عبدالاحمد فیض

افغانستان کشوراقوام است، ملیتها، گروهای قومی ومذهی گوناگون با عنعنات ورسوم متفاوت دردرازنای تاریخ پراز فرازونشیب این خیطه باستانی پیوسته برادرانه زیستند وچه بسا که آزادانه وپرافتخاردرروزهای دشواربا فرهنگ هم زیستی درکنارهم قرارداشتند، هکذا همین تنوع اتنیکی ساکنان این مرزبوم بوده است که این کشورعلی االرغم عقب ماندگیهای قرون با سیمای درخشان دربرابرجهانیان چهره گشاید. متذکرباید شد که منظورم ساکنان شریف بومی این وطن است نه سیاسیون

د روسيي د بهرنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې خبرپاڼه کې ویلي وو«د افغانستان مرکزي حکومت باید هېواد کې د اقلیت قومونو حقوق په نظر کې ونیسي. افغان حکومت باید دې هېواد کې د نفاق او د ټولنې د ویشل کېدو مخنیوی وکړي او په افغانستان کې د ټولو قومونو د حقوقو په اړه په فکر کې واوسي» روهي بریښناپاڼه

استاد شهاب (نیازی)
په افغانستان کې د بهرني اشغال او نا اهله حکومتولې له امله د هیواد امنیتي او سیاسي وضعیت ورځ تر بلې د بحران لوري ته بیول کیږي.
د هیواد په زیاتره برخه کې جنګي عملیات او پرکلیوالو سیمو د امریکایانو بمبارۍ ، افغانستان ته د نویو امریکايي عسکرو د راتګ خبرونه او په داخلي سطحه د حکومتي چارواکو ترمنځ داخلي اختلافات هغه څه دي چې افغانستان یې له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ کړی دی

د ملي یووالي دولت له تېریدو څخه نږدی درې کلونه تیريږي خو بیا هم د ملي یووالي حکومت کاواکه، بېواکه او حاکمیت لړزانده ښکاري او لایې هم ځینې والیان رسمي مکتوبونه نه مني او نارې او سورې یې پیل کړي چې د ملي یووالي حکومت مکتوب ورته د منلو وړ نه دی او دوی په خپل ځای پاتې دي

بیشتر از چهل سال است كه پاكستان مركز ترور و خانه امن تروریستان میباشد و دولت انكشور در طول این مدت بمثابه حامی و مشوق سازمانهای تروریستی از ترور بمثابه ابزار تحقق اهداف سیاست خارجی خود استفاده نموده است و مراكز تربیه ، تجهیز و تمویل انان زیر نظر سازمان استخبارات نظامی ای اس ای قرار دارد

افغانستان هغه هېواد چې ولس يې له ټوپک سره پيدا، ټوپک سره او په ټوپک يې ژوند ته د پای ټکی اېښودل کيږي. دلته په ټولنه کې ټوپک دومره واکمن دی چې آن خوښي هم د ټوپک پر مټ نمانځل کيږي. دلته د دې تر څنګ چې دښمني او تربګني په ټوپک ترسره کيږي؛ آن خوښۍ هم د ټوپک په زور نمانځل کیږي

ګلرحمن رحماني

جګړه که ولس او هېواد ته  تاوانونه لري، ځینو افرادو، ډلو او حلقو ته ګټې هم لری او له همدې امله څلور لسیزی کیږی چی په افغانستان کی جګړه روانه ده . اساسي پوښتنه داده چی دا جګړه د څه لپاره ده ؟ اوګټی یې چا ته رسیږي ؟

که مونږ د افغانستان اوسنی جګړی ته وګورو نو تر ډیره د مشروع ګټو او نیابتی جګړې ته ورته شکل نیولی، ځکه کله چی روسانو په افغانستان باندی یرغل وکړ، نو د دوی اهداف دا وو چی د افغانستان له لاری په منځنۍ اسیا باندی واک او تسلط زیات کړي او په دې برخه کې افغانستان هم تر خپلې سلطې لاندې راولي

ګلرحمن رحماني

قانون په ټولنه کې د نظم او ډسپلین د تامین غوره نسخه ده، ځکه د هر چا مکلفیتونه، مسوولیتونه، حقونه او حدود ټاکي او باید د همغو تعریف شویو حدودو په برخورد کې خپل ځان او چلند عیار کړي. کله چی په یوه ټولنه کی قانون حاکم شی او خلک یی مهمه وګڼي چې مونږ به قانون لومړی په ځان او بیا په نورو باندې عملي کو، نو هغه ټولنه خپله د ارتفاع پوړیو ته رسېږي

خود کش، بیګانه پرور!

د اجمل ستانکزي په نوم یو زلمي ګوټي پر پاکستان باندې د خپلې غوسې د سړولو لپاره په فیسبوک کې د یوه احساساتي سرلیک لاندې «د پاکستان سیاست لکه افغانستان د ماشومانو په لاس کې نه دی»، نوردوه درې پراګرافونه ډک کړی او بیا هغه لیکنه د افغان سباوون بریښناپاڼې خوښه شوي او کټ مټ يي خپره کړې ده

محمد روښان ښاد

د کابل پروسې کنفرانس په دویمه غونډه کې چې تېره اونۍ په کابل کې ترسره شو، حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني د سولې لپاره وسله والو طالبانو ته اوه بېساري وړاندیزونه وکړل. په دغو وړاندیزونو کې د حکومت تعهد او صداقت له ورایه معلومېږي.

سوله الهي امر، د ولس غوښتنه او د حکومت لومړیتوب دی، نو له همدې امله د ولسمشر غني په مشرۍ ملي یووالي حکومت په هېواد کې د سولې او ثبات د تامین په موخه پراخه هلې ځلې کوي او له همدې امله طالبانو ته په دې اړه اوه ډېر معقول وړاندیزونه کوي

اېمل پیاوړی

ملي یووالي حکومت د جوړېدو راهیسې په تېرو درې کالو کې وسله والو طالبانو ته بیا بیا د سولې بلنه ورکړې او د دې لپاره یې د بین الافغاني مذاکراتو وړاندیزونه ورته کړي دي، مګر طالبانو د حکومت د سولې ټول وړاندیزونه له کوم معقول دلیل پرته رد کړي دي.

مګر وسله والو طالبانو ته د سولې لپاره د حکومت په دا ځلي وړاندیزونو باندې طالبانو سکوت اختیار کړی دی. د طالبانو سکوت دوه ماناوې لرلی شي. لومړی  دا چې طالبان په دغو وړاندیزونو رضایت او سولې ته تمایل لري او دا وړاندیزونه په ټوله مانا ورته معقول ښکاري او ورته د منلو

زیاتې مقالې …