محمد روښان ښاد

افغانستان  نن سبا دوه تصویره لري چې یو د جنګ او بل د برابرو شویو فرصتونو تصویر دی، خو تراوسه یوازې د افغانستان د جنګ او ناامنۍ تصویر نورو ته ورښودل شوی دی. مګر موږ باید کوښښ وکړو چې د نړیوالو پام د افغانستان د فرصتونو او ظرفیتونو رول ته ور واړو او د هغوی له ذهنونو څخه د افغانستان د جنګ او ناامنۍ تصویر پاک کړو

محمد بشیر یوسفزوی

په دې وروستیو کې د ښار په منځ کې په تاسیساتو، روغتونونو او ملکي وګړو وحشیانه ترهګریز بریدونه او د فاجعې رامنځته کول د افغانستان د وسله والو دښمنانو زوال او وارخطایي ښیي، ځکه بهرني باداران یې دېته لمسوي چې د خپل زوال د پټولو لپاره باید دغه وړ جنایتونه ترسره کړي. عام وژنې وکړي او په دې ډول خلک د حکومت پر ضد را وپاروي، خو دوی له دې څخه بې خبره دي چې د دوی جنایتونو ته په کتو ولس له دوی څخه دومره منفور دي چې هیڅ به هغوی ته په خپل هېواد او منځ کې ځای ورنه کړي

محمد روښان ښاد

افغانستان د خپلې فعالې ډیپلوماسۍ پرمټ ورځ تر بلې غوړېږي، غښتلی کېږي او د سیمې او نړۍ هېوادونو سره خپلې پرې شوې او سړې شوې اړیکې او مناسبات بیا له سره رغاوي، چې یو ښه مثال یې اندونیزیا سره د سړو شویو او پرې شویو اړیکو بیا ټینګول دي.

د سږکال په پسرلي کې ولسمشر غني اندونیزیا ته رسمي سفر وکړ او یاد هېواد ته د خپل سفر پرمهال یې د اندونیزیا جمهور رئیس، لومړي وزیر، تاجرانو، پانګوالو، علما او د اسلامي مرکزونو سره جلا جلا کتنو کې د افغانستان او اندونیزیا د اړیکو د پراختیا، د ملګرتیا د ارزښت او هر اړخیزو همکاریو په پراخوالي ټینګار وکړ

اېمل پیاوړی

اندونیزیا په نړۍ او سیمه کې یو ځانګړی نوم دی، هم د نړۍ د لوی اسلامي هېواد په توګه خپل حیثیت او شهرت لري او هم د اقتصادي او پرمختللي هېواد په توګه په نړۍ کې یاد او مشهور دی، نو د اندونیزیا هېواد دغو دواړو اړخونو او شهرتونو ته په کتو باید افغانستان ورڅخه خپله  اعظمي ګټه پورته کړي

محمد بشیر یوسفزوی

د اندونیزیا جمهور رئیس داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې پلازمېنه، ننګرهار او کندهار کې د وروستیو تروریستي بریدونو د ترسره کولو له امله هېوادوال د خپلو عزیزانو، وطنوالو او د کورنیو د غړو د له لاسه ورکولواو ټپي کېدلو له امله د ویر په ټغر کې ناست دي.

په دغسې حساس او له خطره ډک حالت کې افغانستان ته د اندونیزیا د جمهور رئیس جوکو ویدودو راتګ له افغانستان سره د اندونیزیا مینه، لېوالتیا او ژمنتیا ښیي. افغان حکومت په غمجنه او واورینه ورځ د اندونیزیا د ولسمشر او ورسره پلاوي تود هرکلی وکړ، ځکه مقاماتو د افغانستان او اندونیزیا د ښو مناسباتو اړتیا او ښېګڼه درک کړې او له همدې امله غواړي چې دغه مناسبات تر پخوا لا زیات ټینګ او پراخه شي

ګلرحمن رحتمني

 افراطیت او ترهګری لیونتوب دی ، جنون دی ، رواني ناروغي ده  او پر خپلو کورنیو مو پام کوئ چې په دې خطرناک وایروس اخته نه شي، ځکه دغه بې رحمه ډله له وژنو، ورانو، دربدریو او ویجاړیو مه واره نور هیڅ هم نه پېژني.

