديت دی.
څټک اوسندان وګوره.
داسې باوري لکه امين په کليسا کې.
تی(سينه)
دهغه تی( سينه) دماشوم له امله خوښېږي.
دهغه ماشوم دتي له امله خوښېږي.

۴
هغه له تي سره دعشق له امله ماشوم ښکلوي.(سکاتليند)
کله چې ماشوم له تي بېل شي ،تی بېکارېږي.
څومره چې يوه هيلۍ ځان پورته کولای شي بته يې هيڅکله نه شي.(روسيه)
نور
نوروختونه نور دودونه.(لاتين)
دنوروچرګې دبتې هګۍ اچوي.
دنورو غواګانې  غټې غولانځې لري.
دنورو زيان ژرهېرېږي.
دنوروپېټی سپک وي.
” بل وار(ځل)” داسې دی لکه هيڅکله.
يوبل کېدای شي داسې ښه وي،لکه يو بل.
يوه بله برخه هم بايد واورېدل شي.(بل هم بايد واورېدل شي)(لاتين)
پښېماني
پښېماني دټولو صفتونوګل دې.(چين)
پښېماني يونازک درمان دی.
پښېماني لومړی نه راځي.(افريقا_دوالا)
پښېماني تل ناوخته راځي.(جنوبي افريقا_ افريقايي)
پښېماني غوسه (قهر)تر پوندو تعقيبوي.(سوېډن)
څوک بايد هغه کار ونه کړي چې پښېماني ولري،خودپښېمانۍ له پاره سړی بخښي.(سوېډن)
هوښيار کله هغه کارکوي چې پښېماني ولري.(افغانستان_دري) [ژ]
دغچ اخيستلو بيړه،پښېماني ده.(ايراني_پاړسي)
يوښه مخ يوډېر غوره سپارښتنه(سفارش) دی.
يو ښکلی مخ نيمايي وَروَر(تويانه) دی.
سړی بايد پَت (ابرو) ونه بايلي.(چين)
ملخ تل دانګي دانګي، خو تل پرځمکه کښيني .(ايتوپيايي_ګالا)

 

دوام لري