ګلرحمن رحماني

د کابل پروسې کنفرانس کې چې د ۲۵ هېوادونو او درې نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړ شوی وو، ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په اړه طالبانو ته مشخص وړاندیزونه وکړل. داسې وړاندیزونه چې د اختلاف هیڅ څرک په کې نه لیدل کېږي.

پخوا هم طالبانو ته د افغان حکومت له لوري د سولې وړاندیزونه شوي دي ، خو دا لومړی وار دی چې افغان ولمسشر محمداشرف غنی طالبان د یوه سیاسی ګوند په توګه د رسمیت پیژندلو وړاندیز کوي ، ددی ترڅنګ یې وویل چی (د ملي یووالي حکومت طالبانو ته د سولې دغه وړاندیز له کوم قید او شرط پرته وړاندې کوي

تېره پنجشنبه د مارچ په لومړۍ نېټه، ولسمشر غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې د لمانځي مراسمو کې ویلي ول«موږ د جنګ او سیاست په دواړو ډګرونو کې بریالي یوو او د غازي امان الله خان د نابشپړ شوي څپرکي د بشپړتوب لپاره ګډې هڅې کوو. افغانستان موږ ته چا نه دی رابخښلی، موږ په خپلو قربانیو استقلال او ازادي ترلاسه کړې ده»

ولسمشر خپله وینا کې افغان سرتیري او افسران د غازي امان الله خان لمسیان بللي وو

لیکوال ظریف امین یار

ژباړه: محمد روښان ښاد

 (لومړۍ برخه)

امان الله خان د افغانستان اکثره نخبګانو ته د مدرنیزم، روشنګرۍ او وطندوستۍ په الګو بدل شوی دی. امان الله خان د مدرنیزم، روشنګرۍ او د افغانستان د خپلواکۍ ګټلو بنسټګر و چې په خپل وخت کې یې له جهل، ناداني، بې سوادي او بهرنیو عناصرو سره مبارزه وکړه او د افغانستان تاریخ کې یې یوه فوق العاده دوره له ځانه پرېښوده.  سره له دې چې هغه د خپلو خوبونو په عملي کولو کې پوره بریالی نشو، اما په افغانستان کې یې مدرنیزم، روشنګرۍ او ازادي غوښتنه بنسټي کړه. د امان الله خان د څپرکي نیمګړي پاتې کېدل د افغانستان د ټولنې د تکامل لوی ماتې وه.

ژباړه: محمد روښان ښاد

(دویمه برخه)

د افغانستان تیورېسن داسې لوی خوبونه لري چې ځینې یې غیر عملي معلومږي، اما کله چې عملي حل لارې ورته تجویز کوي او هغه خوب په حقیقت بدلوي زیات باورونه جلبوي. هغه غواړي افغانستان د سیمې او نړۍ د اقتصادي او سیاسي اتصال په نقطه بدل کړي. هغه یو رومانتیک او ریالست دی چې د غره غوندې پر ځان باور لري. هغه لېوال دی د اقتصاد له لارې د سیاست ګټونکی شي. هغه اقتصادي او سیاسي لید لري چې په ډېرو مواردو کې یې ملموسې پایلې هم لرلې دي

ژباړه : محمد روښان ښاد

د ادارو نوي کولو پروګرام او د محلي ادارو انسجام  موثر اقدامات دي. د مالي مدیریت او د اداري فساد پر ضد مبارزې لپاره د ښه نظام جوړول او همدارنګه د څارنې د لازمو میکانیزمونو ایجاد د سیمه ییزه ارګانونو ادارې ښې برنامې ګڼلی شو.

ځکه تصمیم د معلوماتو د کیفیت پر بنا نیول کېږي او د احصایې مرکزي اداره کې ریفورم لازمي وو. اوس له نېکه مرغه د احصایې مرکزي اداره توانېدلې لازم اصلاحات راوړي او د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغانستان لپاره د باور وړ معلوماتو تولید ادارې باندې بدلېږي.

اېمل پیاوړی

د تور پنجاب د لاسپوڅي ملا او چړي په کتاب او قاموس کې له افغان وطن سره مینه ګناه او کفر دی، ځکه چې دوی د خپل تورمخي بادار له لوري همدېته ګومارل شوي دي چې په افغانستان کې د سر او د کار سړي په نښه او بیا یې په داسې انداز ووژني، چې له نورو څخه هم د وطن پالنې مینه او جرئت واخلي

محمد روښان ښاد

درې درې نیم کاله وړاندې په داسې وخت کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته له بهرنیو ځواکونو څخه د هېواد امنیتي مسوولیت انتقال شو، چې له یوې خوا د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونوتر منځ همغږي او همکاري کمه وه، له بل لوري د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې خصوصاً په لوړه یانې د مسوولینو په کچه فساد اوج ته رسېدلی وو، له بل لوري د دوست او دښمن تعریف واضح نه، ځکه ځواکونو به د طالبانو پر ضد جګړه کول او ولسمشر کرزي به د وروڼو خطاب ورته کاوه، امنیتي او دفاعي ځواکونه تش لاسي وو، هوایي قوه فلچ او غیر فعال وه او له

لیکوال: ظریف امین یار

ژباړه: امیرجان وحید احمدزی

افغانستان له جیو اقتصادي او جیو سیاسي پلوه د اسیا زړه کې فوق العاده موقعیت لري. که څه هم افغانستان تل له همدې پلوه متضرر او له خپل جغرافیایي موقعیت څخه د معقولې ګټې اخیستنې په چاره کې ناکام وو، خو ډېرکلونه وروسته د افغانستان پراګماتیک تیورېسن د افغانستان د موقعیت او وضعیت په سم درک اوپراګماتیکو تیوریو څخه د اقتصادي کارتونو د ګټه اخیستنې پر بنا په سیمه او نړۍ کې د افغانستان  دسیاسي او اقتصادي حیثیت د ژوندي کولو کوښښ کوي.

محمد بشیر یوسفزوی

څلور لسیزې کېږي چې افغانستان په بحران او جنګ کې ښکېل دی. دغه بحران او جنګ خپل عوامل لري، څومره یې چې بیروني ابعاد پراخه دي، نو همداسې پرېمانه داخلي عوامل هم لري او معلومدار چې د داخلي عواملو ملامتیا او مسوولیت په خپله موږ ته متوجه ده

اېمل پیاوړی

پاکستان چې له لسیزو راهیسې د افغانستان پر وړاندې کوم سیاست او دریځ اختیار کړی دی، دا نه یوازې په خپله د پاکستان، بلکې د افغانستان، سیمې او ان نړۍ په زیان دی. د پاکستان سیاست او دریځ دادی چې د افراطي، تروریستي او توند لارو ډلو ملاتړ او روزنه کوي. هغوی تمویلوي او بیا یې د تروریستي فعالیتونو لپاره افغانستان ته را استوي

اېمل پیاوړی

په هېواد کې د امنیت او ثبات تامین نه یوازې د ملي یووالي حکومت مسوولیت او مکلفیت دی، بلکې دا یې خپل مهم لومړیتوب دی او دغه لومړیتوب ته د رسیدګۍ په موخه حکومت په بېلابېلو برخو کې پراخې هڅې پیل کړي، تر څو په دې وتوانېږي چې خپلو خلکو ته ډاډمنه فضا او امنیت تامین کړي

زیاتې مقالې …