اېمل پیاوړی
پاکستان داسې ګڼله او لا هم داسې ګڼي چې پښتانه به د زور، جبر، فشار، محرومیت او ان وژنو له لارې د تور پنجاب غوښتنو ته تابع کړي، په تېرو څلوېښتو کالو کې پاکستان په همدې موخه د پښتنو په حق کې د هیڅ ډول ظلم، ستم او وحشت درېغ ونه کړ. ګڼ پښتانه مشران یې په یو او بل ووژل، ترور، تهدید او محروم یې کړل، خو د دې ټولو وژنو او وحشتونو باوجود پاکستان خپلې هغې موخې ته چې د کومې لپاره یې دغه جنایتونه ترسره کړل، ونه رسېد