که په تېرمهال کې د افغانستان په وړاندې د اسلامي جمعیت او پاکستان ګډې توطیې او پروژې د یوې شېبې لپاره  شا ته پریږدو؛ دا مهال هم څونه چې د ترهګرو په ساتنه او پالنه کې پر پاکستان نړیوال فشار زیاتیږي، هومره په کور دننه د افغان مرکزي حکومت په وړاندې د اسلامي جمعیت د سخت دریځې ډلګۍ تخریب، توطیه او سبوتاژ ورځ تر بلې زور اخلي

محمد بشیر یوسفزوی

سره له دې چې روان (۱۳۹۶ )کال  د افغانانو لپاره خونړی کال و، ځکه د افغانستان  دښمنانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ترهګریزو بریدونو او چاودنو په ترسره کولو سره زموږ هېوادوالو ته د سر او مال زیانونه واړول، خو د ستونزو باوجود په امنیتي برخه کې د مهمو پرمختګونو کال هم و

محمد بشیر یوسفزوی

په دې کې شک نشته چې سوله د افغان حکومت او ولس لویه هیله، ارزو او غوښتنه ده، خو دا هم باید ومنو چې سوله په عذرونو او زاریو نه راځي. که راتللی، نو په تېرو دیارلس کالو کې مخکېنی ولسمشر  دوه ویشت ځله پاکستان ته سفر وکړ او په هر ځل ورتګ کې یې له پاکستاني لوري څخه وغوښتل چې باید د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري وکړي او طالبان دېته وهڅوي او یا یې دېته اړ کړي چې باید سولې ته غاړه کېږدي

محمد بشیر یوسفزوی

د ټولو هغو بدمرغیو باوجود چې په تېرو څلوېښتو کالو کې پر افغانستان راغلې، دې هېواد او ولس ته خدای تعالی سرشارې طبیعي زېرمې، ښه کدرونه، ظرفیتونه او فرصتونه هم ورکړي دي، خو درېغه چې د وخت د مسوولینو د غفلت او یا هم په هېواد کې د روانو ناخوالو او بدو شرایطو له امله له دغو فرصتونو او ظرفیتونو څخه د هېواد د ابادۍ او د ولس د سوکالۍ لپاره ګټه نه ده اخیستل شوې

محمد روښان ښاد

په اوسنیو شرایطو کې خصوصاً د ځینو افرادو او ډلو خپلسریو ته په کتو افغانستان تر بل هر وخت پیاوړي دولت ته زیاته اړتیا لري، خو پیاوړی دولت هغه مهال رامنځته کېږي چې د ټولنې متنفذین، سیاسي احزاب او هغه اقشار چې پر نورو فوق العاده اغېز لري په ګډ لیدلوري د هېواد ملي ګټو او ځمکنۍ بشپړتیا ته په پام خپل امکانات ، نظریات او تجربې سره شریکې کړي

محمد بشیر یوسفزوی

لکه څنګه چې د هر کار لپاره نیت او ټینګه اراده مهمه ده، نو سوله چې د ټولو اړتیا او غوښتنه ده، نو لا ډېر ګډ نیت او ټینګې ارادې ته اړتیا لري، ځکه په تېرو کلونو کې موږ ولیدل چې له نیت او ارادې پرته د سولې یوه نیمه ناره پورته کېده، خو عملاً کومه نتیجه ترلاسه نشوه، عمده دلیل یې دا وو چې د سولې لپاره رښتینی نیت او ټینګه اراده نه وه موجوده

اېمل پیاوړی

په دې کې شک نشته چې سوله د افغان ولس مهمه اړتیا او غوښتنه ده، خو خبره داده چې دغه غوښتنه څنګه او له کومو لارو په اساسي او ښه توګه پوره کېدلی شي، ځکه چې د څلوېښت کالو جنګ او بحران زموږ د خلکو زغم پایته رسولی، نور د ورانیو، ناامنیو، جنازو، کونډو او یتیمانو د لیدو او د هغوی د ساندو د اورېدو تاب نه لري

محمد روښان ښاد

تلپاتې او باعزته سوله ملي اجماع ته اړتیا لري. تر څو چې د سولې د مذاکراتو په اړه له ولس، احزابو، علماو، متنفذینو او د ټولنې بېلابېلو اقشارو سره ملي اجماع رامنځته نشي، نو تر هغو پورې اول سولې ته رسېدل ستونزمن دي او که د سولې زمینه هم برابرېږي، نو دا سوله به مهالنۍ سوله وي چې نه یوازې د ولس په درد نه لګېږي، بلکې دغه وړ سوله د هېواد او خلکو لپاره لوی خطرونه هم لرلی شي

محمد روښان ښاد

دا معلومداره خبره ده چې سوله، جرګه او مرکه په شرطونو نه کېږي. یانې ښکېلې خواوې نشي کولای چې یو بل ته شرطونه وړاندې کړي، ووایي که په دغو شرطونو راسره مخته ځې، سوله کوم او که نه ځې نو نه یې کوم.

کله چې ښکېلې خواوې دریمګړو او منځګړو ته واک ورکوي او د سولې او جرګې مېز ته کېني او هغه هم بې له کوم قید او شرطه، نو له دې څخه د هغوی د سولې او جرګې نیت او صداقت معلومېږي، خو که یې شرطونه او قیدونه کېښودل، نو دا یې

محمد روښان ښاد

دا سمه ده چې د بین المللي تروریزم اصلي قربانیان  موږ یوو، خو یوازې موږ یې هدف نه یوو ګرځولي، بلکې هغوی غواړي چې ټوله سیمه او نړۍ نارامه کړي. دوی له موږ سره نه کومه علاقه او لېوالتیا لري او نه هم کومه شخصي بدبیني او دښمني

دمقالی لیکونکي : الفرد دبلیو مککوی )McCoy. w Alfred . )
منبع اود خپریدو نیټه : گاردین »9-1-8112 .»
ژباړونکي : پوهندوی دوکتور سیدحسام »مل«.

جګړه پای ته ونه رسید، اما په افغانستان کي دلوید یځ دالس وهنی شپاړلس کاله جګړه اودیوتریلیون دالر په لګښت سره بیاهم دغه پایله دنړي په سطح کی دغه هیواد د مخد ره توکو دتولید په لمړنی هیواد واړول

پاتې په ضمیمه کې

 

زیاتې مقالې …