د حریص سیاسي قشر غوغا ته د ولسمشر غني اشاره

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدبشیر یوسفزوی
په افغانستان کې سیاست په دوکاندارۍ بدل شوی دی او دغه بد رواج د حامد کرزي په دیارلس کلنه دوره کې زیات رواج وموند، ځکه کوم سیاسي به چې خوله وازه کړه، نو کرزي به یې د خولې د پټولو لپاره هغه ته باج، امتیاز، پیسې، مقام او منسب ورکاوه او په دې ډول به یې هغوی غلي کول.
له همدې  امله زموږ سیاسیون بد روږدي شول، ملي مسایل، معیارونه او اصول ورڅخه پاتې شول، یوازې او یوازې د ځان مطرح کولو، د خپلو شخصي ګټو د پاللو او زیات باج او پیسو ترلاسه کولو په فکر کې شول.
دې کار دوه زیانه موږ ته ورسول یو دا چې د باج ورکولو رواج یې عام کړ او دویم دا چې حکومت یې د فساد لورته نږدې کړ او اکثر مقامات یې په فساد کې ښکېل او ککړ کړل، ځکه د سیاسي ګوندونو او سیاسیونو اصلي دنده دا ده چې دوی باید په خپل رغنده او ګټورو طرحو سره حکومت له بې لارۍ، بې کفایتۍ او فساد راوګرځوي او خلکو ته د ښو خدماتو ترسره کولو ته یې وهڅوي، مګر د ولسمشر کرزي د دغه بې ځایه رحم او مهربانۍ له امله چې د سیاسیونو په حق کې یې درلود هم نظام، هم حکومت، هم مقامات او هم سیاسیون مفسد شول او د دې ټولو زیان ولس ته ورسېده او هغوی لا هم له بده مرغه د دغه بد دود قېمت ورکوي.
مګر ولسمشر غني چې واک ته ورسېد، دې هر څه ته یې د پای ټکی کېښود. سیاسیونو باندې یې حلقه راتنګه کړه، دوی بدې ورځې وکړې، د حکومت خلاف دریځ یې اختیار کړ، حتی د خلکو د لمسون هڅې یې وکړې او غوښتل یې چې خلک پاڅون ته وهڅوي او په دې ډول په حکومت فشار زیات کړي، مګر ولسمشر غني یې ځکه پروا ونه لرله هغه پوهېده چې سیاسیون د خپلو فسادونو او بې کفایتیو له امله په ولس کې رېښه نه لري او هیڅوک یې خبره هم نه اوري، نو د کرزي وخت کې چې دوی ته د دسترخوان او نورو نومونو کومې پیسې مقررې شوې وې ټولې یې بندې کړې، حتی حویلۍ، کورونه او موټر یې ورڅخه راوګرځول. د دوی زامن او وروڼه او د کورنۍ غړي چې په واسطو په دندو ګومارل شوي وو، هغوی یې له دندو وشړل او په دې ډول د حکومت او سیاسیونو ترمنځ یو کشمکش پیل شو.
په مقابل کې سیاسیونو د ولسمشر غني او حکومت پر ضد خولې وازې کړې، په هره غونډه، هره فاتحه، هر مجلس، هر تلویزیون، هر بحث او هره مرکه کې یې له کوم دلیل پرته د حکومت او ولسمشر غني کمه ویله، مګر هیچا هم دوی ته ارزښت ورنه کړ او نه د دوی دغه دریځ کوم اغېز درلود. نن د څارنې او انسجام د ګډ بورډ دوه ویشتمې ناستې ته د وینا پرمهال ولسمشر غني د دوی دغې غوغا او نیوکو ته په اشارې وویل: "د  یو حریص سیاسي قشر غوغا او انتقادونو د اصلاحاتو مخه ډپ نه کړه. ټولنه کې د ناامیدۍ او ناهیلۍ په خپرولو سره دوی ونشوای کړای په ولس کې د تحول او پرمختګ پيل شوی څپه ودروي. "