علما او متنفذین دې خپلې هڅې همغږې کړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

افغانستان مذهبي او قبیلوي ټولنه ده، نو له دې امله دلته د دیني علماو، قومي مشرانو او متنفذینو رول فوق العاده زیات دی، ځکه ولسونه د همدغو دوو طایفو نظر او فکر ته درناوی لري او د هغوی په لارښوونو عمل کوي.

حکومت دې په هېواد کې د شته ناخوالو په ځانګړي ډول د جنګ د ختمولو لپاره د علماو او متنفذینو له دغه رول او نفوذ څخه ګټه واخلي. په لومړي ګام کې دې د علماو او متنفذینو هڅې په خپلو کې سره همغږې کړي او هغوی دې دېته وهڅوي چې د

یوې واضح او مشخصې برنامې له لارې د جنګ، تشدد او افراطیت پر ضد په ولسونو کې کار وکړي.

په کلیو او ولسونو کې جومات او منبر د دیني عالم ، دېره او حجره د متنفذینو او مشرانو په واک کې دي، نو دوی دې له ولسونو سره په دې اړه دوامدار بحثونه وکړي او په لومړي قدم کې دې د عامه پوهاوي، بحثونو او مذاکرو له لارې مخته لاړ شي او خلک دې په دې وپوهوي چې څنګه له شته ناخوالو او جنګ څخه د وتلو لپاره په ګډه اقدام وکړي.

د دې لپاره نه بل ځای ته د تګ اړتیا شته او نه هم نورو سیمو ته. د هرې سیمې، کلي، ولایت او ولسوالۍ علما او مشران دې یوازې په خپلو کلیو او سیمو کې چېرې چې ژوند کوي دغه هڅې پیل کړي او له خلکو سره دې په اړه په وضاحت خبرې وکړي. د خلکو نظرونه دې واوري او بیا دې هغوی ټول د افغانستان ملي ګټو ته په پام واحد لورته سوق کړي.

له خپلو سیمو او کلیو څخه د دغه ډول ملي بحث او پوهاوي پیلول دوه ګټې لري، لومړۍ ګټه یې داده چې هر متنفذ او دیني عالم په خپله سیمه او کلي نظر نورو سیمو او ځایونو ته زیات نفوذ لري او بله ګټه یې داده چې  پر یو وخت د هېواد په هره سیمه او کلي کې دغه ملي کمپاین او عامه پوهاوی پیلېږي او په ډېر کم وخت کې ډېره ښه پایله او نتیجه ورکوي، ځکه دغه پوهاوی او جریان له پروژې څخه په پروسې بدلېږي.  

که چېرې دیني علما او متنفذین د واضح برنامې له لارې د حکومت په ملاتړ او هڅونه ګد کار پیل کړي، نو نه یوازې په سوله کې به خپل رول ادا کړي، بلکې د خشونت، افراطیت، قومي تعصباتو، فساد پر ضد هم ډېر داسې څه کولی شي چې له امله به یې هېواد او هېوادوال له اوسنیو ور پېښو ستونزو او ناخوالو څخه خوندي شي.

ځکه د تاریخ په اوږدو کې چې هر ځل افغانستان له لویو ستونزو او ناخوالو سره مخ شوی دی، نو د دیني علماو او متنفذینو د اجماع، توافق او هلو ځلو له برکته د ستونزو پر حل بریالي شوي دي .

د قومونو رول په مختلفو ولایتونو او زونونو کې فرق کوي، ځکه د ځینو متنفذینو او علماو شهرت او نفوذ تر یوې سیمې، زون او یا ان هېواد پورې محدود وي، نو د هغوی نفوذ او شهرت ته په کتو دې هغوی استخدام شي. قومي مشران او قومونه د سولې د موافقتنامو په تطبیق کې موثر رول لوبولی شي دوی کولی شي سوله د کلي او کورنیو په کچه تطبیق کړي او بالاخره دغه بهیر د هېواد په کچه وغخېږي.