د پاکستان افراطیت او د پښتنو مدنیت

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

جنګ، یرغل، تشدد، ظلم، تېری او افراطیت د نورو د یرغمل کولو، تابع کولو او لاندې کولو پخوانۍ طریقې دي او له بده مرغه چې پاکستان لا هم په دغو زړو لارو او طریقو باور لري او د نورو پر وړاندې یې د فشار په توګه کاروي.

د افراطیت او ترهګرۍ پالنه یې هغه څرګندې بېلګې دي چې د پښتنو په سیمو، افغانستان او حتی د سیمې هېوادونو کې یې د خلکو ژوند، امنیت، ثبات او پرمختګ له تهدید سره مخ کړی دی، حتی د ډیورنډ پورې غاړه پښتانه قومونه یې د سیمو او کلیو

پرېښودلو ته اړ اېستلې. په دغو سیمو کې د دوی ډېر ظلمونه او جنایتونه چې له خلکو سره یې کړي دي د رسنیو او نړیوالو له سترګو پناه دي. له وزیرستان څخه خوست او پکتیکا ته د زرګونه وزیرستانۍ کډوالو راتګ د پاکستان د استخباراتو د ظلمونو ښه بېلګه ده.

جالبه دا ده چې د پاکستان د ظلمونو پر وړاندې پښتنو قومونو د افراطیت نه ، بلکې برعکس د مدنیت، لاریون او سوله ییزه لاره اختیار کړه. سلګونه زره همدغه ځورېدلي خلک پلازمېنه اسلام اباد کې واټونو ته را ووتل او د پنجاب د دغه غلط او پښتون ضد سیاست پر وړاندې یې خپل د اعتراض غږ پورته کړ.

د ډیورنډ پورې غاړې پښتنو دغه مدني او سوله ییز حرکت دوه ډېر واضح پیغامونه نړیوالو ته رسوي. لومړی پیغام یې دادی چې پښتانه نه پرون متشدد قوم وو او نه هم نه متشدد قوم دی. حتی د پیړیو په اوږدو کې پښتون قوم پر هیچا بې موجبه ظلم نه دی کړی او نه یې هم دغسې جنایتونه ترسره کړي دي لکه نن یې چې د پاکستان استخبارات ترسره کوي.

دوهم پیغام یې دادی چې د پښتنو په حق کې یې د پاکستان له ظلمونو پرده پورته کړه او ټولې نړۍ ته یې دا وښودله چې پنجاب د پښتون ازلي دښمن دی، ځکه چې د ډیورنډ دواړه غاړې پښتانه قومونه یې له ژوند، د ژوند له اسانتیاو، اړتیاو او پرمختګونو څخه محروم کړي دي.

د پاکستان او پنجاب په لمسون هره ورځ د پښتانه په کور کې د دوی د انفجار او انتحار له امله غم او ویر جوړ وي. دغه پښتانه قومونه د همدغه ویر او غم د پایته رسولو لپاره سره راټول شوي دي او دوی غواړي چې خپل ګرېوان نور د پنجاب له تورو او ظالمانه منګولو څخه وژغوري.

دغه را پارېدلي او قهرېدلي پښتانه به که خدای کول د خپلو هغو زرګونو شهیدانو د پاکو وینو له برکته چې د پاکستان د وحشت او ظلم په نتیجه کې شهیدان شوي دي خپلو سپېڅلو او انساني موخو او ارمانونو ته رسېږي، ځکه چې دوی د زور او افراطیت نه ، بلکې د مدنیت، انسانیت او سوله ییزه لاره اختیار کړې ده.

که دغه پښتانه قومونه خپل لاریون او اعتراض همداسې په سوله ییز توګه دوامداره وساتي، نو باور دی چې د پاکستان له ظلمونو څخه به د ابد لپاره نه یوازې دوی، بلکې ټوله سیمه نجات ومومي، ځکه نن سبا د افغانستان په ګډون د ټولې سیمې او ان نړۍ امنیت او ثبات د پاکستان د افراطیت او ترهګرۍ پالنې او ملاتړ له امله له ګواښ او خطر سره مخ دی.