د تذکرو د وېش مخه څوک او ولې نیسي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

د نړۍ پرمختللي هیوادونه اوس د خپل هر وګړي په هکله معلومات لري، هغوی پوهېږي چې خاوره کې یې څومره خلک اوسېږي او په کومو چارو بوخت دي او  د هوساینې لپاره یې حکومت پوهېږي چې  باید څه وشي تر څو خلک په سوله او ارامي کې ژوند وکړي ، خو افغانستان چې د دې نړی یوه وچه برخه ده تر اوسه پکې د وګړو کره او هر اړخیزه سر شمېرنه  نده شوې دا چې ولې مختلف  لاملونه یې لرل

.

څو ځله هڅې وشوې چې د وګړو سرشمېرنه وشي، خو دغه کار د بېلابېلو عواملو له وجې ندی تر سره شوی، خو کله چې نوی نظام ( د ملي یووالي حکومت ) راغی د خلکو هیلې ورسره زیاتې شوې چې شاید دا ځل به مونږ پر دې باندې بریالي شو چې د تابیعت تذکره او تر څنګ سرشمېرنه وشي ، سره له دې چې حکومت په دې برخه کې خپلې هڅې وکړې، مګر د ولسي جرګې او د خینو کړیو له لوري ورته په دې لاره کې خنډونه رامنځته شول چې له امله یې تر اوسه دا کار نیمګړی پاتې دی.

د تذکرو د وېش پر وړاندې لوی خنډونه موجود و ځینو به ویل چی په تذکرو کې دې د یوه شخص د نوم تر څنګ د هغه ملت ، ملیت او دین هم ولیکل شي، ځینو بیا د ملت له لیکلو سره مخالفت درلوده. ځینو ویل چې دین دې ولیکل شي، ځینو بیا د ملت له لیکلو سره مخالفت وښوده ، په دی هکله په ملي شورا، سیاسي او فرهنګي غونډو کې زیات بحثونه وشول ، حتی د دې موضوعاتو په اړه ولسمشر د دې لپاره چې د وګړو د احوالو د ثبتولوپه قانون کې تعدیل راشي، په برښنایی تذکرو کې د ملت، ملیت او دین د لیکلو لپاره تقنیني فرمان صادر کړ، ولسي جرګه کې دغه فرمان رد شو خو د مشرانوجرګې  تصویب کړ بیا وروسته د مشرانو او ولسي جرګې په ګډه کمېټه کې تقنیني فرمان تصویب او نافذ شو.

تر دی ګام وروسته تمه وه چی دغه ملي بهیر پیل شي کوم چې پر مټ یې کېدای شي د وګړو کره شمېره په ډاګه شي، خو سپیدار ماڼۍ ددې ملي بهیر پر وړاندی بل خنډ واچاوه هغه دا چې اجرائیه ریاست وايي، تر څو پورې چې په دې هکله ملي هوکړه شوې نه وي د بریښنايي تذکرو د وېش لړۍ نه شې پیلېدای .

عام ولس کې باور دا دی چې د افغانستان دښمنان نه غواړي چې د وګړو کره شمېره معلومه شي، نو ځکه د دې پروسې پروړاندې خنډونه جوړوي،که چیرته بریښنایي تذکرې یا پیژندپاڼې ووېشل شي، نو تاوان یې چاته دی ؟ او ولې يي پر وړاندې خنډونه جوړوي؟

ځینی هغه کړۍ چې همېش په وراني او کشمکشونو کې خپلې ګټې لټولې دي، دوی نه غواړي چې تذکرې ووېشل شي، ځکه په برېښنایي تذکره کې زمونږ اړوند ټول معلومات وي،که تذکرې ووېشل شي، نو د جنایتونو کچه به راټیټه شي، د مجرمینو په پېژندلو او نیولو کې به مرسته وشي، د ټاکنو پروسه به په شفافیت ترسره شي، خلکو ته به د روغتیایي او نورو لومړنیو خدماتو او اسانتیاو په برابرولوکې همکاري وشي، امنیتي ستونزې به حل شي ، عدالت به پلی شي، قانون به عملي شي او نړیوال به په افغانستان کی پانګی اچونی ته وهڅول شي .