سوله الهي امر او د ولس غوښتنه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی
څلوېښت کاله کېږي چې زموږ هیوادوال د جنګ، وحشت، ترور او جنایتونو په منځ کې ژوند کوي. که د دوی په ځای بل څوک وای نه یوازې د ژوند هیله به یې له لاسه ورکړې وای، بلکې ذوب شوي به وای او زاره ترکي به وای، مګر زموږ د خلکو زغم، مېړانه او هیله مندي واقعا د تقدیر وړ دی، مګر له بده مرغه جنګي ډلو او جنګایتکارو هیڅ ډول جرم او جنایت نه دی
ورنه درېغ کړی چې څه یې په وس شوي په دې ملت یې ترسره کړي دي.
دا مهال چې له یوې خوا د سولې فرصت او زمینې زیاتې شوي، نو ټولې خواوې باید زموږ د جنګ ځپلي او ځورېدلي ولس د سولې لویې هیلې او ارمان ته د زړه له کومې درناوی ولري او دوی ته تلپاتې سوله راولي، مګر سوله په بلنو، غونډو او شعارونو نه راځي، د دې لپاره د خپلو افغانانو صادقانه، عملي او په تدبیر ولاړې هڅې لازمي دي.
ولسمشر غني وایي: "من می‌خواهم قصه یک زن کندز را بگویم. با تاسف کندز دوبار سقوط کرد، زن آمد به من گفت: بار سوم است که خانه من تاراج می‌شود هر بار من خانه خود را می سازم، شما سیاسیون شرایط را به وجود میاورید که خانه من تاراج شود. تر څومره وخت پورې دا دوام وکړي او تر څومره وخت پورې کورو باندې، یا ملکي تلفات ولرو؟
بناً با اتکا به این باید بفهمید که مردم افغانستان صلح را انشاالله تعالی پایدار می سازند و صلحی می‌کنند که شرایط پایداری را برای خود داشته باشد."
دا یوازې د یوې ښځې کیسه نه ده، بلکې دا د ټول افغانستان د ښځو او نارینه وو د ژوند داستان دی چې د دوی تراژیدۍ په کې نغښتې دي، ځکه دوی بار بار نه یوازې خپل جایدادونه، شتمنۍ او کورونه په جنګونو کې له لاسه ورکړي دي، بلکې خپل اولادونه او د کورنۍ غړي یې هم د بدمرغه جنګ قرباني شوي دي.
ولسمشر غني د دغه بې خونده داستان، تراژيدي او پر هیواد د تحمیل شوي جنګ د پایته رسولو لپاره ټینګ اراده او دقیق پلان لري، مګر په دې برخه کې د ټولو همکاري مهمه ده چې د نوموړي د هڅو صادقانه ملاتړ وکړي، نوموړی وایي: "کاغذی را که من در سال 2008 نوشته کردم، شش نوع صلح را تفکیک می‌کند. من سر آن ها نمی روم. نکته کلیدی این است که نوع پیمان صلح را نوع حکومتداری را تعین می‌کند. در قلب اروپا جناب سفیر، فاسدترین نهادها را صلح که از نگاه بین المللی تصویب شده بود به‌وجود آورد. ضرور است که از صلح بالکان درس بگیریم، چون یک شرایط خاص را یخ زدند و به یک یخبندان بدل کردند. آیا امروز کسی گفته می تواند در پیامد آن صلح را مبارزه با فساد جدی‌است یا به یک فیشن بدل شده. درس های واضح ضرور است که نوع پیمان صلح را ارتباط دارد به نوع حکومتداری. در قسمت آخر  می آیم سر نقش جامعه بین المللی ."
که تلپاتې او باعزته سوله وطن ته راغله ، نو زموږ هیوادوال به یو ځل بیا ژوند ته مسکي شي او په ډېره هیله مندۍ به د مخته تګ لپاره مټې راونغاړې، ځکه دوی نه یوازې نهیلي نه دي، بلکې نهیلي ګناه بولي.