د افراطیت د کورنیو او حکومتونو او مسوولیتونو له بې غورۍ، ناپامۍ، فقر، محرمیت او استبداد څخه سرچینه اخلي، چې په نړۍ کې جګړه له همدې څخه را پیدا کېږي ، بل جنګ په هغو هیوادو او ملتونو کې وي یا د نورو په نسبت زیات وي ، چې استبدادي حکومتونه لري

محمد بشیر یوسفزوی

که افغانان له زور او مرګه وېرېدلی او یا فشار ته تسلیمېدلی، نو د چنګېز، انګرېز او پخواني شوروي د یرغلونو، زبرځواکیو او وحشتونو پر وړاندې به د غره غوندې محکم نه ودرېدلی او لا د وخته به یې هغوی ته د تسلیمۍ سرونه ټیټ کړي وای.

د انګرېز او روس زور او فشار چې افغانان مات او تسلیم نه کړل، نو د پاکستان، طالب، داعش او بل ترهګر زور او وحشت به کله دغه عظیم ملت خپل ځانته سلامي کړي. دوی ته ښایي چې د افغان مېړني ولس له تېر تاریخ نه درس او عبرت واخلي او د دښمنۍ پرځای د دوستۍ لاره اختیار کړي، ځکه د افغانانو په اړه دا ډېره مشهوره ده چې په زور جنت ته هم نه ځي، خو په دلاساینه یې دوزخ ته هم بېولی شې

اېمل پیاوړی

د مخکېني ولسمشر حامد کرزي د وخت چارواکي د واک او ځواک له لاسه ورکولو له امله د کمترۍ احساس پر ناروغ اخته او دومره عقده من شوي چې حتی په ښارونو او د هېواد په نورو برخو کې د تروریستي ډلو له لوري له ترسره کېدونکو ترهګریزو بریدونو څخه چې زموږ هېوادوالو ته په کې د سر او مال درانده زیانونه اوړي، عقده یي چلند کوي

محمد روښان ښاد

د څو لسیزو روانو جګړو او ناورینو د هېواد د ویجاړۍ او د خلکو د وژلو او بدمرغه کولو ترڅنګ زموږ عاطفه، احساس او اخلاق هم متضرر کړل، ځکه د وطنپالنې، خدمت او مسوولیت احساس یې په خلکو کې داسې ووژلو چې د اوسنیو ټیټ پوړو مامورینو چلند او فساد ته په کتو بېرته را ژوندي کول به یې لسیزې وخت ونیسي

محمد بشیر یوسفزوی

تر پرونه به وسله والو طالبانو چې کوم ترهګریز برید ترسره کړ او بیا به په هغه کې ولسي وګړو ته زیات زیان واوښت، نو هغوی دا صلاحیت او ازادي لرله چې  ځانونه ورباندې غلي کړي او یا یې رد کړي. څو ځله دوی د دغه ډول بریدونو له ترسره کولو انکار کړی دی، مګر نور له خپلو جنایتونو څخه د مخ اړولو صلاحیت ورڅخه اخیستل شوی دی، ځکه په دې وروستیو کې چې پر پاکستان نړیوال فشار زیات شوی دی، نو له طالب وسله والو څخه دا ازادي هم اخیستل شوې ده

نویسنده : تام انگلهارد)Engelhardt Tom .)
منبع وتاریخ نشر : انفارمیشن کلیرنگ هوز » 52-10-5102 .»
برگردان : پوهندوی دوکتور سیدحسام »مل« .
 
به تازه گی یک خاطره ای از پسرم هنگامیکه او یک پسرکوچک بود به یادم آمد ؛ او در
آن روزها از تماشای دلقک ها در سرکس وحشت زده میشد؛ چیزی از تماشا ی چهره
های عجیب وغریب ، ما سک ها واز نقاشی چهره ها کام ًال عصبا نی میشد ولرزه در

زیاتې مقالې …