جګړه یو بل پړاو ته ننوځي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

پر افغانستان تپل شوې جګړه هر څوک له خپلې زاویې او لید څخه ارزوي. د امریکا متحده ایالات د وسله والو طالبانو او ترهګرو ډلو په له منځه وړلو ټینګار کوي. حتی د ولسمشر ټرمپ وروستۍ وینا داسې ښیي چې د دوی سرتېري او بې پیلوټه الوتکې به ان د پاکستان په خاوره کې هم ترهګر او د دوی پټنځایونه په نښه کړي

.

روسیه بیا برعکس طالب ته د مرستې لاس ور غځوي او په افغانستان کې د داعش له پیاوړتیا په اندېښنه کې ده. هغوی تور پورې کوي چې داعش د امریکا په لاس جوړه شوې ډله ده چې په افغانستان کې د امریکایانو په ګډون په نورو بهرنیو ځواکونو بریدونه نه کوي.

د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ادعا کوي چې د داعش موخه منځنۍ اسیا هېوادونه دي او کرار کرار هغه لورته ځان نږدې کوي. دوی په همدې پلمه د داعش د دفعه کولو په خاطر طالب وسله والو ته د مرستې لاس ورکړ او غواړي چې د داعش د له منځه وړلو په موخه طالب وسله وال لا مجهز او په وسلو سنبال کړي.

افغان حکومت او عام افغانانان د طالب او داعش په ګډون ټولې وسله والې او ترهګرې ډلې له کوم تفکیک پرته د افغانستان د امنیت، ثبات او د خلکو د ژوند لپاره جدي تهدید او خطر بولي او له همدې امله افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې له طالب وسلوالو او داعش ترهګرو سره په جګړه او مبارزه بوخت دي.

په دې کې شک نشته چې امریکا متحده ایالات او روسیه په سیمه کې د خپل نفوذ د ساتلو لپاره هم یو پر بل تورونه لګوي، هم یو د بل د کمزوري کولو سیالي کوي او هم یو د بل پر ضد وسله والې ډلې پیاوړې کوي، خو په افغانستان کې د دغه ډول سیالیو او زور ازماییو ټول زیان زموږ هېواد او ولس ته اوړي.

افغان حکومت ته ښایي چې هیچاته هم په افغانستان کې د نیابتي جګړې او د دې اجازه ورنه کړي چې زموږ ګران هېواد د جګړې په ډګر بدل کړي. که څه هم په دې برخه کې د حکومت دریځ نهایت واضح دی او په ځلونو یې ویلي دي چې د افغانستان دولت هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې زموږ پاکه خاوره د نورو پر ضد د ورانکاریو او پر نورو د بریدونو لپاره وکاروي او نه هم نورو ته پر افغانستان د تروریستي بریدونو اجازه ورکوي.

حتی د روسیې او چین د اندېښنو د لیرې کولو لپاره افغان دولت په وار وار هم هغوی ته وضاحت او ډاډ ورکړی او هم یې لوړ پوړي دولتي پلاوي روسیې او چین ته د دې لپاره استولي، تر څو هغوی ته ووایي چې افغان حکومت د ټولو ترهګریزو ډلو په له منځه وړلو او ځپلو کې له کوم تفکیک پرته جدي مبارزه کوي او په دې برخه کې د افغان دولت او امنیتي او دفاعي ځواکونو په نېت، اراده او مبارزه څوک شک هم نه لري، ځکه ټول ویني چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د ترهګرو پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي چې په مېړانه او زړورتیا خپله مبارزه پرمخ بیایي.

د ولسمشر ټرمپ له تازه څرګندونو او د ضمیر کابلوف له وروستیو اندېښنو او تورونو داسې معلومېږي چې د افغانستان جګړه یو بل پړاوو ته ورننوتونکې ده، مګر افغان دولت په ټول قوت د دغې بدمرغه جګړې د پایته رسولو لپاره هلې ځلې کوي.