پر ملکي وګړو برید ظلم او فاجعه ده

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدبشیر یوسفزوی
وسله والو طالبانو او تروریستي ډلو په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو بریدونه زیات کړي او د همدغو جنایتونو په ترسره کولو سره یې د ډېرو عامو او بې ګناه هیوادوالو ژوند اخیستی، نارامه کړی او د وېرې او وحشت فضا یې حاکمه کړې ده.
دغو خدای ناترسره ډلو وروستی برید پلازمېنه کابل کې د کابل پوهنتون جنوبي دروازه کې د جمعې په ورځ وکړ چې یو شمېر هیوادوال په کې شهیدان او ټپیان شول. ولسمشر غني د دغه برید په غبرګون کې وویل، "پر پوهنتونونو، روغتونونو، ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو پر تمدن، دین او ملي عزت برید دی او هرڅوک یې چې مسوولیت اخلي ملي خاین، فاسق، فاچر او له اسلام څخه بې خبره دی."
نوموړي په ټینګار سره وویل، سوله زموږ هدف دی، هیڅوک له ما څخه سولې ته زیاته اراده نه لري، مګر خشونت د یو بل د منلو لاره نه ده، د سولې مذاکرات چې کوي نو ولې پر ملکي وګړو برید کوئ. دا ظلم دی دا فاجعه ده او دا د رکود لامل کېږي، نه د پرمختګ. "
دا واقعیت دی چې  تلپاتې او باعزته سولې ته د ولسمشر غني ژمنتیا بېسارې ده، ځکه نوموړي د همدغې ژمنیتا او ارادې له امله چې سولې ته یې لري، له حزب اسلامي سره د سولې پروسه بریالۍ کړه او له افغان وسله والو طالبانو سره یې هم د سولې زمینه برابره کړه، نړیواله ټولنه یې قانع کړه چې د جنګ پرځای او یا د جنګ ترڅنګ باید د ستونزې سیاسي او سوله ییز حل ولټول شي او دا حل لاره بین الافغاني مذاکرات دي، ځکه چې افغانان هم د جرګو او مرکو خلک دي، هم خپلې ستونزې ښې ورمعلومېږي او هم یې په ښه توګه او حل او فصل کولای شي، نو په دې خاطر د سیمې او نړۍ ټولو هیوادونو د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړ.
مګر وسله والو طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو پرځای له وسله والو طالبانو سره مخامخ مذاکرات پیل کړل، دلیل یې دادی چې په بین الافغاني مذاکراتو کې تول کېږي، سلامت او ملامت معلومېږي، ستونزې او شکایتونه سنجول کېږي. پرېکړې کېږي دا چې وسله وال طالبان ځانونه ملامت ګڼي او داسې څه ورسره نشته چې دوی یې د معقول شکایت او ستونزې په توګه مطرح کړي، ځکه نو له بین الافغاني مذاکراتو څخه انکار کوي. حال دا چې سوله الهي امر او د ولس اساسي غوښتنه ده، مګر دوی د خدای له امر او د ولس له غوښتنې ځان غړوي.