له طالب دې د جنګ مشروعیت واخیستل شي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

په دې کې شک نشته چې د طالب له خوا پر افغان خاوره او خلکو تپل شوی جنګ نه یوازې دیني ریښه او مشروعیت نه لري، بلکې ښکاره جنایت او وحشت دی. داسې وحشت چې د نړۍ په تاریخ کې به یې ډېرې لږې بېلګې ولیدل شي. مګر ستونزه داده چې طالب لا هم خپل جنګ ته د پاکستانيو علماو پر مټ مشروعیت ورکوي

.

د طالب د وحشت، جنایت او جنګ قوت همدغه مشروعیت دی، د افغانستان حکومت او دیني علما دې نور هیڅ نه کوي ، په لومړي ګام کې دې د جنګ مشروعیت ورڅخه واخلي. د دې لپاره دې اول د هېواد په داخل کې د افغان دیني علماو اجماع جوړه کړي او په وضاحت، صراحت او جرئت سره دې هېوادوالو ته دا په ډاګه کړي چې د طالب تپل شوې جګړه هیڅ مشروعیت نه لري.

بیا دې د دې په دوام د اسلامي هېوادونو په ځانګړي ډول د سعودي عربستان او د اندونیزیا د دیني علماو یو نړیوال کنفرانس را وبولي او په هغه کې دې پر افغانستان د تپل شوې جګړې په اړه واضح فتوا صادره کړي او دا دې اعلان کړي چې دا جنګ د اسلام د ټولو حکمونو او ارشاداتو برخلاف جنایت او وحشت دی.

اندونیزیا په دې برخه کې همکارۍ ته لېواله دی، مګر د دوی له دغې لېوالتیا څخه باید د جګړې د مشروعیت د ختمولو او د جنګ د بدلولو لپاره اعظمي ګټه واخیستل شي. سعودي عربستان او اندونیزیا له دې اړخه مهم دي چې یو د اسلامي نړۍ مرکز او پلازمېنه او بل یې د نړۍ په کچه تر ګردو لوی اسلامي هېواد دی.

د دغو دواړو هېوادونو بله ښېګڼه داده چې خبره یې هم نړۍ په قوت تائیدوي، هم د طالبانو دریځ نرموي او تر ټولو مهمه لا دا چې پاکستان به خپله د طالب له تمویل، لمسون او جنګولو لاس واخلي، ځکه پاکستان او پاکستانی عالم به هیڅ وخت هم دا جرئت ونه کړي چې د سعودي عربستان او د اندونیزیا د دیني علماو پر وړاندې ودرېږي، ځکه د دوی پوهه او درایت د هغوی پر وړاندې هیڅ ده.

د طالب له لاس څخه د روان جنګ د مشروعیت د اخیستلو لپاره د هېواد ، سیمې او اسلامي هېوادونو په کچه پرلپسې او عملي هلو ځلو ته اړتیا ده او دغه اړتیا اوس ځکه ژر پوره او عملي کېږي چې هم اندونیزیا او هم سعودي عربستان په دې برخه کې لېواله دي.

کله چې د روان جنګ مشروعیت د اسلامي نړۍ د علماو له لوري چلینج او تر پوښتنې لاندې راشي، نو اتومات د وسله والو طالبانو ملا ورسره ماتېږي، ځکه دوی خپل قوت او حمایت له لاسه ورکوي. په افغانستان کې هغه خلک چې په پټو سترګو د دوی د تبلیغاتو تر اغېز لاندي راغلي او له دوی سره خواخوږي لري، نو دغه خلک هم د طالب له ملتیا لاس اخلي.

کله چې د اسلامي هېوادونو د نړیوال کنفرانس له فتوا وروسته طالب وسله وال د پاکستان او په داخل کې د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړي، نو باور دی چې دوی به له قید او شرط پرته یا خپل عادي ژوند ته ستنېږي او یا به هم د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې له بهیر سره یو ځای کېږي.