د طالبانو او حکومت دمخامخ خبرو هڅې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ګلرحمن رحماني
پداسی حال کې چې له یوې خوا له طالبانو سره د امریکا اووم پړاو خبرې پای ته ورسېدې خو د اتم پړاو د شروع کېدو نه مخکې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د قطر په دوحه کې بین الافغاني ډیالوګ تر سره شو او په هغه ډیالوګ کې دواړه لورو سرتاسري سولې ته د رسېدو لپاره په بین الافغاني خبرو ټینګار وکړ
.
کله چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ بین الافغاني ډیالوګ پای ته ورسېد نو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد مخکې لدی چې امریکا ته لاړ شی د چین په سفر او له هغه وروسته له طالبانو سره د افغان سولې په اړه د اووم پړاو د خبرو ، لاسته راوړنو او خنډونو د ختمولو لپاره امریکا ته لاړ او د امریکا له لوړ پوړو چارواکو سره یې د اووم پړاو ټول جزیات ټول شریک کړل .
په چین کې یې د چین ، امریکا ، روسی او پاکستان تر منځ په څلور اړخیزه غونډه کې یې ګډون وکړ او ټولو په یوه غږ سره وویل چې باید د افغانستان د روانی جګړی د ختمیدو لپاره بین الافغانی خبري ډیری شی تر څو په افغانستان کې روانه جګړه او عام وژنه پای ته ورسیږی او ټول هیوادوال په امن او سوله کې ژوند وکړی .
د چین په پیکینګ کې د چین ، روسی ، امریکا او پاکستان په څلور اړخیزه غونډه کې د یادو هیوادونو استازو د افغانستان د روانی جګړی او تاوتریخوالې په اړه بحث کړی او ټولو په یوه توافق سره ویلی چې باید په افغانستان کې د روانی جګړی او تاوتریخوالی د پای ته رسیدو لپاره بین الافغانی ناسته د طالبانو او افغان حکومت تر منځ برابره کړو تر څو په هیواد کې سرتاسری سوله او امن راشی .
لکه څنګه چې ټولو هیوادوالو ته معلومه ده چې د افغانستان روانه جګړه دوه اړخه لري یو بهرنی اړخ او بل داخلي اړخ ، په نړیواله سطحه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هلې ځلې شروع کړي او په داخلي اړخ یې د افغانستان د ملي امنیت مشاور حمدالله محب هلې ځلې شروع کړي .
حمدالله محب په افغانستان کې هره ورځ له سیاسیونو سره ګوری او د بین الافغاني مذاکراتولپاره له هغوی سره نظرونه تبادله کوی .
دواړه اړخونو (د جګړی او سولې داخلی او بهرنی اړخونه) پدی موافق شوی چې باید د روانی جګړی د ختمیدو لپاره بین الافغانی ناستی ډیری شی تر څو یوی جامع موافقی ته ورسیږو په همدی هدف د افغانستان د ملی امنیت شورا څه موده مخکې خبر ورکړی وه چې د څو اوونیو په لړ کې به د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې دویمه بین الافغانی ناسته برابره شی .
تیره ناسته چې د جرمنی په مالې لګښت ترتیب او جوړه شوی وه دا ځل هم حمدالله محب ته په افغانستان کې د جرمنی سفیر ډاډ ورکړ چې هیواد به یې د افغان سولې له پروسی سره مرستو ته دوام ورکړی او ټولې ناستی به له کابل سره په همغږی برابروی ، د جرمنی سفیر دا خبري ځکه وکړی چې ځینی هیوادونه د افغان حکومت د همغږی پرته له طالبانو سره د افغان سولې په رابطه خبري کوی چې د افغان حکومت ته دا ډول حرکتونه د منلو وړ ندی .