د پاکستان د زور پالیسي عملاً ناکامه ده

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

 پاکستان داسې ګڼله او لا هم داسې ګڼي چې پښتانه به د زور، جبر، فشار، محرومیت او ان وژنو له لارې د تور پنجاب غوښتنو ته تابع کړي، په تېرو څلوېښتو کالو کې پاکستان په همدې موخه د پښتنو په حق کې د هیڅ ډول ظلم، ستم او وحشت درېغ ونه کړ. ګڼ پښتانه مشران یې په یو او بل ووژل، ترور، تهدید او محروم یې کړل، خو د دې ټولو وژنو او وحشتونو باوجود پاکستان خپلې هغې موخې ته چې د کومې لپاره یې دغه جنایتونه ترسره کړل، ونه رسېد

.

موږ عملاً وینو چې په پاکستان کې پنجابی ځانته په کوم حق او حیثیت قایل دی او پښتون ته په کوم حق او حیثیت قایل دی. موږ دا هم ولیدل چې په خیبر پښتونخوا کې د خدماتو وضعیت او کچه څنګه ده او په پنجاب کې څه ډول دی. حتی تر دې چې په خیبر پښتونخوا کې یوه بوجۍ اوړه که په اته نهه سوه پاکستانۍ کلدارې وو، نو په خیبر پښتونخوا کې هغه بوجۍ په درې یا څلور سوه پاکستانۍ کلدارې پلورل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د پښتنو زېرمې او منابع هم د پنجابي په انحصار او خدمت کې دي.

له دې مه واره پنجاب د پښتنو سیمې په لوی لاس له پرمختګ څخه شاته پرېښودې، هلته یې خلک یو بل ته بدبینه کړل، د دوی تر منځ یې قومي او قبیلوي مسایل راپورته کړل. لنډه دا چې پښتانه قومونه یې په لوی لاس دېته ولمسول او مجبور یې کړل چې باید یو د بل پر ضد ټوپک او وسلې ته لاس کړي او په تېرو څلوېښتو کالو کې یې د پښتنو ترمنځ ډېرې شخصي بدۍ او بدبینۍ رامنځته کړې. حتی چې په دغو وژنو یې پښتانه کمزوري نشو کړای، نو د دوی په سیمو کې یې د ترهګرو مرکزونه او پټنځایونه جوړ کړل. له همدغو مرکزونو څخه په افغانستان کې تروریستي بریدونه او وحشتونه ترسره کېږي.

پاکستان داسې ګڼله چې په دغسې محرومیتونو او بدبینو لومړی پښتون له خپل برم، زور او غروره وغورځوي. په خپلو کې په جنګولو سره یې دومره کمزوری کړي چې بالاخره د تورپنجاب هرې غوښتنې او سپارښتنې ته لاس په نامه او تابعدار ودرېږي.

په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې په پښتنو کې د قیادت د له منځه وړلو هڅې وکړې، ځکه ګڼ هغه پښتانه مشران چې د خپل قوم د هوساینې، سوکالۍ او پرمختګ لپاره یې ډېر عالي او ملي ارمانونه لرل او غوښتل یې چې له دغې لارې خپلو خلکو ته د مدني او ښه ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.

پاکستان په تېرو څلوېښتو کالو کې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته ګڼ پښتانه مشران او متنفذین ترور کړل. د هغوی ځایناستي یې داسې کسان وګومارل او یا یې د هغوی پرځای داسې خلکو ته د قوم د مشرۍ لپاره امکانات برابر کړل چې د خپل قوم ملي ګټو ته په پام د پاکستان د استخباراتو او پنجاب غوښتنې عملي کړي.

ډېر قومي مشران یې ووژل. په افغانستان کې هم د آی اېس آی د سیاستونو مطابق قومي مشران یا ووژل شول یا ضعیف شول او ځای یې جهادي قومندانانو او مافیایي څېرو ونیو. همدغو ظلمونو او وحشتونو بالاخره پښتانه وقهرول او وې پارول او د سوله ییزو لاریونونو په بڼه داسې حرکتراپیل شو چې د پښتنو یو ملي، مدني ځوان قیادت د راڅرګندېدو په حال کې دی.