اېمل پیاوړی
پلازمېنه کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې وروستیو ترهګریزو بریدونو د سولې په اړه د خلکو فکر، ذهنیت او هیله مندي بدله کړه، ځکه د دغو بریدونو ترسره کېدو داسې وښوده چې لا هم وسله وال مخالفین سولې ته غاړه نه ږدي او تر څو یې چې وس کېږي، نو د عامو وګړو وژلو او بدمرغه کولو ته ادامه ورکوي