د سرتېري او طالب عمده توپیر

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
د افغان سرتېري او وسله والو طالبانو عمده توپیر دادی چې افغان سرتېری د هیواد  د دفاع، د خلکو د ژغورنې، هغوی ته د ارام او سکون برابرولو او د ټولو تهدیدونو او ستونزو د ختمولو لپاره شپه او ورځ جنګېږي، خلکو ته د ارام او هوسا ژوند او کاروبار زمینې برابروي او هغوی ته دا حس ورکوي چې له کومې وېرې پرته باید ژوند او چارې پرمخ بوځي.

مګر وسله وال طالبان برعکس د پردیو په لمسون هیواد ته جنګ، وراني، دربدري، وژنې، وېره، نهیلي او بدمرغي راوړي. د خلکو د ژوند ارام او سکون اخلي، کورنۍ بدمرغه کوي او د ویر په ټغر یې کېنوي، د پردیو د ګټو لپاره جنګېږي، درګرده خپل هیواد ویجاړوي، خپل هیوادوال بدمرغه کوي او په ټولنه کې وېره، دهشت او نهیلي خوروي.
له همدې امله د وسله وال پوځ سرتېرو ته هیوادوال د خپلو اتلانو او وسله والو طالبانو او تروریستي ډلو ته د دښمنانو په سترګه ګوري. زموږ سرتېري (د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت منسوبین) ځکه زموږ اتلان دي چې د افغانستان په دې جنګي شرایطو کې ډېری هغه ځوانان چې په ښارونو کې یې مهمې دندې لرلې او ډېره زیاته پانګونه پرې شوې وه، نو هغوی په سختو شرایطو کې خپل هېواد او هېوادوال په میدان پرېښودل او ځانونه یې په خطرناکو لارو بهرنیو هېوادونو ته ورسول، چې لا تراوسه هم په لارو، سرحدونو او بندرونو کې ایسار پاتې دي، ځکه د افغانستان او افغانانو پر وړاندې د هغوی ژمنتیا رښتینې نه وه.
مګر د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې خپل هېواد او خپل ولس ته ژمن دي، نو د دښمن د تهدید د ختمولو او د دښمن د ځپلو په موخه د هېواد په ولایتونو او سرحدونو کې په مېړانه او زړورتیا جنګېږي، ځکه دا د حق او د باطل جګړه ده او لکه څنګه چې حق تل په باطل بریالی وي، نو ځکه به دا مبارزه زموږ سرتېري او زموږ اتلان ګټي، ځکه د دوی مبارزه برحقه ده.
ترهګرو افغانستان ته وراني، تباهي، بدمرغي، مرګونه او وژنې راوړي ، خو زموږ ملي اتلان برعکس زموږ خلکو ته هیله ورکوي، هغوی ژغوري، هغوی ته ژوند ورکوي، ټولنیز او سوله ییز ژوند امکانات او اسانتیاوې ورته برابروي.
وسله وال طالبان درګرده په ښارونو، عامه ځایونو، تاسیساتو، مرکزونو، جوماتونو، ښوونځیو، روغتونونو او نورو ځایونو باندي د ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو سره خلک له ژوند او خدماتو څخه محروموي، له دې امله خلک له هغوی څخه کرکه لري.
دوی ځکه زموږ له ځواکونو سره د مخامخېدو جرئت نه لري چې په دې وروستیو کې زموږ د ملي اتلانو مسلکي روزنه او وړتیا ښه شوې، ځکه په افغانستان کې اوس ټول نظامي عملیات افغان سرتېري په یوازې توګه کوي، بهرني او نړیوال ځواکونه اوس د جګړې مدیریت او ماموریت نه کوي، هغوی یوازې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې ، تجهیز او تمویل په برخه کې مرسته کوي. په افغانستان کې د جګړې مدیریت په خپله د افغانستان ځواکونه ترسره کوي. د همدغو اتلانو د مېړانې او سرښندنو له برکته به موږ تلپاتې سولې ته رسېږو.